سینما او موسیقي

د احمد شاه بابا په اړه جوړیدونکی فلم به څومره د نوي نسل له پاره ګټور وي؟ 

  افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امپراطور احمدشاه بابا د ۲۴۹ تلین په مناسبت پرېکړه کړې، چې د احمدشاه بابا د کور د جوړولو تر څنګ د هغه په اړه فلم هم جوړ شي. دا چې دا فلم به څنګه فلم وي او د دې فلم جوړول او خپرول به د نوي نسل له پاره څومره ګټور وي او څه اغېزې به پرې وکړي؟ په دې لیکنه کې یې ولولئ. افغان حکومت د … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا دفاع وزارت: نور د سرتېرو د ایستلو معلومات نه خپروو

د امریکا د دفاع وزارت وایي د سرتېرو د ایستلو بهیر په سمه توګه مخ ته روان دی، خو تر دې وروسته به یې معلومات له رسنیو سره نه شریکوي. د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا پنځه سووه پروازونو کې ګن امریکايي سرتېري او زرګونه قطعې نظامي توکي له افغانستان ایستل شوي او دا بهیر په منظمه توګه مخ ته روان دی. دده په خبره له دې وروسته د … نور ولولئ
سپورټ

د چهارشنبې ورځ د راشدخان د ځلېدو ورځ ده

  د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د سوداګریزو کرکټ لوبو پاتې سیالۍ په دوبۍ کې پیلیږي. د دې لوبو بیا پیل د راشدخان دې اړوند لوبډلې لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ په لوبه کېږي. راشدخان په دوبۍ کې ډېرې لوبې کړي دي او په دې لوبغالو یې توپ اچونه بیخي په زړه پورې ده. هغه کولای شي چې د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې پر وړاندې د لاهور قلندرز لپاره یوه تاریخي توپ اچونه … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیوالې شورا د مې میاشت جایزو ته شپږ لوبغاړي نوماند کړي

  د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ د پاکستان حسن علي، د سریلانکا پراوین جایاوېکراما، د بنګله دېش مشفق الرحیم، د کاترین برایس ښځینه لوبغاړې له سکاټلېنډ څخه، له ایرلېنډ ګابي لیویس او ليه پال شاملې دي. په دې نوماندانو کې هغه لوبغاړي شامل دي، چې درې فارمټونو یا یې هم یو فارمټ لوبو کې ښه وړتیا ښودلې وي. د کرکټ نړیوالې شورا دا پروسه د مارچ میاشتې راهیسې پیل کړې، چې … نور ولولئ
سپورټ

د ټېسټ په قهرمانۍ سیالیو کې چا ډېر سټمپ او کېچ اوټونه کړي دي؟

  د ۲۰۲۰ د اګسټ راهیسې د کرکټ نړیوالې شورا د نړۍ د ټېسټ قهرمانۍ سیالۍ پیل کړي دي. په تېر یوه کال کې ځېنې وېکټ ساتونکو تر نورو ډېر سټمپ او کېچ اوټونه کړي دي، دلته یې درپېژنو! ټېم پېن د اسټرالیا د ټېسټ لوبو لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی دی، ده په تېر یوه کال کې د وېکټ ساتونکي په توګه ۶۵ کسان سوځولي دي، چې ۶۳ یې کېچونه نیولي او دوه یې سټمپ … نور ولولئ
په زړه پورې

د فرانسې ولسمشر مکرون په څپېړې وهلو ګڼ غبرګونونه را پارولې

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د خپل هېواد سویل ته د یوه رسمي سفر پر مهال د یو نا معلوم کس له لورې په مخ په څپېړه وهل شوی دی. پر ټولنېزو رسنیو خپور شوې دغه یډيويي کلیپ کې ښکاري، چې په شنه رنګه کمېس کې یو سړی راځي او ښاغلی مکرون په څپېړه وهي. له دغې پیښې وروسته امنیتي کسان ولسمشر مکرون له هغه ځایه وباسي. ویل کېږي چې د پېښې په تړاو دوه … نور ولولئ
افغانستان

عبدالله: نړیوال دې طالبان جدي مذاکراتو ته وهڅوي

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې په هېواد کې روانه اوږده جګړه نه د منلو وړ ده او نه هم نظامي حل لاره لري. نوموړي نن په کابل کې د سولې د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا په موخه جوړې شوې پنځمې مجازي ناسته ته چې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو بنسټونو استازو پکې برخه لرله وویل، سیمه‌ییز او د نورې نړۍ هېوادونه دې پر طالبانو فشار راوړي څو … نور ولولئ
روانې سلامتي

د زلمي خلیلزاد مبهمې خبرې؛ افغانانو ته د هغه محتاطانه مرکه څه پيغام لري؟

لیکنه: بشر درویش د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې لیدلي. هغه دې سفر کې له متفاوت پلاوي سره راغلی چې د امریکا د بیلابیلو ادارو استازي هم په کې شامل دي. نوموړي تیره شپه یوه خصوصي تلویزیون (طلوع نیوز) سره مرکه کړې چې دلته یې یو شمیر مهم ټکي را اخلو او درسره یې شریکوو: … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: د اډو غوښتنه کېږي خو موږ خپلو ګټو ته ګورو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې په سیمه کې د پوځي اډو لټون د امریکا یوه غوښتنه ده خو دوی خپلو ګټو ته ګوري. نوموړي له جیو نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې، ده وړاندې تر دې هم ویلي چې پاکستان له امریکا سره د پوځي اډو کوم نوی تړون نه دی کړی او نه هم دوی داسې اراده لري. نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې پاکستان په افغانسان … نور ولولئ
سینما او موسیقي

غزال عنايت: د هنرمندانو ټولنه هيڅکله د طالبانو تر تاثر لاندې نه راځي

افغانه سندرغاړې غزال عنايت وايي چې هيڅوک زموږ د هنر مخه نسي نيولای. غزال چې د سندرو ويلو تر څنګ ښايسته څېره هم لري اوس له هيواده لېري په ترکيې کې ژوند کوي. دې د امريکا ږغ اشنا ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې يې ژوند د ګواښ سره مخ وو نو ځکه يې ترکيه هيواد د ژوند لپاره وټاکی . غزال عنايت داهم وايي چې همدلته به خپلو هنري فعاليتونو … نور ولولئ