روانې سلامتي

پسرلنۍ ستړيا څه ده او څنګه ترې مخنيوى وکړو؟

ژباړه لمر لګېږي، ونو غوټۍ کړي، په داسې حال کې چې نور خلک له طبيعت خوند اخلي، تاسې له بل هر وخت  ډېر ستړي او خوبولي يٸ. ولې؟ پسرلنۍ ستړيا چې ورته پسرلنی خوب هم وايي، په اصل کې يو ريښتينى اختلال دى، چې پرې اخته کس د ستړيا، ټنبلۍ، نارامۍ او خفګان احساس کوي. البته دا مسٸله څه پېچلې ښکاري خو د موسم بدلون کولاى شي پر بدني رېتم ناوړه اغېز پريباسي، چې ورته … نور ولولئ
سپورټ

د رېشاب پنټ لوبډلمشري او د ډیلي د اتلولۍ هیلې

  دا چې په آی پي اېل کې د ډیلي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر شیریاس ایئر د هندوستان او انګلستان ترمنځ لوبو کې ټپي شو او اوږه یې ختلې ده، نو ښایي د آی پي اېل په ټولو لوبو کې لوبېدو ته چمتو نشي، نو د ډیلي لوبډلې په رېشاب پنټ د لوبډلمشرۍ لاس اېښی او سږ کال به د ډیلي لوبډله رهبري کوي. د ډیلي لوبډله چې له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې … نور ولولئ
خواړه

د ادرک اوبه؛ د وزن کمولو او د وینې لوړ فشار لپاره ښه درمل دي

  ژباړه هر څوک د لیمو د اوبو په ګټه پوهېږي، خو اوس طبي ماهرینو د “ادرک” د اوبو بې شمېره طبي ګټې روښانه کړي. ادرک عموما زموږ په خواړو کې کارول کېږي او په هر کور کې شتون لري، د دې اوبو سهار په نهاره څښل یوازې د چاغوالي له منځه وړلو، د وینې  فشار او کولیسټرولو په کنټرول کې مرسته کوي. ماهرین وايي، چې د ادرکو د اوبو منظم کارول د وینې فشار … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان او افریقا دویمه لوبه کې ځلېدلي لوبغاړي

د افریقا او پاکستان ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د افریقا په وانډرر لوبغالي کې د په جوهېنبزبورګ سیمه کې ترسره شوه. پاکستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه. د افریقا لوبغاړي د افریقا لپاره په توپوهنه کې څلور لوبغاړي خورا وځلېدل او د پاکستان لپاره یې ۳۴۲ منډې هدف ورکړ. په دې لوبه کې کوېنټن ډیکاک په ۸۶ توپونو د یوې شپږیزې او لسو څلوریزو په مرسته ۸۰ منډې وکړې او … نور ولولئ
افغانستان

امریکايي او افغان لوري د سولې پر هڅو خبرې کړې دي

افغان او امریکایي ديپلوماتانو د استانبول پر غونډې او افغان سولې خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په افغانستان کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس ویلسون سره پر افغان سولې خبرې کړې دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده او تمه یې ښودلې چې د استانبول غونډه دلته روانه جګړه … نور ولولئ
خواړه

افغان نندارتون په هندوستان کې

د هند په حيدراباد کې د افغان خوړو په نامه لس ورځنی فيسټيوال پيل سو. دا نندارتون د اپريل مياشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان د سفارت له لورې او د ډهلي بسډ موسيسې په ملاتړ پيل سويدی چې د همدې مياشتې تر لسمي نېټې پوري به دوام ولري. پدې فيسټوال کې د افغاني خوړو ترڅنګ مېوې هم نندارې ته وړاندې سويدي او ددې ترڅنګ د افغاني جامو ننداره ترسره کېږي . په حيدراباد کې … نور ولولئ
افغانستان

د کرونا درېیمه څپه؛ روغتیا وزارت پر ولایتي رییسانو د چمتووالي غږ کړی

عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت ولایتي رییسانو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو پر وړاندې مبارزې ته چمتووالی ونیسي. د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن د ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره په انلاین لیدنه کې ویلي چې د کرونا وبا درېیمې څپې پر وړاندې باید پیاوړې مبارزې ته پوره چمتووالی ولري. د دغه وزارت سرپرست د ولایتونو او کمیټو د رپوټونو … نور ولولئ
افغانستان

اروپایي ټولنه: د سولې ملاتړي یو خو په بېړنۍ توګه د واک د لېږد ملاتړ نه کوو

اروپایي ټولنه وایي ولسمشر غني دې سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او د سولې د بریا لپاره دې مناسب ګامونه اوچت کړي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مرستیال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د سولې ملاتړي دي خو په بېړنۍ توګه د واک د لېږد یا بدلون ملاتړ نه کوي. د آرناوټ پاولس په خبره د واک بېړنی بدلون افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی او دا یې لار نه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څو کارونه چې د خوشحالۍ لپاره یې باید هیر نه کړو

موږ ټوله باید هڅه وکړو ترڅو تل ځان خوشحاله وساتو او هر منطقي او روان لاره کېدای شي د خوشحالۍ لپاره یې وڅارو. ټولې غیر ضرورې شمېرې له ژوند څخه وباسئ، لکه: سن، قد، وزن، بانکي حساب، د لایک او تعقیب شمېر او دا چې څومره مو په ژوند کې ماته خوړلې؛ ځکه دا ټول هغه څه دي چې زموږ د خفګان سبب کېدای شي. د هغو ملګرو سره دې اړیکې ولره کوم چې ستاسې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا کارونه د ښه والي نښه نه ده

داسې ځینې نښې شته چې د ښه والي ښکاروندویي نه کوي، بلکې دا ثابتوي چې ته غواړې نور وګړي راضي او خوشحاله وساتې. هغه وګړي چې ستا د خفګان سبب شوي او هیڅکله بدلون نه کوي؛ د دې ټولو سربېره بیا هم ستا ژوند ته راشي که دا ډول انسانانو ته اجازه ورکړې چې بیا تاسې سره اوسي نو دا ښه خبر نده. که تاسې تل د نورو په فکر کې اوسئ او هغه کارونه … نور ولولئ