افغانستان

طالبان: د افغانستان ګاونډیان دې بهرنیو ځواکونو ته اډې نه ورکوي

طالبانو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته دې امریکا ته په سیمه کې د پاتې کېدو فرصت نه ورکوي. طالبانو په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې بهرني ځواکونه په سیمه کې د ناامنۍ او جګړې اصلي لامل دي او که کوم هېواد بهرنیو ځواکونو ته اډه ور کوي، دوی به ددې ډول ناوړه او پاروونکو کړنو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي. … نور ولولئ
په زړه پورې

ښه ملګري تر واده وروسته ، تر نورو خوشحاله ګډ ژوند لري

له داسې چا سره واده کول چې له هغه سره مینه لرئ او يا له واده نه وړاندې ستاسو تر ټولو ښه ملګری/ې دی/ه داسې دی لکه څوک چې په جنت کې ژوند کوي. داسې واده شوې جوړه چې له واده وړاندې یې له يو بل سره مینه درلوده هغوی یو بل ښه پېژني، اړیکه یې پخوالي ته رسېږي، کولای شي په ډېرې اسانۍ سره خپل احساسات له يو بل سره شريک کړي او ترمنځ … نور ولولئ
سپورټ

که عمر اکمل ۴ میلیونه، ۲ لکه او ۵۰ زره جریمه ورکړي، نو بېرته به کرکټ ته راستون شي

عمراکمل چې ۱۲۱ یو ورځنۍ او ۸۴ شل اوریزې لوبې د پاکستان لپاره کړي دي، له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان په لوبډله کې نه دی لیدل شوی. عمراکمل چې ۳۱ کاله عمر لري، په ۲۰۲۰ز کې یې قضیه وروسته له هغې سخته شوه، چې د پاکستان کرکټ بورډ د فساد ضد کمېټې ته یې د خپل کړي فساد په اړه راپور نه و ورکړی. اوس ځېنو سرچینو د پاکستان کرکټ بورډ له قوله ویلي … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان په ګډون پنځه هغه بالران چې کمو لوبو کې یې د وېکټو پنځوسیزه وهلې

راشدخان چې اوس یې د ژوند دوه ویشتم پسرلی دی، د افریقا د ۴۲ کلن بالر عمران طاهر سره اوږه په اوږه روان دی. بل پلو د سریلانکا بالر اجېنتا مېنډس یواځینی هغه توپ اچوونکی دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ترټولو ژر د وېکټو اخیستلو پنځوسیزه وهلې ده. اجینتا مېنډس د سریلانکا یو له غوره سپېن بالرانو څخه دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې غوره توپ اچونه کړې ده. دی … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان له لوبډلې جلا شوی بالر په لومړي ځل د ویسټ انډیز لیګ کې لوبېږي

د ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ په نهمه د شپږ لوبډلو په ګډون په ویسټ انډیز کې پیلیږي. د لوبډلو مالکانو سر له اوسه د لوبغاړو د رانیولو لړۍ پیل کړې ده او د نړۍ د تکړه لوبغاړو په لټه کې دي. ځېنې لوبډلو د زړو لوبغاړو بیا اخیستل پیل کړي دي او ځېنې بیا نوي لوبغاړي هم اخلي ترڅو پرې خپلې لوبډلې پیاوړې کړي. د باربادوس ټرایډېنټس لوبډلې اعلان وکړ، چې د … نور ولولئ
افغانستان

د استانبول د ناستې لپاره طالبانو نوي شرطونه وړاندې کړي

د امریکا غږ انګلیسي د راپور له مخې طالبان غواړي چې د استانبول غونډه د نورو نړیوالو غونډې په څېر لنډه وي او پر مهمو مسایلو دې پرېکړې نه پکې کېږي. یوې طالب سرچینې ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي خو خپل شرایط یې هم وړاندې کړي دي. د سرچینې په خبره طالبان نه غواړي چې په دې غونډه کې دې د مهمو او یا کړکیچنو موضوعاتو په … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: امریکا ته مو د خپل هوایي او ځمکني حریم د کارولو اجازه نه ده ورکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ګنګوسې رد کړې دي چې ویل کېدل پاکستان امریکا ته د خپل هوایي او ځمکني حریم د کارولو اجازه ورکړې ده. یاد وزارت زیاته کړې چې پاکستان امریکا ته د خپلو حدودو د کارولو اجازه نه ده ورکړې او نه هم په راتلونکې کې داسې کوم پلان لري. د دغه وزارت په خبره، د امریکا او پاکستان ترمنځ له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي د یوې هوکړې پربنسټ همکاري … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: بهرني ډیپلوماټانو ته د خوندیتوب ډاډ ورکوو

طالبانو په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو او د مرستندویه بنسټونو کارکوونکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی. العربیه د فرانس پرس خبري اژانس په حواله د طالبانو د قطر دفتر د ویاند محمد نعیم له قوله ویلي چې دوی په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو او مرستندویه ادارو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې دوی ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه دی. طالبان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې نن د استرالیا د … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د زده کړې پر بهیر د هیواد د وروستیو پېښو ناوړه اغېزې

دا چې په دې وروستیو کې پر زده کړیزو مرکزونو بریدونه او د زده کړو کسانو ترور په هیواد کې ورځ تر بلې زیاتېږي او لسګونه کسانو د زده کړې په لاره کې خپل ژوند وبایله، نو کورنۍ او زده کونکي یې ناهیلي کړي. ډېری کورنۍ د دې جرعت نه شي کوی، چې خپل اولادونه په ډاډه زړه ښوونځیو او پوهنتونو ته واستوي، د دې تر څنګ ځوانان هم له زده کړو ناهیلي شوي او … نور ولولئ
ژوند بڼه

خپلوانو کې واده کول کومې پايلې لري؟

د اسلام مقدس دين واده ته په ډېره درنه سترګه ګوري، او لکه څرنګه چې واده روحي، صحي، اقتصادي، سیاسي، اجتماعي، دیني او داسې نورې ګټې لري، او هغه دروند کار دی چې د دوو مختلفو جنسونو تر منځ په خپلمنځي تفاهم او توافق سره د یو ټینګ تعهد کولو په رڼا کې رامنځ ته کیږي. خپلو کې ودونه په ډيرو اسلامي او غير اسلامې هیوادونو کې کيږي ، چې بدې پايلې یې لرلي؛طبي تجربو … نور ولولئ