سیاست

ملګري ملتونه د روسیې په اړه فوق العاده غونډه رابولي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د رایو په اکثریت د ملګرو ملتونو د فوق العاده غونډې رابلل تایید کړل. په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه ګډون کوي او د روسیې د اقدام په اړه د نظر څرګندولو حق لري. روسیې هڅه وکړه چې ددغه غونډې د رابللو مخه ونیسي خو بریالي نه شول. له دې سره جوخت په بلاروس کې د اوکراین او روسیې مذاکرات پيل شوي دي. … نور ولولئ
افغانستان

مېډل ايسټ: داسې ښکاري چې بایډن له افغانانو سره ژوره دښمني لري

د افغانستان په اړه د بایډن غیر قانوني اقدامات ښيي چې هغه د افغانستان له خلکو سره ژوره دښمني لري. د مېډل اېسټ په نامه نشریې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی او په هغه کې یې ټینګار کړی چې یو با ثباته افغانستان د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی. د مطلب لیکوال وایي د امریکا او نړۍ مسوولیت دی چې په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره لاس په کار … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: د ژمنه شوو مرستو یوازې ۱۲ سلنه مو تر لاسه کړې دي

ملګري ملتونه وایي له افغانستان سره د ژمنه شوو مرستو ۱۲ سلنه یې ترلاسه کړې ده. د ملګرو ملتونو مطبوعاتي برخې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره شاوخوا ۴ نیم میلیارده ډالر غوښتي وو او نړۍ هم ورسره ددې مرستو ژمنه کړې وه، خو تر دې دمه یې یوازې ۱۲ سلنه تر لاسه کړي دي. سرچینه همدا رازوایي چې دوی هڅه کوي په شفافه توګه د بشردوستانه مرستو د وېش لړۍ … نور ولولئ
افغانستان

سپينه ماڼۍ: هڅه کوو افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه عادي شي

امریکا وايي هڅه کوي ډاډه شي چې افغانستان له اقتصادي سقوط سره نه مخ کېږي. د سپينې ماڼۍ ځينې چارواکو امریکایي رسنیو ته ویلي، د امریکايي حکومت هڅه دا ده چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه دوام وکړي او د امریکا بندیزونه ددې سبب نه شي چې افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ شي. دغه چارواکي د نامه نه ښوودلو په شرط ویلي چې د سپينې ماڼۍ چارواکو تېره جمعه هم په دې اړه … نور ولولئ
Stop war in Ukraine. Peaceful poster in support of Ukraine.
سیاست

د اوکراین جګړه؛ جرمني او هالنډ اوکراین ته د ټانک او الوتکې ضد مزایل لېږي

په اوکراین کې د جګړو له دوام سره هممهاله د ناټو ځینو غړو هېوادونو له دغه هېواد سره د وسلو او بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده. په تازه خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې آلمان او هالنډ اوکراین ته د ټانګ او طیارې ضد مزایل ورکوي او دغه راز بشردوستانه مرستې هم به رسوي. آلمان وایي چې اوکراین ته به د ټانک ضد زر او د الوتکې ضد ۵۰۰ سټینګر مزایل ورکړي. همدا راز هالنډ … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هېواد نامتو سندغاړي “استاد ګلزمان” د ژوند پور پرې کړ!

هېواد کې رسنیو د تکړه سندغاړي استاد ګلزمان د مړینې خبر ورکړی دی.د راپورونو پر بنسټ، سرچینو تایید کړې چې استاد ګلزمان، سندرغاړی او سندرې جوړوونکی د ۸۲ کالو په عمر د ومړ. سرچینو ویلي چې استاد پرون جمعه د کب شپږمه د ورپېښې ناروغۍ له امله په ابدي خوب ویده شو.نوموړی د افغاني موسیقۍ له مشهوره څېرو څخه و، چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې ویلي. نوموړي په ۱۳۴۳ ه.ش کې … نور ولولئ
Ukraine - Sunflower - National Flag and Flower of Ukraine
افغانستان

ا.ا اوکراین کې د بند پاتې افغانانو په اړه اندېښه ښودلې

وروسته له هغې چې په اوکراین کې د یو شمیر افغان مهاجرو او محصلینو د بند پاته کیدو په اړه راپورونه خپاره شول، د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو او محصلينو د خونديتوب په اړه اندېښمن دی او د ټولو شته امکاناتو او اړيکو په کارولو سره هڅه کوي چې د خپلو وګړو ژوند خوندي او هغوی یو خوندي ځای ته ولېږدوي. بهرنيو چارو وزارت ویلي، … نور ولولئ
افغانستان

سور صلیب: نړیواله ټولنه باید د افغانستان بانکي سیستم منظم کړي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي که له افغانستان سره اړینه مرسته و نه شي نو ددې احتمال شته چې په دغه هېواد کې اقتصادي بحران نور هم پراخ شي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید بانکي سیستم منظم شي او راکړو ورکړو ته لار هواره شي. سرچینې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره د پراخو سیاسي خبرو غوښتنه کړې ده او وایي افغانان په … نور ولولئ
افغانستان

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د امنیت په اړه خبرې کړې

د ا.ا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو د ټاپي پروژې له اجرائیوي مشر او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره د ټاپي پروژې پر امنیت خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د امنیتي پلان په اړه ترکمنستاني چارواکو ته معلومات ورکړل. ترکمن چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي. … نور ولولئ
افغانستان

هره ورځ ۲ زره کډوال له ایران څخه هېواد ته راستنیږي

هره ورځ لږ تر لږه ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستنیږي او یا هم په زوره ستنېدو ته اړ کېږي. د کډوالو چارو وزارت سروې ښيي چې په تېرو درېو ورځو کې ۵۵۴۹ کسان له ایران څخه افغانستان ته داخل شوي دي. ددې معلوماتو پر بنسټ د ایران د حکومت لخوا شاوخوا درې زره افغانان په زوره بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د ا.ا په وینا هېواد نه د خلکو … نور ولولئ