روانې سلامتي

ټېکنالوژي او کرکټ کې یې اغېزمنتیا

  د کرکټ له پیل تر اوسه، په کرکټ او نورو ورزشونو کې ډول ډول ټېکنالوژي کارول شوې ده، چې دې چارې په ورزش په ځانګړي ډول کرکټ کې ستر بدلون/ انقلاب راوستی دی. کله چې لومړیو کې ټېکنالوژي نه وه، نو کرکټ لوبه کې ډېر زیات جنګ او جګړه رامنځته کېدله او یا هم ناحقه پرېکړې کېدلې، چې لوبغاړی به اوټ نه و، اوټ به ورکول کېده او که به اوټ وو، نو بیا … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو نوی دریځ: د ترکيې په ناسته بیا غور کوو

طالبان وایي، قطر کې د سولې پر خبرو او ترکیه کې پر جوړېدونکي ناستو له سره غور کوي. طالب ویاند ذبیح مجاهد وايي٬ د قطر او ترکیې ناستې په تړاو يې مشران له سره غور کوي او دا به ورسته مالومه شي چې څه ډول پرېکړه کوي. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې په دې ټوله پروسه باندې له سره غور روان دی او وروسته به مالومه شي چې موږ څه ډول تصمیم نیسو. په … نور ولولئ
اقتصاد

د روژې میاشتې رارسېدو سره د افغان سوداګرو بې انصافي زیاته شوې

د افغانستان په بازارونو کې هر کال د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو سره د خوراکي توکو بیه څو برابره لوړیږي. افغانان هر کال د افغان سوداګرو له دې چارې شکایت لري. د هر کال په څېر سږ کال هم په بازارونو کې د خوراکي توکو بیه لوړه شوې او ډېری اخیستونکي یې د اخیستو توان نه لري. دا چې ولې د خوراکي توکو بیه د روژې په مبارکه میاشت کې لوړیږي او … نور ولولئ
افغانستان

لۀ هېواده د بهرنیو ځواکونو پر وتلو وېرې، اندېښنې؛ زموږ تدبیرونه باید څه وي؟

له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو وتل د افغانستان په معاصر او کړکیچن تاریخ کې د افغانستان د راتلوونکي په هکله یوه مهمه او سرنوشت ټاکونکې پېښه ده، له اوس نه یې د افغانستان د بېوزله ټولنې بېلابېل اړخونه او جوړښتونه له ګواښ سره مخ کړي دي، د افغانستان د سیاسي نظام بېلابېل اړخونه یې تر فشار لاندې راوستي او په ټول کې یې د افغانستان په سیاسي کشاله کې د ښکېلو اطرافو او د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

روژه او صدقه؛ یو هدف یې دا دی چې د بې وسه له حاله خبر شو

لومړی خو د روژې د نېکمرغې میاشتې مبارکي ټولو درنو او مومنو ملګرو ته وایم! روژه له ځان سره د محاسبې، پرهېزګارۍ، ثواب ګټلو، مغفرت، سخاوت او الله ته د نږدې کېدو میاشت ده. د نشه یانو لپاره د نشې پرېښودو طلایي موقع ده، د اروایي ډاډ او قلبي اطمینان د لاسته راوړلو میاشت ده، غوسه مو قابو کړئ، په ځانګړي توګه دغه میاشت کې له کورنۍ، ګاونډیانو، همکارانو او دوستانو سره په نرمي چلند … نور ولولئ
ژوند بڼه

عمرو بن العاص رض؛ د قریشو د قبیلې له خورا ځیرکو سیاستمدارانو و

حضرت عمرو بن العاص رض د حضرت محمد ص هممهالی او د قریشو د قبیلې له خورا سیاستمدارو او ځيرکو وګړو له ډلې څخه و. د مکې معظمې تر فتحې دمخه مسلمان نه و؛ خو کله چې د حبشې پاچا لیدو ته ورغی، د هغه تر اغېز لاندې راغی او مسلمان شو. عمرو بن العاص په مکه مکرمه کې په ۵۸۳ ز کې د نومبر پر ۱۴مه زېږېدلی او په ۶۶۴ز کې په مصر کې … نور ولولئ
افغانستان

څېړنه: افغان جګړې د ۱۴۱ زره خلکو ژوند اخیستی

د دوو امریکایي پوهنتونونو له لوري په یوه ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ۱۴۱ زره کسان وژل شوي دي. څیړنه کې ویل شوي چې تر ننه پورې دغه جګړه امریکا ته په ۲.۲۶ ټریلیونه ډالر تمامه شوې ده. دا پروژه چې د برون پوهنتون د واټسن انسټیټیوټ او د باسټن پوهنتون د پېرډي مرکز له خوا ترسره شوې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: په ټاکنو باور نه لرو، ګډون په کې نه کوو

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو برخلیک په بهر کې ټاکل شوی او ولس نور په دغه شان ټاکنو باور نه کوي. د هغه په وینا، افغانان په هغو پروسو کې نور ګډون نه کوي چې د شخصي او ګوندي ګټو د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي. نعیم زیاته کړې، هغه ټاکنې چې د ۳۵ میلیونه خلکو له ډلې یواځې ۸۰۰ … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: طالبان د خپلو ژمنو مسؤولیت لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن افغانستان او بلجیم ته خپل وروستی سفر ګټور بللی دی. نوموړي په څو ټویټ پیغامونو کې افغانستان او بلجیم ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی او زیاته کړې یې ده چې متحده ایالات او ناټو به له وتلو وروسته هم د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې چې دوی به د هر ډول ګواښ پر وړاندې بیدار اوسي. بلینکن دغه … نور ولولئ
نړۍ

روسيه: په مسکو کې د امريکا د سفارت ۱۰ کار کوونکي وباسو

روسيې ویلي د امریکا د بندیزونو په ځواب کې به دوی هم د امريکا لس تنه د سفارت کار کوونکي وباسي او د امریکا پرضد به نور ګامونه هم پورته کړي. د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف د سربيا د بهرنيو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې دغه اعلان کړی دی. هغه ويلي د امریکا د سفارت لسو کار کوونکو ته ویل شوي چې له دغه هېواده ووځي. سرګي لاوروف ویلي، … نور ولولئ