افغانستان

ولسمشر غني:طالبان دې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر اوربند ته غاړه کېږدي

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند وکړي. نوموړي د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې روژه د یو بل د زغملو، مهربانۍ او انسان دوستۍ میاشت ده نو طالبانو ته هم په کار ده چې د افغانانو پر وړاندې خپله روانه کړې جګړه پای ته ورسوي او اوربند ته غاړه کېږدي. ولسمشر غني … نور ولولئ
افغانستان

سرور دانش: د مصالحې شورا طرحه باید لغوه شي، کنه نفاق او ناندرۍ په جوړې کړي

د ولسمشر دویم مرستیال وایي د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د ترکیې کنفرانس لپاره توحید شوې طرحه د منلو نه ده. نوموړي پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه په خپره کړې کتنه کې ویلي چې دغه طرحه یې لوستې او په هغه کې یې بې شمېره نیمګړتیاوې لیدلې دي. د دانش په وینا د یادې شورا له لوري وړاندیز شوې طرحه تر ډېره د یوه قوم، یوه ګوند او زلمي خلیلزاد لیدلوری وړاندې کوي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریا په هکله د برایان ټریسي خبرې؛ هېڅکله مه وایاست چې ناوخته دی

ژباړه او راټولونه زده‌کړه د بریا کلي/ کونجي ده خو ستونزه په کې شته او وخت هم نیسي، یوازې ټنبل انسانان زده‌کړې ته ارزښت نه ورکوي. نن ورځ نه یوازې په ډېر فکر سره باید هر کار ترسره کړو، بلکې سخت کار هم وکړو ترڅو بریا او شتمنۍ ته ورسېږو. د کلمو ارزښت په ژوند کې ډېر اړین دي. ښې کلمې، ښه فکرونه رامنځته کوي. هغه کسان چې بریالي دي تل د ستونزو د حلولو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مېرمنې/ مینې سره د خبرو لپاره دا۱۰ موضوعات وټاکئ

ژباړه: حماد هلال ځیني کارونه په ژوند کې شته، چې ترسره کول یې فشار لري: په لومړي ځل دنده، د کوم څه سند ترلاسه کول (فراغت) او د مینې سره خبرې کول. د مینې/ژوند ملګرې سره مو باید د کومو موضوعاتو په اړه وغږیږئ؟ البته تاسو نه غواړئ درنه خفه شي. او نه غواړئ ستاسو غوسه وګوري. اندیښنې مو اړخ ته کړئ، او د دې لس موضوعاتو په هکله بحث وکړئ. ۱ هغه! پوهېږئ؟ انسانان … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې او وګړو همکاري او انساني ټولنه دې ته رابولي چې یو له بل سره خپل د همدردۍ او خواخوږۍ،  یو پر بل د دایمي زړه سوي ټینګار او د ټولنیزو ادابو په پام کې ساتلو پرله پسې سپارښتنې موږ ته په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

انګېزه لرونکې جملې، مثبت فکر او انرژي

ژباړه: حماد هلال انګېزه لرونکې جملې؛ کله د ستړیا او نا امیدۍ په اوج کې د یوې جملې په لوستلو احساس کوو، چې کوم څه زموږ داخل په حرکت راولي یا فکر کوو، چې تازه ځانګړی ځواک موږ ته د پورته کېدو او مخ ته تللو لپاره راکول شوی. څوونکې جملې له موږ څخه ډېر زموږ د ارادې او تصمیم په پیاوړي کېدو کې اغیز لري. کله چې با انګېزه او با انرژي اوسو کولی … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د وخت کنټرول؛ له نوښتګرو او ځېرکو خلکو سره ملګرتیا

وخت د انسان لپاره هغه قیمتي پانګه ده، چې د انسان تر هغې بله قیمتي پانګه نشته. نیوټن وایي: وخت یوه لنډ مهاله پدیده ده، چې د انسان له درک څخه بهر ده. او انشټاین بیا په دې اند ده، چې وخت پر ځمکه او فضا کې یو شان نه دی. د وخت تنظیمول د ژوند په هر برخه کې د بریا لامل کېږي. دا پر هر انسان لازمه ده، چې د خپلو کړنو لپاره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

داسې یوه اړیکه باید وغواړو چې دا ځانګړنې ولري

زه يو چا سره داسې اړيکه لرل غواړم چې هغوى ته بايد د ځان سپيناوى ونه کړم. ځکه چاته د ځان سپيناوي څخه بل ستړى کوونکى کار نشته. او احساساتي ستړيا د فزيکي ستړيا څخه څو ځله ستونزمنه ده. مونږ بايد تل د داسې اړيکې او خپلوي په لټه اوسو چې په هغې کې زمونږ د باور خپلواکۍ څخه خوند واخلو او چېرته چې زه خپل ځانته د ځان سپيناوى ونه کړم. او زه به … نور ولولئ
روغه سټه

روژه او ورزش؛ دا دوه یې مناسب وختونه دي

ليکنه او راټولونه: هغه کسان چې وزن کموي دوی سره دا پوښتنه پیدا کیږي چې په روژه کې کوم وخت ورزش وکړو؟ د روژې مبارکه میاشت د هغو کسانو لپاره طلایي چانس دی چې غواړي وزن یا د وینې غوړ (کولیسټرول او یا ټرایګلیسرایډ) کم کړي. په قوي عزم (صحي خوراک، کافي اندازه مایعات، ورزش او کافي اندازه خوب) سره د ثواب تر څنګ دوی کولی شي خپل صحت هم برابر کړي. د ورزش وختونه: … نور ولولئ
روغه سټه

حمام کې د کيسې وهلو ګټې

حمام کول یا لمبل په ژوند کې د انساني اړتیا څخه ده, چې د جسمي پاکۍ او نظافت سبب ګرځي. او که له بله پلوه که اسلامي اړخ یې وڅېړو نو په اسلام کې د جسم په پاکۍ ډېر ټینګار شوی دی. روان پوهان په دې باور دي چې حمام کول د انسان په اونۍ کې ډېر رول لري. او باید چې هره ورځ او یا هم په اونۍ کې یو ځل حتماً وشي. او … نور ولولئ