افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د روژې ۱۲ ورځو کې ۶۵۰ ملکیانو او نظامیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان حکومت وایي وسله والو طالبانو د روژې له پيل سره هممهاله تاوتریخوالی ډېر کړی دی. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د روژې په دې دوولسو ورځو کې نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې ډېر شوی دی. حمید روشن زیاته کړې، چې په دې ۱۲ ورځو کې تر ۱۵۰ نظامي او ملکي وګړي وژل شوي او تر ۵۰۰ … نور ولولئ
ژوند بڼه

نوې څېړنه: په ناخوښۍ واده کول د نارينه په پرتله ډېری ښځې د زړه په ناروغیو اخته کوي

څيړنو ښودلې ده، چې که ښځې په خپله خوښه واده ونه کړي ، نو د نارینه وو په پرتله به تر ډېره پورې د زړه له ناروغیو سره مخ شي. په دغه څيړنه کې، چې په امریکا کې ترسره شوې دا هم ویل شوي، چې د ښځې او میړه ترمنځ به هره ورځ په عادي مسلو لفظي برخورد راځي او دا په نارینه او ښځینه دواړو کې د روحي تکلیفونو باعث ګرځي. دغه راز ویل … نور ولولئ
افغانستان

محب: طالبان لاسپوڅي دي او د پاکستان ډول ته څرخېږي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدای. نوموړي نن په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته په خبرو کې د ترکیې کنفرانس ته په اشارې ویلي چې طالبان سولې ته اراده نه لري او نه غواړي افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي، ځکه خو په بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي او له افغان … نور ولولئ
افغانستان

امریکایي چارواکي: له افغانستان د تجهیزاتو ایستلو لپاره په چټکۍ کار روان دی

ملټري ټایمز ورځپاڼه وایي چې امریکا د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره د تیاري په لړ کې له دغه هېواد څخه د تجهیزاتو پر ایستلو ګړندی کار پیل کړی دی. ورځپاڼې زیاته کړې، چې پوځ نه یوازې د خپلو وسلو او وسایلو په ایستلو د مې تر لومړۍ وړاندې کار پیل کړی دی بلکې له سیمه ییزو قراردادیانو سره یې هم قراردادونه ډېر کړي دي څو د تجهیزاتو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي. تر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ماشومانو شوخي د ماشومتوب ګډوډیو سره څه اړیکه لري؟

ښار ته روانه وم په کاسټر موټر کې مې یوې مور ته پام شو چې له خپل بچي سره ډېره په عذاب وه، زوی یې هېڅ پۀ کنټرول کې نۀ وو کله به د چوکۍ سر ته وخوت کله به یې مور لۀ وېښتو راونیوله او کله به یې آن وهلو ته مخه کړه، هېڅ څۀ ته یې پام نۀ کاوۀ د مور پۀ خبره به یې داسې ځان ناګاره کړ چې تا به ویل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

حضرت انس بن مالک رض؛ درې لقبونه یې

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له ځانګړو خادمانو او صحابه‌وو څخه و. حضرت انس بن مالک رضی الله تعالی عنه له ماشومتوبه د حضرت محمد ص خدمت پیل کړ. په ډېریو غزاګانو کې یې له هغه جناب ص ګډون کړی و. حضرت انس رض په هغه وخت کې د لوستو کسانو له ډلې څخه شمېرل کېده؛ خکه لوستل او لیکل یې زده و. د همدې ځانګړنې د درلودو له امله یې د خلفای … نور ولولئ
سپورټ

تر ۱۷ لوبو وروسته په IPL لیګ کې زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړي

د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د اتو لوبډلو ترمنځ د روانې اپرېل میاشتې په نهمه نېټه پيل شو، چې تر دې دمه یې ۱۷ سیالۍ ترسره شوې دي. موږ په دې لیکنه کې هغه لس مخکښ لوبغاړي درپېژنو، چې تر دې دمه پوري یې زیاتې منډې جوړې کړې دي.   په IPL لیګ کې تر دې دمه لس زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړي   ۱ـ شکر داوان، ډهلي کپیټلز لوبډله، ۴ لوبې یې … نور ولولئ
سپورټ

تر ۱۷ لوبو وروسته په IPL لیګ کې د لوبډلو جدول

د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د اتو لوبډلو ترمنځ د روانې اپرېل میاشتې په نهمه نېټه پيل شو، چې تر دې دمه یې ۱۷ سیالۍ ترسره شوې دي. موږ په دې لیکنه کې د لوبډلو ترمنځ نمريي جدول درښیو.   په IPL لیګ کې د لوبډلو جدول   ۱ـ رویال چلینجرز بنګلور لوبډله، ۴ لوبې یې کړې دي، چي ۴ واړه یې ګټلې دي، اوس ۸ نمرې لري. ۲ـ چینای سوپر کینګز … نور ولولئ
سپورټ

نه هېرېدونکی لوبغاړی ۴۸ کلن شو؛ موږ یې ژوند او لوبو ته کتنه کړې

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې نه هېرېدونکی کرکیټر سچن ټنډولکر نن د شنبې په ورځ، چې د اپرېل میاشتې ۲۴مه نېټه ده ۴۸ کلن شو. ټنډولکر د ۱۹۷۳م د اپرېل میاشتې په ۲۴مه نېټه د هندوستان په ممبي ښار کي زېږېدلی. سچن ټنډولکر د ۲۰۱۲م کال د مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه خپله وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړه او له هغه وروسته ئې د یو ورځنیو لوبو سره مخه … نور ولولئ
افغانستان

ترکیه کې درې اړخیزه غونډه: طالبان دې بېرته د مذاکراتو مېز ته راوګرځي

پاکستان، ترکیې او افغانستان له طالبانو غوښتي چې د مذاکراتو مېز ته راوګرځي. د یادو درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر یوې درې اړخیزې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او طالبانو ته په کار ده چې مذاکراتو ته ادامه ورکړي. د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، دوی هڅه کوي طالبان اوربند او تلپاتې سولې ته وهڅوي، … نور ولولئ