سپورټ

د ډوني ځای ناستي، ډوني ته ماته ورکړه

د آی پي اېل دویمه لوبه د ډیلي کپېټلز او چینای سوپرکېنګز ترمنځ ترسره شوه. ډیلي د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه. چینای لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د سورېش رېنا د ۵۴ منډو، د معین علي د ۳۶ منډو او د سېم کرن د ۳۴ منډو په مرسته ۱۸۸ منډې وکړې. کرېس ووکس او اوېش خان دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې. د ډیلي لوبډلې لپاره … نور ولولئ
ژوند بڼه

ښځه او نړۍ یې؛ تېر او نن

د بشر د تاریخ په هر پړاو کې ښځو خپل ډېر مهم رول لوبولی، ډېر هغه څه یې زغملي چې یو نارینه یې د زغم تصور هم نشي کوی. موږ که نړۍ او د نړۍ تاریخ په ځیر وګورو نو له اوله سره تر دې دمه تقریباً په هره سیم او هر پړاؤ کې نرواکي قایمه ده، له مذهبه واخله بیا تر دولتي سیستمه همداسې تر کور او کلي په هر وخت او هر حال … نور ولولئ
ژوند بڼه

د نورو په مرسته ژوند کول مو له کومو ستونزو سره مخ کوي؟

ډېری کسان به مو لیدلي وي، چې په ژوند کې تل د نورو په مرسته ژوند کوي او په هر کار کې د نورو د مرستې او لاس نیوي ته په تمه وي او پرته د نورو له مرستې یو کوچنی کار هم نه شي کولای او ترې ویریږي. دا چې دا ډول خلک چې تل په نورو تکیه کوي او هر کار د نورو په مرسته کوي، د دې علتونه څه دي او دا … نور ولولئ
روغه سټه

څنګه په خپل ذهن کې ډیر معلومات خوندي کړو؛ درې تګلارې

تاسو به تل په خپله شاوخوا کې داسې خلک لیدلي وي چې وایي، يوه موضوع یې سمه نه یادېږي، یوه ځانګړې موضوع یې بېخي هېره شوې وي، د يوه تن څېره ورته اشنا ښکاري، خو نوم یې ترې هېر وي. هو! داسې انسانان بېخي ډېر دي او ډېر انسانان د حافظې د کمزورتیا له ستونزې سره مخ کېږي، د بېلګې په ډول د وګړو نومونه هېروي، کله کله خپله ترې خبره هېرېږي، ځینې وختونه دا … نور ولولئ
افغانستان

د ګوار قوم غونډه؛ خوښ یوو چې الکترونیکي تذکرو کې مو قوم ثبت شو

ګوار قوم د الکترونیکي پېژنپاڼو په ډیټابس کې د خپل نوم ثبتونې په خوښۍ او ملاتړ غونډه وکړه. دا غونډه د کونړ ولایت سرحدونو او قبايلو چارو ریاست په تالار کې دغه جوړه شوې وه. د کونړ د رسنیو دفتر ویلي؛ ناسته کې چې د ګوار قوم لسګونو مخورو او ځوانانو ترڅنګ د کونړ ولایت مرستیالې برېښنا شیرزۍ، د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو یو شمېر مخورو برخه اخیستې وه، د وینا پر مهال یې د … نور ولولئ
افغانستان

کولمبیا: له افغانستان سره د ۵۵ کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسولو تجربې شریکوو

د کولمبیا هیواد چارواکو ویلي چې چمتو دي له افغانستان سره د خپل هیواد د ۵۵ اوږدې جګړې تجربې شریکې کړي. دا خبرې په هیند کې د افغانستان لوی سفیر فرید ماموندزي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي. سرچینې ویلي: ښاغلي فرید ماموندزي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان له پاره د کولمبیا غیر مقیمې سفیرې اغلې مارینا پاچیکو سره وکتل. سرچینه وايي، دواړو لورو د سیمې او نړۍ پر روان حالت خپل نظرونه … نور ولولئ
افغانستان

له غني او عبدالله سره لیدنې؛ د استانبول ناسته او له افغان حکومت د خلیلزاد غوښتنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا کابل ته راغلی او له افغان مشرانو سره یې لیدلي دي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني له خلیلزاد سره نن له غرمې مخکې لیدلي دیي. سرچینه زیاتوي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان او کورنۍ ستونزې؛ څو لاملونه لري

په افغانستان کې داسې ډېر کورنۍ شته چې خپل منځ کې ستونزې سره لري یعنې داسې کمې کورنۍ لیدل کیږي چې پرته له ستونزو ژوند وکړي؛ خو دا ستونزې او جنجالونه خپل لاملونه لري. د ځینو کورنۍ مشران جسمي او اروایي ګډوډي لري، چې دا د ستونزو رامنځته کېدو سبب کیږي. تر کومه وخته چې خپله درملنه په پوره توګه ونه کړي، نه شي کولای خپل د کور جنجالونو ته د حل لار پیدا کړي. … نور ولولئ
خواړه

د مرخیړیو ۸ زره ډولونه او ۸ ګټې یې

مړخیړي په وينه کې د شکر کچه باانډوله ساتي، او په دې توگه د شکر، او نورو ناروغیو مخه نيسي. د امريکا متحدو ايالاتو د پينسلوانيا پوهنتون څيړونکو موندلې ده، چې مرخیړي په خپل جوړښت کې پروبيوتک لري. پروبيوتک هغه خوراکي توکي دي، چې په کولمو کې شته گټور باکترياوې په وده کې مرسته کوي. دا خبره څيړونکو په بدن کې پر گلوکوز يا شکرې د مړخيړو اغير مطالعه کړی دی. په نړۍ کې ۳۸ … نور ولولئ
افغانستان

بشري حقونو کمیسیون: ښکېل لورې دې تاوتریخوالی ودروي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد کې د جګړو له امله د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د یادې ادارې په خبره، په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو لمن یو ځل بیا پراخه شوې او له امله د دواړو لوریو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم سخته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه کمیسیون ویلي چې ښکېل اړخونه دې د هېوادوالو غوښتنې ته په … نور ولولئ