سپورټ

هند د انګلستان پر وړاندې پنځه ټېسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه

  د هندوستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د جسپرېت بومرا او روېندرا جدیجا په ګډون شل کسیزه لوبډله د انګلستان پر وړاندې پنځه ټېسټ لوبو ته اعلان کړې ده. د اګسټ په څلورمه انګلستان د هند کوربتوب ته اوږه ورکوي او د سپټمبر تر لسمې به د هند مېلمستیا ومني. خو د هند کرکټ بورډ بیا پیاوړي الراونډر هارډېک پانډیا، د هند بې جوړې توپ اچوونکي بونېشور کومار او کولډیپ یداف ته په لوبډله … نور ولولئ
روانې سلامتي

په ماشومانو کې د اتیسم اروایي_مغزي ګډوډي!- مرکه صدیقه پوپلزۍ

  ښایي په کلیو او بانډو، لرې پرتو سیمو او حتا ښارونو کې مو اورېدلي وي چې ځیني خلک وایي د فلاني ماشوم لېونی دی، هېڅ عادي نه دي، خبرې نشي کولای، تل ناعادي کړنې ترسره کوي، خبره نه اوري او داسې چارې ترسره کوي چې په هېڅ ماشوم کې نشته. په ډېری سیمو کې بیا یاد ماشومان په بېلابېلو نومونو یادیږي چې لېونی، بی سده او بې سوره یې تر ټولو مشهور نومونه دي. … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا خبرداری طالبانو ته؛ که سوله و نه کړئ، د جمهوریت غوښتونکو ترڅنګ درېږو

امریکا طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که سوله و نه کړي نو دوی به د جمهوریت غوښتونکو تر څنګ ودرېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې لپاره یې په نړیواله او سیمه ییزه کچه هڅې روانې دي خو طالبانو ته په کار د چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي. هغه په ټوېټ پیغامونو کې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: که د مشرانو نومونه مو له تور لیست وویستل شي، جګړه راکموو

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي چې مرکچي پلاوي یې د برلین په غونډه کې ګډون کړی دی او له نړیوالې ټولنې سره یې ژمنه کړې چې د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته ژمن دي. ډاکټر نعیم په یوه ټوېټ پیغام کې دا هم ویلي چې دوی له هېواده د تللو افغان ځوانانو بېرته راتګ ته هم زمینه برابروي او په خبره یې تولو موسسو او په بشري برخه کې فعالو بنسټونو ته ډاډ … نور ولولئ
اقتصاد

د بیلګیټس طلاق؛ څرګنده شوه چې د ګډ ژوند هدف باید یوازې شتمني نه وي

ژباړه:  د ۲۷ کلونو ګډ ژوند وروسته د بل ګیټس او د هغه د میرمن جلا کیدل، د ډېری نورو خبرو تر څنګ په ښکاره توګه دا هم څرګندوي، چې میرمنې یوازې د پیسو پادري نه دي او نه دا پیسې دوی ته کوم ځانګړی اهمیت لري. هغه کسان چې شپه او ورځ هڅه کوي، تر څو درته ثابته کړي، چې د یوې ښځې/نجلۍ متاثره کولو لپاره اړینه ده چې بنګله، لوی بانکې حساب او … نور ولولئ
افغانستان

ټرمپ له مجبورۍ ځانته ټولنیزه شبکه جوړه کړه

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې د بیا ننوتلو هڅه د ټویټر له لارې ناکامه شوې. د ټویټر ادارې په حواله، یو ټویټر اکاونټ چې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیغامونه استوي د قوانینو سرغړونې له امله ځنډول شوی. داسې انګیرل کېږي، چې ټویټر د غلطو خبرونو خپرولو او قواعدو سرغړونې له مخې د ډونلډ ټرمپ حساب بند کړی و. فېسبوک هم د ډونلډ ټرمپ حساب هم … نور ولولئ
ټیکنالوژي

له حجر الاسود وروسته د مقام ابراهیم نایابه انځورنه

وروسته له هغه، چې د حجر اسود له عصري تخنیک سره اخیستل شوي، ښکلي او واضح عکسونه خپاره شول، د مقام ابراهیم نایاب انځورونه هم خپاره شول. دا انځورونه په مکه مکرمه کې د مسجدالحرام په انګړ کې د عصري عکاسۍ یا کېمرې په مرسته اخیستل شوي دي. دا انځورونه د حرمین شریفین ادارې لخوا په دوه ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي، چې اوس یې په ټویټر او د حرمین ادارې نورو ټولنیزو اکونټونو … نور ولولئ
افغانستان

مارک میلي: امریکا به په نورو هېوادونو کې د افغان پوځ روزنې ته دوام ورکړي

امریکا ښايي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته د یاد هېواد پوځ ته په نورو هېوادونو کې د روزنې مرکزونه پرانیزي. د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، چې امریکا نه غواړي د افغان پوځ ملاتړ څخه لاس واخلي؛ نو ځکه به یاد پوځ ته د ځینو چارو د سپارلو ترڅنګ په نورو هېوادونو کې د روزنې زمینه برابره کړي. نوموړي پنټاګون ته په یوه غونډه کې زیاته کړې، چې دا … نور ولولئ
سپورټ

ګرېم سمېت؛ هیله ده چې اې بي ډیویلیرز د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبلړۍ کې ولوبېږي

د سویلي افریقا د کرکټ لارښود یا ډایرېکټر ګرېم سمېت ویلي، چې دی تمه لري، اې بي ډیویلیرز او عمران طاهر د ویسټ انډیز پر وړاندې ټېسټ او شل اوریزو لوبو کې ولوبېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د اپرېل میاشت کې د افریقا کرکټ لوبډلې مشر روزونکي مارک بچر هم ویلي و، چې اې بي ډیویلیرز نه تمه ده، چې نړیوال شل اوریز جام کې د افریقا په ګټه ولوبېږي. اې بي … نور ولولئ
سپورټ

د آی‌پي‌اېل، نړیوال جام او کرکټ نړیوالې شورا پر وړاندې پرتې ننګونې 

ځېنو هندي رسنیو ویلي، چې د سپټمبر او یا هم نومبر میاشت کې به د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو پاتې لوبې بیا پیل شي. د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سورف ګنګولي ویلي، چې د آی‌پي‌اېل ترسره کېدل به د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام ته هم لاره پرانیزي. نو د نړیوال جام په نظر کې نیولو سره به د آی‌پي‌اېل لوبې بیا مهالوېش یا ري سکېجول شي. د آی‌پي‌اېل وروسته له هغې وځنډول … نور ولولئ