سپورټ

د نبي او راشد ځلېدا،خو د کلکتې بریا

د آی پي اېل درېیمه لوبه د کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدراباد ترمنځ ترسره شوه. حیدراباد د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه. د کلکتې لوبډلې په شل اورونو کې د شپږ وېکټو په نقصان سره د نېتېش رانا د ۸۰ منډو او د راهول ټېرېپاتي د ۵۳ منډو په مرسته ۱۸۸ منډې وکړې. محمدنبي عیسی خېل په ۴ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې وې او ۲ وېکټې یې واخېستې. بل پلو … نور ولولئ
افغانستان

ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو جمهوریت او طالبانو ته نهه ماده‌ییز لیک سپارلی

ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر، افغان دولت او طالب پلاوي ته د ګډو اصولو تر عنوان لاندې یو نهه ماده‌ییز لیک سپارلی دی څو د ترکیې ناسته کې ورباندې هوکړې ته ورسېږي. په یاد متن کې راغلي چې افغانان له څو لسیزو جګړو ستړي شوي دي او دوی ټول د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې پرمختګ ته ژمن دي. په دغه نهه ماده‌ییز لیک کې ډېر مهم موضوعات راخیستل شوي دي خو سراسري … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: سوله قرباني غواړي، موږ تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو یو

ولسمشر غني په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا د جمهوریت پر ساتنې ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د مشروعیت سرچینه اساسي قانون دی او د ننګونو په وخت کې اساسي قانون ته له مراجعې پرته بله لاره نه شته او که وي هم تر ګټو به یې زیانونه ډېر وي. هغه زیاته کړې چې د ده طرحه له روانې تپل شوې … نور ولولئ
افغانستان

ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه تېره ورځ د دغې شورا په امنیتي ناسته کې وشوه. اعلامیې زیاته کړې، د ماليې وزارت له لوري د وضع شوي طرزالعمل له مخې به د حمل د مياشتې تر تېرېدو وروسته د دغو موټرو ګرځول قانوني … نور ولولئ
سپورټ

د کلکتې او حیدراباد مقابله او تېرې لوبې

د حیدراباد لوبډله نن ماښام د کلکتې پر وړاندې د آی پي اېل په درېیمه لوبه کې مخ ده. تېرو لوبو ته په کتو د حیدراباد لوبډله نسبت کلکتې ته کمزورې برېښي، ځکه په تېرو لوبو کې ډېرې لوبې کلکتې ګټلي دي او کمې یې حیدراباد په خپل نوم کړي دي. د کلکتې او حیدراباد تېرو لوبو او بریاوو ته کتنه د ۲۰۱۳ راهیسې دواړه لوبډلې ۱۹ ځلې مخ شوي دي، لومړۍ لوبه د ۲۰۱۳ … نور ولولئ
افغانستان

جهاني: مه ناوخته کوئ! چي اوس هم ډېر ناوخته دی او د زمان له کاروان څخه ډېر شاته پاته یو!

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير او نامتو شاعر عبدالباري جهاني د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين سره ټليفوني خبري کړي. جهاني له خلکو غوښتنه کړې چې منظور پښتين يوازې پرې نه ږدي، په هر ډول سخت حالت کې يې تر شا ودرېږي او د فرصت څخه استفاده وکړي. نوموړی پر خپل فيسبوک پاڼې ليکي: ((درست پښتون له کندهاره تر اټکه سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار بله … نور ولولئ
سپورټ

د کلکتې او حيدراباد د لوبغاړو پرتله،راشد د رسل په وړاندې

د هندوستان پريمرليګ په لړ کې نن ماښام ۷ بجې د سنرايزر حيدر اباد او کلکتې نائټ رايډرز لوبډلو لوبه ده. تر اوسه پدې ليګ کې دوې لوبې ترسره سوي چې لومړۍ بنګلور د ممبی څخه وګټله او دويمه ډهلي د چنای څخه وګټله. په سنرايزر حيدراباد لوبډله کې ۳ افغان لوبغاړي دي خو دا نده مالومه چې محمدنبي يا مجيب الرحمن ته به په ننۍ لوبه کې چانس ورکړل سي که يا. حيدراباد د … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: هڅه کوو چې د پولیو ضد واکسین له کمپاین سره مرسته وکړو

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، هڅه کوي چې د پولیو ضد واکسین د تطبیق له کمپاین سره همکاري وکړي. بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ملګرو ملتونو په مرسته له طالبانو سره خبرې روانې دي چې کور پر کور د ګوزڼ ضد واکسین لګولو کمپاین ته اجازه ورکړي. دغه وزارت کې د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مشر میرجان راسخ رسنیو ته … نور ولولئ
افغانستان

د مذاکراتي پلاوي غړې: د افغانستان جګړه د بهرني ځواکونو په وتلو له منځه نه ځي

که امریکایي ځواکونه همدا اوس او په بېړنۍ توګه له افغانستان وځي نو پایله به یې سوله نه وي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیې کوفي له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه لري. د نوموړې په خبره که امریکایي ځواکونه په بېړه او اوسني وضعیت کې له افغانستان وځي نو پایله به یې سوله نه وي، بلکې یوه بله جګړه به وي … نور ولولئ
سپورټ

د شهزاد محمدي شوخي او د خلکو مینه

شهزاد محمدي د افغانستان په لوبډله یو له ساعت تیرو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت له مینوالو، لوبغاړو، داخلي لوبو او بهرنیو لوبو کې له لوبغاړو سره خوش طبعي کوي. د کرکټ ملي لوبډلې له هر لوبغاړي چې پوښتنه شوې، چې ستاسو په لوبډله کې څوک ډېر مسخره او ټوکي دی، نو خامخا د شهزاد نوم اخلي. راشدخان او محمدنبي په هندوستان کې د مرکو په ترڅ کې همدا خبره کړې وه او همدارنګه … نور ولولئ