افغانستان

ولې په افغانستان کې اوربند نه کیږي؟

د اوربند درک نه شته او د افغانستان د خونړۍ جګړې وینه بهوونکی بهیر لا هم روان دی، تازه یې پرون لوګریان په پریمانه وینو کې ولمبول. برید پر هغه ودانۍ شوی چې ویل شوي چې د لرې پرتې ازرې ولسوالۍ له غرونو راغلو ځوانانو د علم ډیوې لاسونو کې نیولې وې او غوښتل یې چې د کانکور د امتحان پر ورکړې سره دا ډیوې دومره چټکې کړي چې رڼا یې تر وطن کونج کونج … نور ولولئ
روانې سلامتي

محب: د طالبانو لیکو کې داسې کسان شته چې روانه جګړه ناروا بولي او له جګړې لاس په سر شوي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، چې د طالبانو په لیکو کې داسې کسان هم شته چې روانه جګړه نا روا بولي او له جګړې لاس په سر شوي دي. محب چې نن یې په کابل کې یوې ګډې امنیتي غونډې ته خبرې کولې د حکومت د سقوط په اړه اوازو ته په اشارې وویل چې افغان حکومت به هیڅکله سقوط ونه کړي ځکه چې افغان ځواکونه د هر ډول ګواښ د دفع کولو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د مبایل بټرۍ چارج کولو سالمه طریقه؛ دا ۵ ټکي پام کې ولرئ

ځيرک مبایلو چې ډېری اوس انسان دوهم مغز په نامه پېژندل کېږي او موږ خپل ټول مالومات د دوی په حافظه کې ځای په ځای کوو، چې د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخلو. موږ ټول مخکې له ویده کېدو خپل ځيرک ټلیفون چارج ته ږدو، همدا لامل دی چې د شپې له طرفه د مبایل چارج کول خطرناک او د نه ترسره کول کار دی. هغه له چارجر سره نښلوئ او انتظار باسئ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ایا خور یا اوخښی ته زکات ورکول کیدای شي؟

پوښتنه: زما خور واده شوې، او اوخښی مې هم بې روزګاره دی، د ډېرو هڅو سربیره هم دنده نشي ترلاسه کولی، زه وخت نیم وخت د خپلې وسي مطابق له دوی سره مرسته کوم؛ خو ایا دوی ته د زکات پیسې ورکول کیدی شي؟ ځواب: که چیرته اوخښی او خور اړمن وي، نو دوی ته زکات ورکول کیدی شي. که خپلوان او عزیزان مو ډېر مستحق وي، نو نورو ته د زکات ورکولو پرځای دوی … نور ولولئ
سپورټ

د روهیت شرما د زوکړي ورځ او هندیانو ته یې ځانګړی پيغام

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو توپوهونکی روهیت شرما پرون د اپرېل میاشتې په ۳۰مه نېټه ۳۴ کلن شو، چې د ۱۹۸۷م کال د اپرېل میاشتې په ۳۰مه نېټه د هند په ممبي ښار کې زېږېدلی دی او پرون یې د خپلې زوکړې په ورځ یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د خلګو څخه یې د منني ترڅنګ یو ځانګړی پیغام خپور کړی. روهیت شرما پر خپلې رسمي ټویټر پاڼې یوه ویډیو خپره کړې، … نور ولولئ
افغانستان

منظور پښتین: د افغانانو د ښه ژوند لپاره مبارزې ته دوام ورکوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په لوګر ولایت کې پر پرونۍ موټر بم چاودنې خواشیني څرګنده کړې او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې غوښتنه کړې ده چې د وینې بهولو پر ځای دې د سولې لپاره سره راټول شي او جګړه ځپلي افغانان دې له روانو ناخوالو څخه وژغوري. پښتین زیاته کړې چې افغان ولس له څو لسیزو راهیسي د جګړو له امله د ګڼو بدبختیو شاهد دی او د سولې ارمانجن … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان ته د نویو توغندیو راوړل؛ څو یادونې او پوښتنې

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن موده مخکې په رسمي توګه له افغانستان څخه د مکمل وتلو پرېکړه اعلان کړه او ١١ د سپټمبر د ٢٠٢١ نيټه يې د امريکا د سرتيرو د وتلو وروستی نيټه وښوده. د امريکا دغه پرېکړه په افغانستان کې د جګړې دواړو غاړو کې ځينې غبرګونونه راوپارول. د طالبانو استازو په قطر کې دغه پرېکړې سره مخالفت څرګند کړ او ويې ويل، چې د قطر د تړون مطابق ټول نړيوال … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو دا تير يو کال د امريکاىې هډو ساتنه کوله

د تير کال ۲۰۲۰ په فبروري مياشت کې د طالبانو او امريکا ترمنځ له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو تړون لاسليک شو، د دغه تړون له مخې بايد په لسو ورځو کې دواړه لوريو ۶۰۰۰ بنديان ازاد کړی وای او له ځنډ پرته بين الافغاني مذاکرات پيل کړي وای. خو له بده بخته، چې دا ژمنې تر نن هم په سمه توګه ترسره نه شوې او تل د ځنډ او خنډ سره … نور ولولئ
سپورټ

پنجاب کېنګز د آی‌پي‌اېل ۲۶مه لوبه وګټله

  د پنجاب کېنګز او رایلز چلېنجرز بنګلور ترمنځ د آی‌پي‌اېل ۲۶ مه لوبه په احمد اباد ښار کې ترسره شوه. پنجاب په شل اورونو کې د ۵ ویکټو په نقصان سره د کی اېل راهول د ۹۱ ناسوځېدلو منډو او د کرېس ګېل د ۴۶ منډو په مرسته ۱۷۹ منډې وکړې او بنګلور ته یې ۱۸۰ منډې هدف ورکړ. د بنګلور لپاره کایل جمېسن دوه وېکټې ترلاسه کړې. د بنګلور لوبډله په چېسېنګ یا … نور ولولئ
خواړه

هغه ۵ ډوله خواړه چې په روژه کې لوږه نوره هم زیاتوي!

داسې خوراکي توکي او مشروبات شته، چې له استعمال وروسته یې د دې پرځای چې لوږه مو له منځه ولاړه شي، لا مو هم اشتها خلاصوي او د لوږې احساس کوو. د الرجل د مجلې د لیکنې له مخې داسې ویل کېږي، چې ورېژې، اوربشې، یوناني مستې او د ممپلیو غوړي مو په روژه کې لوږه ډېروي، او له اړتیا څخه دوه برابره خوراک ته مو لمسوي. دې کارپوهانو یو بشپړ نوملړ چمتو کړی، او … نور ولولئ