افغانستان

ملا هبت الله: باید د جنګ د دوام هڅه ونه شي

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ویلي، ډاډ ورکوي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به یو داسې افغان شموله نظام رامنځته کوي چې ټول به په کې ځانونه وویني. یاد پیغام کې د ملا هبت الله له قوله ویل شوي چې په مقابل لوري هم غږ کوي چې د جنګ د دوام هڅه ونه کړي او باید سره راټول شي. پیغام کې له افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

نیمار تر ۲۰۲۵م کال پوري د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تړون وکړ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره پرون شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به له یادې لوبډلې سره پنځه کلونه نور هم ولوبیږي. د راپورونو له مخې ۲۹ کلن نیمار د نوو شرطونو په اساس د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تړون کړی، خو د یادو شرطونو په اړه یې لاتراوسه رسمي خبرونه نه دي … نور ولولئ
افغانستان

په کابل کې د تېرې ورځې خونړي برید مرګ ژوبله لوړه شوې

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې تر پنځوسو پورې ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي. تر اوسه پورې ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، حکومت یې د طالبانو کار بولي خو دغه ډلې پکې لاس لرل رد کړي دي. د یادونې ده چې ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې پرونی برید په کلکو ټکو غندلی دی. د ارګ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د محمد ص ښکلو ویناوو په شمول څو خبرې 

ليکنه او راټولونه ـ په سمه لاره تلل همېشه د راحتي سبب کیږي. ـ د محبت سترګې عیب پټوي، د نفرت او عداوت سترګې بدې په لټه کې وي. ـ په جنت کې به شپږ شیان نه وي. ۱: مرګ ۲:خوب ۳:حسد ۴: پلیتي ۵: بوډاوالی ۶: ږیره. ـ په چا کې چې نرمي نه وي، هغه ته د خپل مال نه هم فایده نه رسیږي. ـ څوک چې پراخه روزي او اوږد عمر غواړي، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که مو ملګري له تاسې لرې والي غوره کوي، ښايي ځیني دا لاملونه به لري

ډېری وخت انسان له داسې پیښي سره مخ کیږي، چې دوه ملګري تل یوزای وي خو ناڅاپه سره لري شي کله چې دا کار وشي د انسان ذهن ته هر ډول پوښتنې او خبرې راځي لکه: دا نور زما سره خوشحاله نه دي یا زما نه یې بد راغلي، زما پر وړاندې بې تفاوته شوې، بل ملګری / ملګرې یې پیدا کړې، نور ما سره مینه نه لري، همداسې ډېرې خبرې زموږ ذهن ته راځي؛ … نور ولولئ
افغانستان

امریکا په سیمه کې د نظامي اډې د جوړولو په لټه کې ده

امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو په موخه په سیمه کې د خپلو سرتېرو د ځای پر ځای کولو په لټه کې ده. والسټرېټ ژرونال د خپلو باوري سرچینو په حواله لیکلي، امریکا غواړي په افغانستان کې د وضعیت د څارلو، پر طالبانو د فشار راوستلو او افغان حکومت د ملاتړ په موخه خپل سرتېري، الوتکې او ډرون په سیمه کې ځای پر ځای کړي. په راپور کې راځي چې امریکا غواړي همداسې … نور ولولئ
سپورټ

د راجستان لوبډلې ټول لوبغاړي له کرونا پاک اعلان شول

د راجستان لوبډلې د شنبې په ورځ له ډیلي څخه ولاړل او د ټولو د کرونا ټېسټونه منفي وختل. د لوبډلې ټول لوبغاړي او د رهبرۍ غړي کورونو ته په محفوظ ډول رسېدلي دي. دې لوبډلې په ټوېټر یو ټویټ خپور کړی او ویلي یې دي، چې سل سلنه دوی له کرونا پاک دي. دوی زیاته کړې ده: «دا د خوښۍ ځای دی، چې زمونږ ټول لوبغاړي، د رهبرۍ غړي او ملاتړي له کرونا څخه … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: په کابل کې د نجونو پر ښوونځي برید بشر ضد جنایت دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د نجونو پر ښوونځي او ملکي وګړو برید بشر ضد جنایت دی او امریکا یې په کلکو ټکو غندي. سرچینه وایي چې د دې بوږنوونکې پېښې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب د افغانستان له خلکو سره شریکوي. امریکا په دې اعلامیه کې یو ځل بیا ددې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی کم کړل شي او … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې نننۍ چاودنې توند غبرګونونه راپارولي دي

ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې نننی برید په کلکو ټکو غندلی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ددې برید پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده او ولسمشر ویلي چې طالبان په دې ډول کړنو د سولې هڅې سبوتاژ کوي. نوموړي همدا راز دا برید بشر ضد جنایت یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو د قرآن عظیم الشان د نزول په … نور ولولئ
افغانستان

د وطن ابادي: د کمال خان بند جوړېدو سره ډېر کډوال مرغان افغانستان ته راغلي

اتم د مې چې د کډوالو مرغانو د نړیوالې ورځې سره سمون خوري، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند جوړېدو سره ډېر کډوال مرغان افغانستان ته راغلي دي. د افغانستان چاپیریال اداره وايي، چې د کمال خان بند جوړول په افغانستان کې د کډوالو مارغانو په راستنيدو کې مهم رول لوبوي. دا لا تردې دمه نه ده معلومه، چې هر کال څومره کډوال مرغان افغانستان ته را الوزي، خو د افغانستان د چاپیریال … نور ولولئ