افغانستان

د افغانستان تر ټولو بوډا کس د ۱۴۴ کالو په عمر ومړ!

داسې حال کې چې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې د نړۍ تر ټولو بوډا کس په جاپان کې خپله 119مه کلیزه ونمانځله؛ په تا. لبانو پورې اړوندې خبرپاڼه کې راغلي چې د نړۍ تر ټولو سپین ږیری کس په افغانستان کې وو چې په 144 کلنۍ باندې تېره ورځ ومړ. باختر اژانس وایي چې دا کس مولوي محمد امین چې پر غټ ملا مشهور و، د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د جاپان اوسېدونکی … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ژوند يو رنګ نه دی

ژوند يو رنګ نه دی. بېلابېل رنګونه لري. د خوښيو، غمونو، دردونو، خوږو- ترخو، لوړو، ژورو، ښو، بدو، خندا او ژړا د دې ټولو ټولګه ده. موږ مجبوره يو، چي د دې هر څه خوند به ګورو. د سهار په تمه به شپه تېروو. د سپرلي لپاره به خزان زغمو. د ګټي په خاطر به تاوان ته غاړه ورکوو. د کاميابۍ لپاره به ناکامي منو. د وصال لپاره به هجران ګالو او د خندا لپاره … نور ولولئ
ادبیات

د نوي کال، نوې ډالۍ؛ پښتو ادب ته تازه چاپ شوی اثر!

(واورینه) هغه شعري ټولګه ده، چې ویناوال یې محمد وسیم مومند دی، دا کتاب بغلان ادبي بهیر خپور کړی او د چاپ زیار یې هم د یاد بهیر فرهنګي کورنۍ پر غاړه درلود، چې په ښه کیفیت سره تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شو. مومند صیب د بغلان د (خُمار او بهار) شاعر دی چې د  اشعارو په هېنداره کې یې انتیک کرښې را نغښتل شوي. د کتاب حجم ۱۲۳ مخه ده چې د … نور ولولئ
افغانستان

تېر کال څه باندې یو میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي

تېر ميلادي کال افغانستان ته تر یو میلیون ډېر کډوال بېرته راستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا ای او ایم په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې تېر کال شاوخوا یو میلیون او یو سل او پنځوس زره افغان کډوال له ایران او پاکستان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. سرچینه وایي په دې کې ډېری هغه کډوال دي چې په یادو هېوادونو کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل. … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: نوی حکومت دې خپل سیاستونه بدل کړي

امریکا یو ځل بیا له نوي حکومت د سیاستونو د بدلون غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال ویلي چې د سیاستونو له بدلون پرته د نوي حکومت په رسمیت پېژندل ممکن نه دي. بلینکن ویلي چې که په افغانستان کې نوی حکومت په رسمیت پېژندل غواړي نو تر هر څه وړاندې دې خپل سیاستونه بدل کړي. دده … نور ولولئ
سیاست

ملا فضل الرحمان: پاکستان سقوط ته نږدې دی

د پاکستاني حکومت د مخالفو ګوندونو (پي‌ډي‌ایم) مشر مولانا فضل الرحمان وایي چې پاکستان سقوط کېدو ته نږدې دی. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د پاکستان حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې د رغولو پر ځای نورې هم خرابې کړې دي او دغه راز په خپلو غلطو سیاسي پالیسیو یې د اقتصادي پراختیا مخه ډب کړې ده. هغه څرګنده کړې ده چې پاکستان تر … نور ولولئ
افغانستان

تاجکستان سره د برېښنا قرارداد تمدیدشو

له تاجکستان سره د برېښنا هوکړه د یوه بل کال لپاره هم تمدید شوه. د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې تر ازبکستان وروسته له تاجکستان سره هم د برېښنا د واردولو قرار داد تمدید شو. د نوموړي په خبره تاجکستان به د روان میلادي کال تر پایه افغانستان ته شاوخوا یو نیم میلیارد کیلوواټه برېښنا د ۹۶ میلیونه ډالرو په بدل کې ورکوي. همدا راز ټاکل شوې چې … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزارت: درې نیم میلیونه کسان هېواد کې په نشه ‎يي توکو روږدي دي

روغتیا وزارت وايي په هېواد کې د معتادینو لپاره ۸۸ روغتایي مراکز شتون لري. د عامې روغتيا وزارت مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې له درې مرکزونو پرته د ټولو مرکزونو ودانۍ کرایه شوي دي، چې د دې ودانیو په کرایه کولو کې هم فساد شوی دی. نوموړي وویل چې په هېواد کې درې نیم میلیونه کسان په نشه‎يي توکو روږدي دي او هر معتاد د ورځې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ماغزو درې کلیدي قانونونه

اول قانون؛ هر عمل چې په تکرار او عادتي ډول شي، د هغې عمل عصبي کنټرول په مغز یانې خوداګاه ضمیر ټيټ یانې ناخوداګاه ته ځي. په بل عبارت د یوه ارادي عمل تکرار سره، هغه عمل ناارادي عمل کېږي لکه ټايپ کول… دویم قانون؛ هر پيغام چې په مغز کې ګرځي یا ویل کېږي، په ناخوداګاه ضمیر اغېز ښندي او چې تکرار شي، اغېز یې څو برابره کېږي. هره ورځ پنځه زره اندونه زموږ … نور ولولئ
خوندیتوب

روغتیاپالان: ګرم چای څښل د سرطان ګواښ دوه برابره زیاتوي

ژباړه یوه امریکايي څېړونکي ویلي چې د ګرم چای څښل په سرطان د اخته ګېدلو ګواښ زیاتوي. روغتیاپال فرهاد اسلامي، د امریکا د سرطان ناروغۍ ټولنې فعال غړي، ویلي پداسې حال کې چې د چای څښل د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي، ناسمه استفاده یې روغتیا ته جدي ګواښونه لرلای شي. دې نوې څېړنې چې ارزښت ناکې پایلې وړاندې کړي، د لسو کلونو د څېړنې پايله ده، چې د ٤٠ – ٥٠ زره کسانو تر … نور ولولئ