پوهنه

د رحمتونو لسيزه،د مسلمانانو له پاره څه مانا لري؟

  د روژې نيکمرغه میاشت په درې برخو ویشل شوې ده، چې لومړیو لسو ورځو ته یې د رحمتونو لسیزه ويل کېږي. د روژې د لومړیو لسو ورځو د رحمتونو ښایست په دې کې دی چې په دې کې د برکتونو او نیکمرغیو ترڅنګ نور برکتونه وي. مسلمانان په دې پوه دي چې روژه یو روحاني فرصت دې، مګر رحمتونه په حقیقت کې د مسلمانانو لپاره څه مانا لري؟ د الله تعالی یو نوم الرحمان … نور ولولئ
سپورټ

د کورونا پرمهال کومو لوبډلو او لوبغاړو زیات کرکټ کړی؟

  د ۲۰۲۰م کال په لومړیو کې د کورونا وایروس په چین کې راپورته شو او بالاخره د مارچ تر میاشتې د افغانستان په ګډون د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو ته ورسېد. دې نړیوالې وبا په ټوله نړۍ کې لوبې وځنډولې او په کرکټ یې هم سیوری وغورځاوه. په لومړي سر کې یې د نیوزیلېنډ او اسټرالیا جاري لوبلړۍ له منځه یوړه، بیا یې د انګلستان او سریلانکا لوبې لغوه کړې. د شدت په جریان … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن: که طالبان غواړي، نړیوال یې په رسمیت وپېژني نو کورنۍ جګړه دې نه پیلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین پرون ماښام په کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې که طالبان غواړي، نړیوال یې په رسمیت وپېژني، مشران یې سفر وکړای شي او افغانستان سره نړیوالې مرستې وشي نو باید د کورنۍ جګړې پیلولو فکر ونه کړي. نوموړي وویل افغانستان کې کورنۍ جګړه د هیچا په ګټه نه ده. بلېنکن دا څرګندونې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره تر کتنو وروسته په … نور ولولئ
سپورټ

مېلر او موريس د راجستان لپاره لوبه وګټله

د آی پي اېل اوومه لوبه د راجستان رایلز او ډیلي کپېټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. راجستان د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهونه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ وېکټو په سوځېدو سره د لوبډلمشر رېشاب پنټ د ۵۱ منډو په مرسته ۱۴۷ منډې وکړې او راجستان ته یې ۱۴۸ منډې هدف ورکړ. د راجستان لپاره درې وېکټې جایدوف اوناد کت او دوه وېکټې مستفض الرحمن واخیستې. لوبه په ګرین وېکټ … نور ولولئ
افغانستان

کابل ته د بلېنکن ناڅاپي سفر؛ له ولسمشر غني او عبدالله سره یې ولیدل

امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلی او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره يې لیدلي دي. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې لیدنه کې وویل، د امریکا د هغې پرېکړې درناوی کوي چې له مخې به یې د روان کال تر سېپتمبر میاشت پورې د هغه هېواد ځواکونه له افغانستانه ووځي. ولسمشر غني ویلي، افغان دولت به د دغه … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: امریکا د هوکړې په ماتولو سره موږ ته د مقابلې لار خلاصه کړه

طالبانو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې امریکا د دوحې هوکړه تر پښو لاندې کړې ده. د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا د نورو تېروتنو ترڅنګ د ځواکونو د ایستلو مسئله هم په میاشتو ځنډنۍ کړې ده. خبرپاڼې زیاته کړې چې امریکا په دې سرغړونو سره نړۍ ته وښوده چې دوی د باور وړ نه دي. طالبانو دغه راز ټینګار … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل به د قدرت ستره خلا رامنځته کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبان به په افغانستان کې تر ډېره حده له شرایطو سره ځانونه عیار کړي. نوموړي له ډي ویلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طالبان اوس په دې پوه شوي چې افغانستان بدل شوی او هغوی هم باید بدلونونه ومني. نوموړي زیاته کړې چې طالبانو د پخوا په پرتله ډېر تغیر کړی دی ځانګړې توګه د ښځو د حقونو برخه کې یې پرمختګ کړی دی او … نور ولولئ
سپورټ

کريم صادق : د کريکټ بورډ د غوراوي کمېټه له لوبغاړو ډالر او موټرونه غواړي

د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي د کريکټ پر اوسني حالت تبصره کړې. کريم خان صادق پر خپلي فيسبوک پاڼي بابر اعظم او ويرات کوهلي ته په اشارې ليکلي چې د افغانستان کريکټ به هم اوس داسي توپوهونکي درلودلای خو د غوراوي کمېټه يې د مخته تګ مخه نيسي. هغه د کريکټ پر روان وضعيت او تېر نړيوال جام باندې هم تبصره کړې چې موږ يې دلته بيله ايډيټه وړاندې کوو. کريم خان صادق … نور ولولئ
نړۍ

اووه اسمانونه او ۷ ځمکې

لیکنه: جلیل احمد ارمان ملګرو د قرانکریم په صورت طلاق ایات نمبر ۱۲ کې الله(ج) فرمایلي دي: ترجمه: الله(ج) هغه ذات دی چې اووه اسمانونه يې پيدا کړل او د همغو په شان له ځمکې څخه هم د هغو په منځ کې  حکم نازلیږي. (دا د دې لپاره ویل کېږي چی تاسو پوهېږئ، چې الله پر هر څه قدرت لري، او دا چې د الله علم په هر شي چاپیر دی. له دې وروسته په … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: په ځنډ د سرتېرو ایستل د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده

روسیې هم د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر وروستۍ پرېکړه غبرګون ښودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د دوحې له هوکړې سره سم باید تر مې میاشتې امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي وی، خو دا چې امریکایي ځواکونه به په سپټمبر کې له افغانستان وځي د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده. روسي چارواکو ویلي امریکایي ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان … نور ولولئ