روانې سلامتي

د زړه د سکتې ځینې نښې

ډېری خلک ګمان کوي چې د زړه د سکتې تر ټولو څرګنده نښه د سينې په کپس کې د درد احساس دي. دا سمه ده چې د سينې په کپس کې د دردونو را پيدا کېدل د زړه ناروغيو او سکتې يوه نښه ده خو ځینې نورې نښې هم شته چې په رابرسېره کېدو یې پوهېدلای شو چې د زړه ناروغي لرو او کېدای شي د زړه له سکتې سره مخ شو. په نننۍ لیکنه … نور ولولئ
سپورټ

ښایي نړیوال شل اوریز جام د هند پرځای دوبۍ کې ترسره شي

  د هندوستان کرکټ بورډ وایي، که په هندوستان کې د راتلونکې اکټوبرمیاشت پورې د کورونا وایروس همداسې زور کې وي، نو نړیوال شل اوریزجام به عربي متحده اماراتو ته انتقالوي. خو د دغه جام ډایرېکټر دیراج ملهوترا لا هم په دې ډاډه دی، چې هندوستان به د ۱۶ لوبډلو کوربتوب کوي. د اپرېل په میاشت کې په هندوستان کې د کورونا وایروس خورا شدید شوی او حالات یې کړکېچن کړي دي. شل اوریز نړیوال … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: طالبان د افغانانو په وژلو سره د ملت او خدای پر وړاندې مسوول دي

ولسمشر غني وایي طالبان د افغانانو پر وړاندې د نامشروع جګړې په ادامې سره د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع کوي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني په لوګر کې د تېر ماښام برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل بللی دی. نوموړي ویلي چې دا کار د طالبانو دی او په خبره یې دغه ډلې د افغانانو پر … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

څنګه په ټولنه کې مثبت افکار دودولای شو؟

  زموږ ټولنه اوږده ناورین زپلې او تر ډېره یې مثبت افکار له خلکو اخیستې او په  یوه منفي فکره ټولنه یې بدله کړې  چې د هرې موضوع او هرې خبرې په اړه خلک منفي فکر کوي. بلکې دا منفي فکر کول بېخي زموږ د خلکو عادت او یا دود ګرځېدلی، ځکه د هرې خبرې او هرې موضوع په اړه منفي فکر کوي او هر څه ورته منفي ښکاري. زموږ په ټولنه کې تر ډېره … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان په افغانستان کې کوم ډول نظام غواړي؟

د افغانستان د تیرې څلويښت کلنې جګړې، ناخوالو او د افغانانو د قتل تر ټولو ستر او اساسي مسوول او عامل (پاکستان) په دومره یوه اوږده موده کې تر اوسه هیڅ داسې ګام نه دی پورته کړی چې لږ تر لږه ترې افغان انسان ته یوه ذره خیر ورسیږي. ان خیر څه چې ایله یې د نړۍ زبرځواکونو ته لار ورکړې چې پر افغانستان برید وکړي، دا وطن لاندې کړي او هر څه دړې وړې … نور ولولئ
خوندیتوب

ريناوډ سيندروم ناروغي؛ نښې او مخنیوی!

ریناوډ سینډروم یو داسې ناروغۍ ده، چې د لاسونو او پښو رګونه وچېږي، او د همدې امله رنګ یې سپین اوړي. ریناوډ سیندروم د وینې یو اختلال دی، چې د لاسونو او پښو یخ کېدلو له وجې د لاسونو او پښو واړه شریانونه له منځه ځي. د ریناوډ سینډروم ناروغۍ لاملونه: ۱ـ ډېره یخه هوا کې د لاسونو او پښو لوڅ پرېښودل. ۲ـ د زړه ریوي ناروغي. ۳ـ د هغو دخانیاتو استعمال چې په وینه … نور ولولئ
روانې سلامتي

ډېوېډ وارنر؛ په آی‌پي‌اېل کې پنځمه ماتې زما له امله وه

  د حیدراباد لوبډلې لوبډلمشر ډېوېډ وارنر وایي دا چې آی‌پي‌اېل کې زما لوبډلې پنځمه ماته وخوړه او د چینای پر وړاندې یې لوبډله ناکامه شوه، علت خپل همدی و. د اسټرالیا د کرکټ بورډ رسمي وېب پاڼې د ډېوېډ وارنر له قوله لیکلي، چې ګواکې وارنر د حیدراباد لوبډلې په شپږمه لوبه کې د چینای سوپرکېنګز پر وړاندې لوبه کې د ذمه وارۍ د اخیستلو سربېره سلو یا څوکه لوبه وکړه او همدا علت … نور ولولئ
سپورټ

د آی‌پي‌اېل په تاریخ کې سوپر اورونه او ګټونکې لوبډلې

  له ۲۰۰۸ څخه تر دې دمه په آی‌پي‌اېل کې ۱۴ ځلې لوبډلې په سوپر اوور کې مخ شوي دي. لومړی ځل سوپر اوور په ۲۰۰۹ کې د کلکته نایټ رایډرز او راجستان رایلز ترمنځ ترسره شو. په دې اوور کې راجستان، کلکتې ته ماته ورکړه او لوبه یې وګټله، دا لوبه د افریقا په کېپټاون ښارکې ترسره شوې وه. ۲۰۱۰ کې د کېنګز ایلیون پنجاب او د چینای سوپرکېنګز ترمنځ سوپر اوور د هند … نور ولولئ
سپورټ

په آی‌پي‌اېل کې ممبيي او ډیلي لوبې وګټلې

د هندوستان سوداګریزو لوبو په دوام د پنجشنبې په ورځ دوه لوبې ترسره شوې، په ۲۴مه لوبه کې ممبيي لوبډلې راجستان ته په اووه وېکټو ماته ورکړه او په ۲۵مه لوبه کې ډیلي بیا کلکتې ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه. د راجستان لوبډلې په شل اورونوکې د ۴ وېکټو په نقصان سره د جاس بټلر د ۴۱ منډو، د یشواسي جېسوال د ۳۲ منډو، سنجو سمسن د ۴۲ منډو او د شېوم ډوبی د … نور ولولئ