افغانستان

تخار: مېرمنې بن قبوله نکړه، خپل ځان او اولادونه یې ووژل

تخار کې یوې مور خپل ځان او درې اولادونه سیند ته غورځولي. تېره ورځ د تخار په فرخار ولسوالي کې یوې مور خپل کور سوځولی او وروسته یې خپل ځان له دریو اولادونو سره یو ځای په سیند وړی دی. ځایي اوسېدونکي د پېښې لامل د یادې کورنۍ غربت او بې وزلي یادوي. په ورته وخت کې د تخار پولیس هم پېښه تاییدوي؛ خو د لامل په اړه یې د پلټنو خبره کوي. بل لور … نور ولولئ
ژوند بڼه

مورې! موږ ولې وژنې؟

لیکنه: عزیزالله عزیز د جهالت د دوره د هغه صحابي کیسه اوس هم د انسانانو زوړونه ریبي ، چې یو کس خپله ګلالۍ لورکۍ ژوندۍ پر ځمکه کې ښخه وي … دا دی څو پیړۍ وروسته د هیواد د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د جهالت ، غربت او په ټوله کې د بدمرغه جنګ له کبله یوه مورکۍ دومره رامجبوره کیږي ، چې د خپل زړه ټوټې ! هغه بچیان ، چې ډیرې … نور ولولئ
افغانستان

غني: که ډاډه شم رښتینې سوله راځي، تیار یم چې واک د سولې لنډمهاله حکومت ته پريږدم

ولسمشر غني وايي که ډاډه شي چې هېواد ته سوله راځي نو تیار دی چې له واک ګوښه شي او د نوي حکومت راتګ ته لار هواره کړي. ولسمشر غني نن د امریکا معتبرې نشریې فارین پالیسي ته په یوه تازه لیکلې مقاله کې د افغانستان د سولې پر روان بهیر او راتلونکې خبرې کړې دي. غني ویلي، چې طالبان په افغانستان کې سولې ته رسېدل نه بلکې واک ته رسېدل غواړي له همدې امله … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني راتلونکو څو اونیو کې پاکستان سره د جدي مذکراتو د پیلیدو خبر ورکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه د افغان ښځو شبکې غړو سره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د نوي فصل، سولې او په دې پروسه کې د ښځو غوښتنو او حقونو ته د رسیدګي په اړه خبرې وکړې. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په پیل کې د هیواد لومړۍ مېرمن په سولې پروسه کې د ښځو د غوښتنو د انسجام په اړه معلومات ورکړل وې ویل، نن افغان ښځې خپل غږ لري او هېڅوک یې … نور ولولئ
پوهنه

عمار بن یاسر رح؛ د خپلې پوهې سره فتنې ژر پېژندلې

ژباړه عمار (رض) د یاسر او بي‌بي سمیې زوی و. هغه مهال چې حضرت محمد (ص) دعوت پیل کړ، مور او پلار یې مسلمانان شول. عمار هم د حضرت محمد (ص) نږدې ملګری و. یاسر او بي‌بي سمیه د ابوجهل له لوري تر خورا ډېرې ځورونې وروسته، شهیدان شول. عمار بن یاسر چې کله د مور دا بد حالت لیده ورته ځورېده، هماغه و چې حضرت محمد (ص) لومړی د صبر توصیه ورته وکړه او … نور ولولئ
سپورټ

د لوبډلو مالکان: د پاکستان سوپرلیګ پاتې لوبې دي اماراتو کې وشي

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ«PSL» چې د روان ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شوي وې تر ۱۴ لوبو کولو وروسته کورونا ویروس له امله وځنډېدې. ددې لیګ ځنډېدلې لوبې به د جون میاشتې په لومړۍ نېټه پيل شي او تر شلمي نېټې پوري به دوام وکړي، چې ددې لیګ د اُصولو سره سم لوبډلې او لوبغاړي بیا مکلفې دي، چې د مې میاشتې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د دغو کړنو له امله د ګناه احساس مه کوئ!

  د هر چا ژوند کې داسې ډېر موارد شته چې د هغه ترسره کېدو وروسته موږ خپل ځان ګرم ګڼو او د ګناه احساس کوو. ـ که موږ ته اړین زنګ راشي، خو موږ ونشو کولای چې پر وخت یې ځواب ورکړو باید د ګناه احساس ونه کړو؛ تاسې مجبوره نه یاست چې تل په هر وخت کې نورو ته لاسرسی ولرئ. ـ دا چې خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او یا لومړیتوب ورکوئ، … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا هیټر توپوهونکي او غوره الراونډر نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

  تېسار پرېرا چې د سریلانکا په لوبغاړو کې یوه نه هېرېدونکې څېره ده، د دوشنبې په ورځ د مې په درېیمه نېټه یې له نړیوال کرکټ سره خدای پاماني وکړه. نوموړي روان کال کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ کې ګډون کړی و. د تېسارا پرېرا لیک: « نوموړي خپل کرکټ بورډ ته په یوه لیک کې لیکلي، چې دا یې وخت دی، چې د ۳۲ … نور ولولئ
سپورټ

ډیل سټین؛ د وارنر په اړه ویلي، چې لوبډلمشر هم د انتخاب حق لري

د سویلي افریقا چټک توپ اچوونکي ډیل سټین، چې د حیدراباد لوبډلې لپاره له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې ۳۷ لوبې کړي، وایي چې ډیوېډ وانر هم د انتخاب حق لري. نوموړي دا خبرې وروسته له هغې کړي، کله چې د مې په دویمه نېټه د راجستان پر وړاندې لوبه کې وارنر ته ځای نه و ورکړل شوی او لوبډلمشري هم د نیوزیلېنډ کېن ویلیمسن ته ورکړل شوې وه. وارنر احساس کاوه، چې ښایي یوولس … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا د درېیمې څپې زیاتوالی او په هیواد کې د خلکو ستونزې او اندیښنې

د کرونا وبا درېمه څپه ورځ تر بلې په هیواد کې د پرمختګ په حال کې ده، چې د دې وبا د لا پرمختګ په صورت کې په هیواد کې د قرنتین امکان هم شته. زموږ هیوادوال د روغتیایي ستونزو په پرتله ډېر د دې وبا له امله رامنځته شوو او رامنځته کېدونکو اقتصادي ستونزو اندیښمن کړي. تر بل هر څه د هیوادوالو اندیښنې د قرنتین په اړه زیاتې دي، چې دلته مو د کابل … نور ولولئ