افغانستان

قریشي: افغانستان کې دننه او بهر ځينې کړۍ نه غواړي سوله راشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د افغانستان د ننه او بهر یو شمېر عناصر شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي. شاه محمود قریشي اروپایي پارلمان سره په یوه ویډیویې غونډه کې د دغو عناصرو د نوم له اخیستلو پرته وویل چې د دغو مخربو عناصرو د دسیسو څارنه باید وشي. نوموړي په دغه وینا کې د طالبانو په ګډون د افغانستان د جګړې د ټولو ښکېلو اړخونو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

سينګم،سوريا او سيمبا په يوه فلم کې

اجی ديوګن،رنويرسينګ او اکش کمار په يوه فم کې راڅرګندېږي. سوريا وانشي هندی فلم دی،د روهيت شيټي په ډايريکټرۍ د ډراما پروډکشن له لوري جوړېږي،کيسه يې يونس ساجوال او روهيت شيټي جوړه کړې. ددې فلم اصلي اداکاران اکش کمار او کټرينا کيف دي،چې د سږکال د ډېر انتظار کوونکو فلمونو له ډلې څخه دی. پدې فلم کې د نورو صحنو ترڅنګ دوامداره نيم ساعته جګړه سته چې اجی ديوګن او رنوير سينګ ته هم پکښې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

مرونال ټاکور:د شاهرخ خان سره د فلم جوړولو ارمان لرم

هندۍ اکټره مرونال ټاکور وايي هيله لري چې د شاهرخ سره په عاشقانه فلم کې رول ادا کړي. مرونال ۲۸ کلنه ده ،د مرهيټي فلمونو سره سېنما ته داخله سوه ،په تلوېزيوني پروګرامونو کې يې برخه واخيسته چې وروسته يې په بټلا هاوز او سوپر ۳۰ فلمونو کې تر کار کولو وروسته د فلمي لارښوودانو توجه ځانته جلب کړه. دې په يوې نوې مرکه کې ويلي چې هيله لري د باليووډ د باچا شاهرخ خان … نور ولولئ
افغانستان

غني: افغانستان له دایمي ګټو پرته، دایمي دوست او دښمن نه لري

ولسمشر غني وایي، چې د امریکا تر وتلو وروسته د همکاریو د بڼې له بدلون پرته نور هیڅ هم تغیر نه کوي. نوموړي چې نن یې د (لوبې بدلون فرصت) تر عنوان لاندې یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، ټول هغه امکانات او ملاتړ چې د امریکایي او ناټو ځواکونو له لوري برابرېده افغان ځواکونو ته د لېږد په حال کې دي نو د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه په کار نه ده. … نور ولولئ
افغانستان

صالح: یوه لویدیځ مشر، غني ته زنګ راووهه چې پاکستان، افغانستان کې بې سواده پښتون ولسمشر غواړي

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، یوه لویدیځ ولسمشر، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته زنګ وواهه او ویې ویل چې پاکستان وايي، په افغانستان کې باید یو بې سواده ولسمشر شي او له یوه تعلیم یافته ولسمشر سره کار نه کوو. ښاغلي صالح دا خبرې په خوست کې کړي، چې یوه ویډیوه یې پر ټولنیزو شبکو د هغه د مطبوعاتو د برخې د مشر رضوان مراد له فیسبوک پاڼې خپرې شوې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د افغانستان په اړه اندېښنې لرو، خو لا مو ځواب ترلاسه کړی نه دی

د امریکا د کانګریس غړي وايي د بایډن ادارې د افغانستان په اړه ددوی اندېښنو ته هېڅ ځواب نه دی ویلی. د امریکا د کانګریس غړی جېم لانجېون وایي دوی بايډن ته د افغانستان په اړه یو لیک واستاوه، خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې خو تر دې دمه یې نه دی ځواب کړی. هغه د افغانستان په اړه د بايډن پرېکړه ناسمه بولي او په خبره یې دا اقدام به جګړه ختمه نه کړي. … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: سیاسي هوکړې له لارې جګړې ختمول غواړو او له سرتیرو وروسته هم همکاري غځوو

د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر بایډن د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سیال حمد الله محب سره د هېواد پر روان وضعیت خبرې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پر روان بهیر بحثونه لرلي دي. جک سلیوان ویلي دوی په افغانستان کې د یوې سیاسي هوکړې له لارې د روانې جګړې د ختمېدو ملاتړي دي. د هغه … نور ولولئ
سپورټ

د IPL لیګ په اړه رسمې پرېکړه راتلونکې شنبه کیږي

د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدې. ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی، چې له هر ډول … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان توپ‌اچونې ته مخامخ درېدل، خورا سخت کار دی

یادي څرګندونې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل لیګ کې د ګډونوالې لوبډلې «سنرایزر حیدراباد» تکړه ویکټ ساتونکي وریدهیمان ساها د کریک ټرېکر په نوم یوې هندۍ ورزشي پاڼې سره د مرکې پر مهال وکړې. ساها ویلې، که چیري موږ د کرکټ درې واړه فارمټونو ته وګورو، نو پر هر درې واړه فارمټونو کې د راشدخان توپ‌اچونې ته مخامخ درېدل خورا سخت کار دی. خبریال له هغه څه پوښتلې، … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا سفارت او کابل د ساتلو لپاره سلګونه سرتېري پاتې کېږي

امریکا پر کابل د طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره سلګونه سرتېري پرېږدي. ځینو بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې امریکا په کابل کې د ترکي ځواکونو په یوه نظامي اډه کې سلګونه سرتېري پرېږدي څو پر کابل د طالبانو د برید په صورت کې ددوی پر وړاندې اقدام وکړي. سرچینه زیاتوي، چې امریکا په دې اړه له ترکي چارواکو سره خبرې کړې دي خو تر دې دمه ترکیې له دغه پرېکړې سره موافقه نه … نور ولولئ