خواړه

که چېرې پروټين په بدن کې کم شي نو څه به پېښ شي؟ سرچینې او ګټې یې دا دي!

د پروټین کلمه د یوناني کلمې له پروټیوس څخه اخیستل شوې ده، چې د اساس او لومړني په مانا ده. د انسان د بدن وزن کې د ۱۸ څخه تر ۲۰ سلنو پورې پروټین دي. په پروټینو کې شته نیوټرینټ زموږ بدن ته ځواک ورکوي. د روغتیایي کارپوهانو پر وینا داسې ویل کېږي، چې پروټین د انسان روغتیا لپاره ډېر اړین وي، او باید په ورځیني ډول د خوړو په لېست کې مو پروټين لرونکي … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: مخکې مو درک کړې وه چې افغان جګړه کې بریالي کېدای نه شو

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر وايي چې امریکا له څو کلونو راهیسې دې پایلې ته رسېدلې وه چې د افغانستان جګړه یو بندښت ته رسېدلې ده او امریکا به په دغې جګړه کې بریالۍ نه شي. راس ویلسن له طلوع نیوز سره په مرکه کې له سیاسي حل لارو د افغانستان ستونزې ته رسېدنه غوره غوراوی ګڼلی. نوموړي ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت ته نه یوازې افغانان بلکې … نور ولولئ
سیاست

سریلانکا: کابینې په حجاب بندیز تصویب کړ

د بهرنیو رسنیو په حواله، د سریلانکا حکومت ملي امنیت د بورقې یا حجاب د منع کولو په اړه ګام پورته کړ او کابینې د مسلمانو مېرمنو حجاب په ګډون، د بورقې د بندولو وړاندیز تصویب کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، د سریلانکا کابینې دغه وړاندیز منظور کړ، سره له دې چې ملګرو ملتونو دا د نړیوال قانون نقض وباله. د سریلانکا د عامه امنیت وزیر په بورقه یا حجاب کولو د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه خپله اړیکه مینه‌ناکه او جذابه کړو؟

نن سبا اړیکې په یوې ډېرې مهمې او جدي مسئلې اوښتي. آن په پوهنتونونو کې د ارتباطاتو څانګې منځته راغلي لکه نړیوالې اړیکې چې ډېری کسان یې مینه وال دي او غواړي همدې برخه کې لوړې زده کړې وکړي. په ۲۱مه پېړۍ کې له لویو مهارتونو څخه یو یې د اړیکو مهارت دي، یاني که انسان ښې او روغې اړیکې ولري نو ژوند به یې خوښ او خوشاله وي، ځکه هرکله چې موږ پر مثبتو … نور ولولئ
سیاست

محمد بن سلمان: سعودي د ایران سره ښې اړیکې غواړي

د سعودي ولیعهد شهزاده “محمد بن سلمان” ویلي دي، چې سعودي عربستان له ایران سره ښې اړیکې غواړي او نه غواړي ایران په ستونزمن حالت کې وګوري. د سعودي تلویزیوني چینل سره په مرکه کې، محمد بن سلمان وویل، چې د سعودي عربستان او ایران ګټې له یو بل سره تړلي دي، ایران ګاونډی هېواد دی، موږ په ایران کې پرمختګ او سوکالي غواړو، موږ غواړو چې، سعودي عربستان له ایران سره ګډ کار وکړي. … نور ولولئ
افغانستان

جو بایډن: نور له افغانستان ځو، زموږ ماموریت بریالی و

د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې خپلو موخو ته رسېدلي دي او اوس ددې وخت دی چې له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي. جو بایډن د امریکا د کانګریس دواړو مجلسونو ته له ولسمشر کېدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې د ګڼو نړیوالو او ملي مسایلو تر څنګ د افغانستان مسئلې ته هم اشاره کړې ده. نوموړي وویل چې د امریکا ستره موخه په افغانستان کې د … نور ولولئ
سینما او موسیقي

کنګنا: څوک چې له ۲ ډیر بچي وزیږوي، زندان ته دې واچول شي

د بالیووډ نړۍ مشهورې اداکارې کنګنا رناوت په هند کې د نفوس د کنټرول لپاره یو ډېره په زړه پورې او خورا عجیبه غوښتنه کړې، چې د ډېرو خلکو غبرګونونه یې راوپارول، او د خبرونو سر ټکی وګرځېد. نوموړې ویلي دي، چې په دې هیواد کې دې هر هغه کورنۍ چې دریم ماشوم زېږوي باید والدینو ته یې سزا ورکړل شي. ګنګا په ټولنیزو رسنیو کې د خپل هیواد پر اوسنيو حالاتو یو پوست کړی، … نور ولولئ
سپورټ

نجیب ځدران: د پاکستان سوپرلیګ کې پر اخیستل کېدو ډېر خوښ یم

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستي تکړه توپوهونکي نجیب الله ځدران په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ډېر خوښ دی، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې واخیستل شو. نجیب الله ځدران پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، چې ددې لیګ پېلېدو او د کراچي کینګز لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه ډېر بې صبرانه دی.   Absolutely super excited to be a part of the champion team of @thePSLt20 @KarachiKingsARY can’t wait … نور ولولئ
ژوند بڼه

که دغه چارو ته پام وکړو، په زړښت کې به د پښېمانۍ احساس ونه کړو

ژباړه داسې ډېر موضوعات شته چې په ځوانۍ کې یې نه ترسره کوو، خو په بوډاټوب کې بیا وایو چې کاش ما دا کار ترسره کړئ وای؛ خو هغه وخت افسوس او پښېماني هېڅ ګټه نه لري. ـ هغه وخت چې مې سفر کولای شوای، ولې مې ونه کړ. ـ ولې دمې وهمه ژبه زده نه کړه. ـ کومې اړیکې چې له منځه تللي او ختم شوي، په هغه باندې مې ولې خپل وخت ضایع … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو د عبدالله په شمول ځینو افغان سیاسي څیرو ته لیکونه لېږلي

طالبانو ځینو افغان سیاسي څېرو ته د مستقیمو مذاکراتو په موخه لیکونه استولي دي. رسنیو ته باوري سرچینو ویلي، چې طالبانو غوښتي په انفرادي توګه له ځینو سیاسي څېرو سره لیده کاته ولري چې له همدې امله یې دوی ته لیکونه استولي او له دوی یې د مذاکراتو غوښتنه کړې ده. په دې ډله کې یو هم د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دی چې د طالبانو لیک ورته رسېدلی دی. د … نور ولولئ