افغانستان

امریکا وایي، پاکستان خپله خاوره کې د اډو جوړولو اجازه ورکړې

امریکا وایي پاکستان اجازه ورکړې، څو خپله خاوره کې امریکایي اډې جوړې شي. د امریکا دفاع وزارت وايي پاکستان په افغانستان کې د وضعیت د څارنې او د سرتیرو د اېستلو لپاره د ځمکني او هوایي حریم د کارولو اجازه ورکړې ده. پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ویلي، چې پاکستان افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د تګ پرمهال هم دوی ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورکړې وه … نور ولولئ
افغانستان

رحماني: هر کال سلګونه میلیونه ډالر غلا کېږي

هر کال په هېواد کې د فساد له امله شاوخوا هدوه نیم میلیارده ډالر ضایع کېږي او شخصي جیبونو ته ځي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په هېواد کې په تېره په مالیاتي برخه کې پر روان فساد سخته نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې هر کال شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالر د فساد له امله حیف میل کېږي او شخصي … نور ولولئ
افغانستان

وکیلان: خلیلزاد د جګړې د ختمولو پر ځای د کورنۍ جګړې په لټه کې دی

امریکا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په لټه کې ده. د ولسي جرګې ځينې غړي وایي د افغان سولې لپاره د امریکا ديپلوماتیک ماموریت ددې پر ځای چې د جګړو له کمولو سره مرسته وکړي برعکس د جګړو د ډېرېدو او تاوتریخوالي سبب شوی دی. د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد وویل چې زلمی خلیلزاد او ورسره مل پلاوی یې په رښتیني توګه د جګړې د کمولو په لټه کې نه دي، بلکې … نور ولولئ
سپورټ

په PSL لیګ کې د افغانانو په ګډون د ټولو لوبډلو سکواډونه

ټاکل شوې د پاکستان سوپرلیګ«PSL» شپږم پړاو، چې ۱۴ لوبې یې ترسره شوي او اوس یې ۲۰ لوبې پاتې دي، د راتلونکې جون میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیلیږي. دا لیګ د پاکستان په کراچي ښار کې روان و، چې د کورونا له امله وځنډول شو. راپورونه وايي، چې لوبغاړي به لومړی په کراچي او لاهور کې سره راټول، د کورونا واکسین به ورکړل شي او بیا ابوظبۍ … نور ولولئ
سپورټ

د IPL لیګ د پاتې سیالیو ځای او نېټه!

د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدې. ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی، چې له هر ډول … نور ولولئ
سپورټ

د هندي پخواني لوبډلمشر يادګاري بېټ،او ٣ پرلپسې سليزي

محمد اظهرالدين چې د کريکټ په نړۍ کې په اظهر،حاجي او ازو مشهور دی خورا بريالی لوبډلمشر وو. نوموړی د ۱۹۶۳ز د فيبروري په اتمه نېټه په حيدر اباد کې وزېږېدی،دا مهال ۵۸ کلن دی،سياست هم کوي او د کريکټ سره هم اړيکه پالي. د محمد اظهرالدين د کريکټ مسلک هغه مهال پايته ورسېدی چې کله د هندوستان د کريکټ د کنټرول ادارې او د کريکټ نړيوالي شورا له لورې د ميچ فيکسينګ پخاطر په … نور ولولئ
افغانستان

جنرال پتریوس: ښايي امریکا د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې پښېمانه شي

یوه پخواني امریکايي نظامي او د سي ای اې پخواني مشر جنرال ډېوېډ پټریوس په یوه مرکه کې ویلي ددې احتمال شته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي. دده په خبره طالبان د حکومت د شریکولو او له سوله ییزو لارو د ستونزو د حل پلان نه لري له همدې امله ددې احتمال شته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي. هغه زیاته کړې چې د جګړې د دوام په … نور ولولئ
روانې سلامتي

له خوب وړاندې دا فکرونه له ذهن وباسئ او ارام خوب ولرئ

  کله چې د شپې ویده کېږئ، نو لومړۍ خپل منفي فکرونه له ځانه لرې کړئ، ځکه کله چې ذهن کې مو هر ډول فکرونه وي هېڅکله تاسې نه پرېږدي چې ارامه ویده شئ. ـ هره شپه له خوب نه مخکې مو که هر څومره فکر کړئ وي، خو سر له نن شپه یې پیل کړئ نور خپل د تېر وخت غلطيو په هکله فکر مه کوئ، ځان مه ځوروئ، که هر څومره بل څوک … نور ولولئ
سفر

سعودي عریستان؛ سږ کال شپېته زره بهرنیو حاجیانو ته اجازه ورکوي

  سږ کال د بهرنیو هېوادونو شپېته زره کسان حج ته تللی شي. د سعودي حکومت له نړۍ څخه د حاجیانو راتګ تصویب کړی دی. دا به د کورونا د ناروغۍ وروسته لومړی ځل وي، چې بهرنیان به سعودي عربستان ته د سفر فرصت ولري. د حج مراسمو ته به د ۱۸ کالو څخه کم او ۶۰ کالو نه پورته خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي. کومو خلکو ته چې اجازه ورکول کېږي، د کورونا … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ لوبډلو حال او د لوبو ګټلو سلنه

  افغان لوبډله له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۲۱ پورې هم په بریالیو لوبډلو کې شمېر ده. افغانستان په دې دور کې ۱۲۹ نړیوالې لوبې کړي دي، چې له دې جملې څخه یې ۶۲ ګټلي، ۶۳ یې بایللي، یوه یې مساوي شوې او درې یې بې پایلې شوي دي. د افغان لوبډلې د لوبو ګټلو سلنه یا فصدي ۴۹ اعشاریه ۶ ده. د افریقا یوولس کسیزې لوبډلې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ ټولې ۶ لوبې … نور ولولئ