سپورټ

په تېرو دوو لوبو کې د ویراټ کوهلي جالیبه توپوهنه

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي په خپلو وروستیو کړیو دوو لوبو کې جالیبه توپوهنه کړې. ویراټ کوهلي د بنګلور لپاره په لومړۍ لوبه کې هم په ۲۹ توپونو ۳۳ منډې وکړې او په دویمه لوبه کې یې هم پرون چهارشنبه په ۲۹ توپونو ۳۳ منډې وکړې، چې دا د کرکټ په لوبو کې خورا کم پېښيږي.   … نور ولولئ
افغانستان

دوه افغان پيغلې د بابا غره لوړې څوکې ته ورسیدې !

د بامیانو د والي دفتر وایي، چې د لومړي ځل لپاره؛ دوه افغانې پيغلې، چې د غزني ولايت اوسيدونکي دي، د بابا غره (شاه فولادي) ترټولو لوړې څوکې ته رسیدلي دي. د والي دفتر په یوه بیان کې ویلي؛ چې دا دوه پيغلې “تمنا جهان” او “نظیمه خیرزاد” نومېږي، درې ورځې وړاندې (یکشنبه،۱۲م د اپریل) دوی د شاه فولادي سر ته ورسيدي او په دې لوړه څوکه يې د افغانستان بيرغ ورپاوه. د شاه فولادي … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د روژې په مناسبت د وټسپ نوی خدمت

د وټسپ ادارې د مبارکې روژې په مناسبت نوی خدمت پیل کړی. دغه شرکت د روژې لپاره نوي سټیکرز معرفي کړي، د WA “بیټا انفارم” لخوا خپاره شوي دي. د WA بیټا معلوماتو په حواله ، د iOS او Android کاروونکي کولی شي، چې د رمضان (روژې) سټیکر له “سټور ” څخه ډاونلوډ او خپلو ملګرو ته یې ولېږي. د دې سټیکرونو له لارې، د افطار (روژه ماتې)، سهاري (پیشلمې) وختونو، د روژې د اهمیت … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت د بایډن د پرېکړې هرکلی کړی

افغان حکومت وایي دوی د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر له پرېکړې هرکلی کوي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د سرتېرو د ایستلو په اړه له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره خبرې کړې دي. په اعلامیه کې راځي چې ولسمشر غني د سرتېرو د وتلو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغان ځواکونه له خپل هېواد ددفاع وړتیا … نور ولولئ
سپورټ

رسل د شاهرخ خان ټویټ ته ځواب ورکړی

د کلکتې لوبډلې د سه شنبې په ورځ د ممبيي پر وړاندې په لس منډو ماته وخوړه او په وروستیو پنځه اورونو کې د کلکتې لوبډلې ۳۱ منډې پوره نه کړې او دا مهال د رسل دوه کېچونه هم ډراپ شول. شاهرخان د دغې ماتې په اړه په خپل ټویټر د کلکتې او خپلو مینوالو څخه بخښنه غوښتې وه او ویلي یې وو، چې دی د دغې عجیبه ماتې په اړه بخښنه غواړي. د رسل … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان له افریقا څخه درېیمه شل اوریزه لوبه وګټله

د پاکستان لوبډله افریقا ته د درې یو ورځنیو او څلورو شل اوریزو لوبو لپاره د مارچ میاشت کې تللې ده؛ خو لوبې یې د اپرېل په دویمه نېټه پیل کړي دي. لومړۍ یو ورځنۍ لوبه پاکستان په درې وېکټو ګټلې وه، دویمه لوبه افریقا په ۱۷ منډو خپلې کړې وه او درېیمه لوبه پاکستان په ۲۸ منډو ګټلې وه. د څلورو شل اوریزو لوبو لړۍ لومړۍ شل اوریزه لوبه د اپرېل په لسمه نېټه … نور ولولئ
سپورټ

حیدراباد په آی پي اېل کې خپله دویمه لوبه هم وبایلله

د آی پي اېل شپږمه لوبه د بنګلور او حیدراباد ترمنځ ترسره شوه. حیدراباد د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه. د بنګلور لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ وېکټو په نقصان سره د ګلېن مکسوېل د ۵۹ منډو او د ویرات کولي د ۳۳ منډو په مرسته ۱۴۹ منډې وکړې. راشدخان په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې، اې بي ډیویلیرس او واشنګټن سونډر یې وسوځول. جېسن هولډر په ۴ اورونوکې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني له جوبایډن سره غږېدلی

ولسمشر غني د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره نن ماښام ټلفوني خبرې کړې دي. ولسمشر غني په یو ټویټ پیغام کې ویلي چې امریکایي سرتیري د سیپتمبر میاشتې په لومړیو کې له افغانستان څخه وځي او افغان حکومت د امریکا ددغه تصمیم احترام کوي. ولسمشر غني زیاته کړې، چې افغان حکومت به د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر کې پوره همکاري وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن: خپل اهداف مو ترلاسه کړل، نور باید ووځو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی په افغانستان کې هغه اهداف تر لاسه کړي دي کومو پسې چې کلونه وړاندې دغه هېواد ته راغلي وو. هغه زیاته کړې، امریکا خپلو اهدافو ته رسېدلې ده او اوس وخت دی چې خپل سرتېري کورونو ته ستانه کړي. نوموړي د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره ګډې خبري ناستې ته ویلي چې دوی به په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې یو ځای … نور ولولئ
کلتور او هنر

د ښځو ژوند د لنډيو په هنداره کې

زما ابۍ دادا ته وايه خوشحاله نه يم له ناکامه ناسته يمه پښتني ټولنه د جبر په قید کې بنده ده، چې دا قیدونه زموږ له ژبې او فرهنګ سره نوک او ورۍ دي، ښه پوهېږو، مګر دا بندونه نشوو ماتوی. وایی په اسرایلو کې به چې کومه ښځه کونډه شوه، که د مېړه ورور به یې و، خو سر یې پټ و، که به نه و، همداسې بې مېړه باید ناسته وای. شاید یو … نور ولولئ