پوهنه

بي بي خدیجه رضی الله تعالی عنها؛لومړنۍ مېرمن چې اسلام یې قبول کړ

ژباړه د پلار نوم خُویلد بن اسد او د مور نوم یې فاطمه و. بي‌بي خدیجه له لېږد/ هجرت څخه 68 کاله دمخه یې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې. دا څلوېښت کلنه او مبارک پیغمبر ص مو پنځه ویشت کلن و چې واده یې سره وکړ. بي‌بي خدیجه د نسب له مخې حضرت محمد ص ته، تر نورو مېرمنو یې ورنږدې وه. بي‌بي خدیجې د روژې میاشت کې، د بعثت پر لسم کال د حق … نور ولولئ
ټیکنالوژي

په نوې ټيکنالوجۍ او عصري کامرو د حجر اسود نوي روښانه عکسونه

د سعودي عربستان د حرمينو ادارې په نوې ټيکنالوجۍ او عصري کامرو په حرمین مسجد کې دننه د حجر اسود او مقام ابراهيم نوي لوی او روښانه عکسونه خپاره کړي دي. دا انځورونه په مکه مکرمه کې د انجینرۍ څیړنې یا مطالعې ریاست لخوا اخیستل شوي دي، چې د زرو څخه ډېر انځورونه یې د نړۍ ټولو مسلمانانو د لومړي ځل لپاره ولیدل. د حرمينو شريفنيو مسولينو ويلي، چې د دې فوکس سټیک( soft focus … نور ولولئ
سپورټ

د پنجاب لوبډلمشر کی اېل راهول ولې ‌آی‌پي‌اېل پرېښود

  تر دې دمه د آی‌پي‌اېل ۲۹ لوبې شوي دي، دېرشمه لوبه د دوشنبې په ورځ د کلکتې او بنګلور ترمنځ  ترسره نشوه او نن هم د حیدراباد او ممبيي ترمنځ لوبه ترسره کېږي. لوکېش راهول چې د پنجاب لوبډلمشر لوبډلمشر دی، د آی پي اېل په ۲۹ مه لوبه کې د ډیلي خلاف نه و. د هغه پر ځای میانک اګروال لوبډلمشري وکړه، چې ۹۹ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې او ډیلي ته یې … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: د طالبانو بریدونه بیځایه دي، زموږ د وتلو پر بهیر اغېز نه شي کولی

پنټاګون کندهار کې د امریکایي ځواکونو پر اډه د طالبانو توغندویي بریدونه غندلي دي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي دغه بریدونه چې د تېرې اوونۍ په لومړیو کې د دوی پر اډه د طالبانو له لوري تر سره شول په هیڅ ډول د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر نه اغېزمنوي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه ډول واړه بریدونه بې اغېزې دي او د دوی د وتلو پر څرنګوالي هیڅ تاثیر نه … نور ولولئ
سپورټ

ای پي ايل ليګ تر نامالومي مودې وځنډېدی

د هندوستان کريکټ پريمر ليګ د کرونا ويروس له کبله تر نا مالومي مودې وځنډېدی. ورسته له هغې چې پرون د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې د څلورو لوبغاړو د کرونا وېروس ټيسټ مثبته پايله ورکړه ، د بنګلور سره يې لوبه بل تاريخ ته وځنډېدله. په همدې ورځ د چينای سوپر کينګز لوبډلې د ځينو لوبغاړو او اداري هيئت غړو د کرونا وېروس د اخته کېدو خبر ورکړل سو، د هندوستان د کريکټ د کنټرول … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: د بهرنیو ځواکونو وتلو ته مو خپله زمینه برابره کړه

ولسمشر غني وایي، چې افغان حکومت تل د سولې غوښتنه کړې ده او د تل په څېر به په دې برخه کې خپلو هڅو او قربانیو ته دوام ورکړي. نوموړي چې نن یې په ارګ کې د سل ورځې او سل زېري په نوم یو پروګرام ته خبرې کولې یو ځل بیا وویل چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي. هغه زیاته کړه چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد:نړیوال به هیڅکله اجازه ورنکړي، چې طالبان د زور له لارې واک ترلاسه کړي

امریکا وایي سیمه او نړۍ اجازه نه ورکوي چې طالبان د زور له لارې ځان واک ته ورسوي. په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر له افغان چارواکو سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي. په اعلامیه کې راځي چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی دی او ټینګار یې … نور ولولئ
سپورټ

نړیواله درجه بندي؛ افغان لوبډلې ته د پرمختګ لپاره درې نمرې ورکړل شوې

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي تازه په یو ورځنیو لوبو د کرکټ نړیواله درجه بندي خپره کړه، چي پکې انګلستان له لومړي ځای څخه څلورم ځای ته کښته شوی او لومړی ځای نیوزیلینډ لوبډلې خپل کړی. نیوزیلینډ مخکې په درېیم ځای کې شتون درلود، خو اوس لومړي ځای ته پور ته شو. هندۍ لوبډله بیا مخکې په دویم ځای کې وه، خو اوس د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یو ورځنیو … نور ولولئ
افغانستان

غني خلیلزاد ته: سولې بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل. سرچینه وايي، په دغه کتنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه جمهوررئیس ته د خپلو فعالیتونو په هکله راپور ورکړ. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې؛ جمهوررئیس غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر … نور ولولئ
افغانستان

ایران: د افغانستان وضعیت ته ډېر اندېښمن یو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او وروستیو تحولاتو په اړه ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دي. د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده زیاته کړې چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري. هغه څرګنده کړې چې ایران له سیمه ییزو هېوادونو سره د افغانستان په اړه د خبرو اترو په حال کې دي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې … نور ولولئ