سپورټ

کریم بنزما له شپږو کلنو وروسته ملې لوبډلې ته وبلل شو

د فرانسې هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د ریال ماډریډ فوټبال کلب نامتو بریدګر مسلمان لوبغاړی کریم بنزیما له شپږ کلن محرومیت وروسته یوځلي بیا د فرانسې فوټبال ملې لوبډلې ته وبلل شو. د یورو کپ لپاره فرانسې خپله لوبډله اعلان کړه، چې پکې کریم بنزیما هم بلل سوی.   د فرانسې اعلان شوې لوبډله   ګول ساتونکي: لوریس، مایګان او مانداندا. دفاع: دینیه، دوبویس، لوکاس هرناندز، تئو هرناندز، کیمپمبه، کونده، پاوارد، واران او … نور ولولئ
سپورټ

د ډیویلرز نړیوالو لوبو ته کتنه

راپورونه ورکول کېدل، چې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی اي بي ډیویلرز به یوځلې بیا نړیوالو لوبو ته راستون شي، خو د سویلي افریقا کرکټ بورډ وايي، هغه پر خپلې پرېکړې ولاړ دی او نه غواړي یوځلې بیا نړیوالو سیالیو ته راوګرځي. اي بي ډیویلرز په ۲۰۱۸م کال کې په ناڅاپي توګه د نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه او په یوه ویډیويي پيغام کې یې وویل، چې د کرکټ څخه … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد:جګړه او سوله دواړه نه کېږي، طالبان باید یو انتخاب کړي

امریکا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې او سولې دې یو انتخاب کړي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د جګړو د ختمولو په لټه کې دي. د هغه په وینا طالبان باید په دې پوه شي چې سوله او جګړه یو ځای نه کېږي او له دې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني نن د تخت استالف هوټل پرانیست

ولسمشر غني نن د کابل استالف ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د (تخت استالف) په نامه تاریخي هوټل تر بیا رغونې وروسته پرانیستی دی. نوموړي د یاد هوټل د پرانیستي په مراسمو کې وویل، خوښ دی چې افغانستان له ویجاړۍ څخه د ابادۍ او هوساینې پر لور روان دی. هغه زیاته کړې، نن ټولو افغانانو ته د ده پیغام دا دی چې افغان دولت د جګړې ویجاړۍ ابادوي او د هېواد د … نور ولولئ
افغانستان

ویلسن: پر بنسټیزو پروژو برید د افغانستان پر راتلونکې برید دی

په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن وایي، چې پر بنسټیزو پروژو بریدونه د افغانستان پر راتلونکې برید دی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې حکومتونه، روغتونونه او ښوونځي د فعالیت لپاره برېښنا ته اړتیا لري چې په هیڅ صورت باید تخریب نه شي. نوموړي ویلي، برېښنا ته لاسرسی د افغانستان د شلو کلونو یو له ډېرو استثنایي لاسته راوړنو څخه دی او په هیڅ صورت باید چاته د برېښنایي پروژو د تخریب … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا سره د افغانستان د ټیسټ لوبې رسمې نېټه اعلان شوه

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ به یوازینۍ ټیسټ لوبه د روان ۲۰۲۱م کال د نوومبر میاشتې له ۲۷مې بیا د ډیسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ترسره شي. اعلامیه کې ویل شوي، دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب د هوبارټ ښار په بلن ستوڼ کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.   https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/photos/a.1591919041062688/2943001115954467/?type=3   یاده اعلامیه کې د اسټرالیا سره د یادي یوازینۍ … نور ولولئ
سپورټ

ډیویلرز ولې نړیوال کرکټ ته نشو راستون؟ دلته پرې خبر شئ

د څه مودې راهیسي راپورونه ورکول کېدل، چې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او بریدګر لوبغاړی ډیویلرز یوځلې بیا نړیوالو سیالیو ته راګرځي، خو سویلي افریقا د ویسټ انډیز او ایرلینډ پر وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړې، چې پکې ډیویلرز شتون نه لري. د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې روزونکي مارک بوچر له رسنیو سره په خبرو کې دا څرګنده کړه، چي ډیویلرز ولي په ۲۰۱۸م کال کې په ناڅاپه توګه … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: زموږ وتل د افغانستان د پرېښودلو مانا نه لري

په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر وایي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې اندېښمن کړي دي. راس ویلسن له فرانس پرس خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته نامعلوم وسله وال بریدونه او نښتې ډېرې شوې دي خو په وینا یې په دې تاوتریخوالي کې تر ډېره وسله وال طالبان ښکېل دي. ویلسن طالبان د دوحې هوکړې … نور ولولئ
سپورټ

ابوظبۍ اجازه ورکړه، چې د PSL پاتې سیالۍ دي هلته وشي؛ خو…

د راپورونو له مخې ابوظبۍ اجازه ورکړې، تر څو د پاکستان سوپرلیګ پاته ۲۰ لوبې دي د پاکستان پرځای په ابوظبۍ کې ترسره شي. د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو ۱۴ لوبې ترسره شوي، چې د کورونا له امله وځنډول شوې او اوس یې شل لوبې پاته دي، چې پاکستان کرکټ بورډ د ابوظبۍ په کوربتوب ددې ښار د مسئولینو خبر ته په تمه وه، چې دا دی تازه دې ښار ورته د کوربتوب اجازه ورکړه. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ژوند ته کار کول پکار دی، کار ته ژوند نه دی پکار

ارواپوهه: ډاکټر سیده عارفه زهرا ژباړه: مهر تاج د دې ویل به لږ ستونزمن وي او ښایي دا خبره زه د ټولو په وړاندې وکړم؛ هغه خلک چې زیان نشي ګاللی، هغوی به هېڅکله ګټه هم ونه کړي. موږ کلونه وړاندې د دې ثابتولو لپاره هڅه کوله، د کاغذ هغه ټوټه چې موږ ورته ډیګري (اسناد) وایو، ډېر مهم وي، چې د هغې لپاره موږ نصابي تعلیم هم… که د انګلیسي لغاتونو اجازه راکړئ لکه: … نور ولولئ