سپورټ

په هندۍ لوبډله کې تر ټولو ګرانبیه لوبغاړي څوک دي؟ دلته پرې خبر شئ؛

د هندوستان کرکټ بورډ د خپلو هغو لوبغاړو لیست خپور کړی، چې دوی ورسره د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې څخه بیا د ۲۰۲۱م کال تر سیپټمبر میاشتې پوري قرارداد لري او ترڅنګ یې هغه بیې هم خپرې کړې، چي یادو لوبغاړو ته له کاله ورکول کیږي. د هند کرکټ بورډ د ۲۸ لوبغاړو سره په بېلابیلو کټګوریو ( اې پلس، اې کټګوري، بي کټګوري او سي کټګوري) کي قراردادونه کړي، چي یادي کټګورۍ هره … نور ولولئ
کرونا

په نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شوو شمېر تر ۳ میلیونه واوښت

د جان هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس نوې څپې د چټکې پراختیا په حال کې دي چې له امله یې مړینه هم ډېره شوې ده. دغه پوهنتون ویلي چې د کرونا وبا له امله د مړو شوو شمېر تر درې میلیونه اوښتی دی. بلخوا هند بیا دمګړی د هغو هېوادونو په سر کې دی چې کرونا وبا پکې په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده. د … نور ولولئ
سپورټ

په IPL کې له حیدراباد لوبډلې سره د مجیب ځدران لومړۍ لوبه!

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ څوارلسم پړاو سیالۍ روانې دي، چي پرون شنبه یې په نهمه لوبه کې سنرایزر حیدراباد او ممبي لوبډلې سره ولوبېدې، چې سنرایزر حیدراباد لوبډلې د خرابې توپوهنې له امله په ۱۳ منډو ماته وخوړه او په روان لیګ کې یې دا درېیمه ماته وه.   د پرونۍ لوبې حال   لومړی توپوهنه ممبي لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ … نور ولولئ
افغانستان

جلال اباد: وسله والو په یوه برید کې اته لمونځ کوونکي وژلي

په جلال اباد ښار کې د شخصي شخړې له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي. د راپورونو له مخې وسله والو کسانو تېره شپه د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې په یوه جومات کې د تروایح لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو ډزې کړې چې له امله یې اته کسه وژل شوي دي. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له … نور ولولئ
خواړه

که وزن کمول غواړئ، په خپلو خوړو کې زیره وکاروئ

هر انسان غواړي چې ښایسته او ښکلی اندام ولري او د ښکلي اندام لرلو لپاره ډېره هڅه هم کوي. هغه خلک چې غواړي ښکلی اندام ولري هڅه کوي چې وزن کم کړي ځکه هغوی په دې پوهېږي چې کم وزن لرل له هغوی سره د ښکلي اندام په جوړلو کې مرسته کوي. کېدای شي تاسو هم د دغو خلکو له ډلې څخه واوسئ چې ښکلی اندام خوښوي او د ښکلي اندام د لرلو کولو لپاره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ژوند؛ د خفګان، درد او ویرې تجربه

ژباړه: نوید صهیب هېڅ یو ازاروونکی احساس او څیز د دې لپاره نه دی راغلی چې د تل لپاره پاتې شي، تیرېدونکی خفګان، د زړه پټ دردونه، وېره او کمزوري؛ د دې ټولو یوازینۍ دنده ستا جوړول دي. د یوې ښې او ښایسته راتلونکې لپاره قوت دربښي او داسې دې ورته تیاروي چې ترڅو یو نه ماتېدونکی ښایسته انسان درنه جوړ کړي!. ښایسته رزق یوازې مالي رزق نه دی، بلکې تر ټولو ښکلي یې ارامه … نور ولولئ
خوندیتوب

د روژې ګټې: له قلبي او دماغي سکتې مخنیوی کوي

ليکنه او راټولونه الله تعالی د روژې فریضه د دې لپاره رالېږلې ده چې مسلمانان د الله تعالی امر ومني او پرهېزګاره شي. الله تعالی فرمایي: ای مومنانو! په تاسو باندې روژه فرض کړل شوې ده لکه څرنګه چې ستاسو څخه په مخکینیو امتونو فرض کړل شوې وه، د دې لپاره چې تاسې پرهېزګاره شئ. د روژې ګټې ډېرې زیاتې دي، چې یو له هغه څخه پرهېزګاري ده، یا د انسان خواهشات کنټرولوي، او له … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

په ماشومانو کې ژبه بندېدل/ لکنت څه ډول ناروغي ده؟ د حللارو په اړه يې په لیکنه کې ولولئ

مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل ښایي داسې ماشومان مو لیدلي وي چې د ځینو کلمو سېلابونه تکراروي، د خبرو ترمنځ دمه کوي او یا یې د خبرو پرمهال پر صوتي غړو فشار راځي او خبرې یې ستونزو سره مخ کيږي، دا کړاو ډېرځله د ژبې پر پوره بندېدو هم پایيږي، یاده ستونزه یوه اروایي_بدني ستونزه ده چې د ژبې بندېدو یا لکنت په نوم یادیږي، په ټولنه کې د دې ستونزې لپاره بېلابېلې سنتي … نور ولولئ
سپورټ

هند د پاکستان لوبغاړو ته اجازه ورکړه، چې دې هېواد ته سفر وکړي

  دا چې نړیوال شل اوریز جام نږدې شپږ میاشتې وروسته په هند کې ترسره کېږي، نو هندوستان اعلان کړی، چې د پاکستان لوبغاړو ته یې د ویزې حق ورکړی او کولای شي، چې هند ته سفر وکړي. د هند د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې د هند حکومت ورسره موافقه کړې، چې د پاکستان لوبغاړو ته ویزې ورکوي او هند ته د نړیوال جام د ترسراوي په موخه ورتګ کې مشکل نشته. د … نور ولولئ
سپورټ

پاکستانۍ لوبډله یو ځل بیا لومړي مقام ته رسېدونکې ده

  د پاکستان کرکټ لوبډله چې اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې پنځم مقام کې ده، نو له افریقا څخه د څلورو شل اوریزو لوبو لړۍ ګټلو سره د نوې درجه بندۍ په کېدو سره تر درېیم مقام راتلای شي. همدارنګه نوموړې لوبډله درې وروسته له زِمبابوې سره شل اوریزې لوبې لري، چې له زِمبابوې څخه کولای شي په اسانۍ سره سیریز وګټي او له دې سره به د پاکستان نومرې لوړې شي، چې انګلستان، … نور ولولئ