سپورټ

تازه خبر؛ افغان ملې لوبډلې ته نوي لوبډلمشران وټاکل شول

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي. یاده اعلامیه کې … نور ولولئ
خوندیتوب

د وینې ټیټ فشار/ هایپوټېنشن مو ولې ځوروي؟

ښايي اورېدلي مو وي چې تر لوړ فشاره ټيټ فشار چندان د اندېښنې وړ او وژونکي نه دی؛ خو ټيټ فشار هم کله کله د ناوړه ناروغیو نښه او ګواښوونکی کېدای شي. ډېری هغه کسان چې فشار یې ټيټېږي، د ژوند چارې سمې او پر وخت مخته نشي وړلی؛ ځکه د ډېرې ستړیا له امله یې پر سر شدید درد وي او ضعف پرې راځي. دې لیکنه کې پر دې خبرې کوو چې ټيټ فشار … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څېړنې؛ د دروغ ويلو پر مهال د انسان څېره بدلېږي

په معمولي ډول انسانان په خپلو خبرو کې ډېر هوسا وي او د ارامتیا احساس کوي او د خپل ژوند هره پېښه په خوار اسانۍ او پرته له کوم ځنډ څخه نورو ته ويلی شي. خو کله چې انسان دروغ وايي بیا په طبيعي حالت کې نه پاتې کېږي او څېره یې بدلون مومي. دا د انسانانو داسې يوه ځانګړنه ده چې که وغواړي او يا ونه غواړي د دروغ ويلو پر مهال یې څېره … نور ولولئ
سینما او موسیقي

مادهورې او جوهي چاولا ولې د بالیوډ له کوم ستور سره واده ونه کړ؟

“مادهوري دیکشت” او “جوهي چاولا” د بالیوډ فلمي صنعت سره تړلې دوه هغه وتلې ستورې/ اداکارانې دي، چې میلیونونه مینه وال لري، خو ایا تاسي د دې په لامل پوهیږئ، چې ولې د بالیوډ صنعت هېڅ سوپر سټار هم د دغه دوه اداکارانو د انتخاب وړ نشو؟ د بالیوډ ستورې “مادهوري ډکشیت” په ۱۹۹۹ کال کې له ډاکټر “شریم” سره واده کړی، په داسې حال کې چې اداکاره “جوهي چاولا” په ۱۹۹۵ کې له صنعتکار … نور ولولئ
روانې سلامتي

څېړنې؛ وېښتان د خوب وخت پېژني

لیکنه او راټولونه خوب د انسان په ژوند کې خوړو او اوبو په څېر خورا اړين دی، انسان په دوامدار ډول هره ورځ خوب ته اړتیا لري. خو د خوب اړتيا عمر ته په کتو توپیر کوي او هر انسان له خپل عمر سره سم باید په ټاکلې کچه خوب وکړي. څېړونکو نویو زېږېدلو ماشومانو ته له ۱۴ تر ۱۷ ساعتونو پورې، تنکيو ځوانانو ته ۹ تر ۱۱ ساعتونو پورې او بالغ او لوړ عمر … نور ولولئ
سپورټ

کمينز د ای پي ايل په پاته لوبو کې نه لوبېږي

اسټرالياوی الراونډر پټ کمينز د ای پي ايل ليګ د پاته لوبو لپاره عربي اماراتو ته نه ځي. وروسته تر هغې چې د شنبې په ورځ د هندوستان د کريکټ د کنټرول ادارې اعلان وکړ چې د ای پي ايل ليګ پاتې لوبې به د سپټمبر مياشتي له ۱۵ څخه بيا د اکتوبر مياشتې تر ۱۵ پورې په عربي اماراتو کې ترسره سي، اسټرالياوي الراونډر پټ کمينز پرېکړه کړې چې په پاتې لوبو کې به … نور ولولئ
افغانستان

وکیلان: د کرونا لپاره دې ښوونځي او پوهنتونونه نه تړل کېږي

د ولسي جرګې غړو د کرونا له امله د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو پر رخصتولو غبرګون ښودلی دی. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې کرونا یوازې په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې نه ده او حکومت ته نه ده په کار چې په دې حساسو شرایطو کې ورته اقدامات ترسره کړي. وکیلانو زیاته کړه چې په انلاین توګه د زده کړو کیفیت د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ارواپوهنې له نظره دا ټکي مهم دي !

د ارواپوهنې له نظره څو اړین ټکي: تل دا خبرې ذهن کې وساتئ ترڅو په هره برخه کې تاسو سره مرسته وکړي. ـ کله چې غواړئ له چا سره خبرې وکړئ، فکر مو وي چې د خبرو پر وخت ګیله او شکایت ونه کړئ؛ ځکه ستاسې دا کار په مخامخ لوري منفي اغېزه کوي. ـ که غواړې نور وګړي د یو رهبر په سترګه تاسې ته وګوري نو هیڅکله د موضوعاتو پر وړاندې په تېزۍ … نور ولولئ
سپورټ

د ټنډولکر دوه جالیب ارمانونه، چې ورته نه‌دی رسېدلی

  د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تکړه لوبغاړي سچن ټنډولکر ویلې، چې په خپل لوبیز ژوند کي یې دوه ارمانونه درلودل، چې هغه ته له هڅو سره ـ سره بیا هم ونه رسېد.   د ټنډولکر لومړی ارمان   «زه دوه ارمانونه لرم، لومړی داچي هیڅکه مي د هندي سونیل ګاواسکار سره لوبه نه دی کړې، کله چي لوی سوم د هغه سره لوبه کول مي یو لوی ارمان و، خو ورته ونه … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

تاناتوفوبیا/ له مرګه وېره؛ نښې او پر ژوند یې اغیزې

تاناتوفوبیا یو ډول اروايي ستونزه ده چې ځينې خلک ترې ځورېږي. کله کله انسان ته دا حس پیدا شي چې که زه مړ/ه شم، دا پلانی او پلانی کار، مور/پلار، اولادونه او … به څنګه کېږي. آن کېدی شي ځینې کسان د خپلې ځوانۍ د خاورې کېدو چورت یوسي او پر تاناتوفوبیا یا له مرګه وېره باندې اخته شي. دا ناروغي څه ډول نښې لري؟ د تاناتوفوبیا یا له مرګه وېرې نښې او علایم د … نور ولولئ