ټولنیز ژوند

لنډ حکايت

ژباړه يوه ورځ سقراط يو سړى وليد، چې ډېر خواشنى او خفه دى. نو سقراط ترې د خفګان د علت پوښتنه وکړه. نوموړي کس ځواب ورکړ: په لاره، چې راتلم نو يو نږدې ملګرى مې وليد او سلام مې ورته ورکړ، خو د سلام ځواب يې رانه کړ او په ډېر غرور راڅخه تېر شو، چې زه يې له دې ډول چلند څخه ډېر وځوريدم. سقراط وويل: ولې وځوريدې؟ سړى په حيرانتيا وويل: معلومه خبره … نور ولولئ
افغانستان

چین: له افغانستان سره مرستو ته چمتو یو

چین یو ځل بیا له افغانستان سره د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی. په کابل کې د چین سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي او پر بېلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې شوې دي. د چین سفیر ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې غوښتونکي دي چې دلته دایمي سوله او ثبات تامین شي. چینایي لوري همدا راز د مرستو د پراختیا ډاډ ورکړی … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک ټایمز: د افغانانو کنګل شوې شتمني باید ژر ازاده کړل شي

امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمۍ ازادې کړي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او د شتمنیو د کنګل کېدو له امله پر رامنځ ته شوي بحران خبرې کړې دي. سرچینه وړاندې لیکي، چې امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دلته رامنځ ته شوی بشري ناورین ورځ تر بلې پراخ شي. په لیکنه کې راځي چې په افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: افغانستان ته صادراتو کې کموالی راغلی دی

پاکستان وایي افغانستان ته یې په صادراتو کې کموالی راغلی دی. د راپورونو له مخې د پاکستان د سوداګریزې برخې چارواکو ویلي، له هغه وروسته چې په کابل کې نوی حکومت رامنځ ته شوی دغه هېواد ته د پاکستان په صادراتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی. سرچینه وړاندې لیکي چې په افغانستان کې روان وضعیت او کمزوری اقتصاد د صادراتو د کموالي اصلي لامل دی. پاکستاني لوري یو ځل بیا ټینګار کړی چې له … نور ولولئ
افغانستان

سمنګانی: د عمران خان خبرې ناسمې تعبیر شوې دي

د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وایي، چې رسنیو د عمران خان څرګندونې ناسمې ترجمه کړې دي. نوموړي پر خپل ټویټر د عمران خان د ټویټ انځور سره لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ملګرو هېوادونو څخه غوښتي چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي خو رسنیو د هغه دا خبرې غلطې تعبیر کړې دي. سمنګاني زیاته کړې ده، حقیقت دا دی چې عمران خان له دوستو هېوادونو څخه … نور ولولئ
افغانستان

افغانان عمران خان ته: بشري قوه دې زموږ نه ده پکار، موږ پوره ظرفیت لرو

وروسته تر هغه چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې غواړي افغانستان ته بشري ځواک ولېږي، د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو د نوموړي دې څرګندونو ته سخت غبرګون وښود. د ټولنیزو رسنیو کارونکو د عمران خان د خبرو په غبرګون کې ویلي چې افغانان د سیمې په کچه بشري قوه لري او د بل هېواد ځانګړې توګه د ترهګر پاکستان نه یوازې بشری قوې بلکې هیڅ راز مرستې ته اړتیا نه لري. دوی … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: د راتلونکي کال بودجه له بهرني تمویل پرته چمتو شوې ده

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان بودجه له بهرني تمویل پرته له کورنیو عوایدو جوړه شوې ده. د اسلامي امارت چارواکو نن په کابل کې د مالیاتي اونۍ د پرانستغونډې پر مهال پر هیوادوالو غږ وکړ، چې په ټاکلي وخت مالیه اړوندو ادارو ته ورکړي. د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دا د ټولو مشترکه دنده او مسوولیت دی چې د مالیې د ورکړې او د اقتصادي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ځينې وعدې پټې دوکې وي

پر هېچا/هېڅ شي دومره باور مه کوئ، چې ټول عمر به زموږ وي او ټول ژوند به له موږ سره کوي. ځينې داسې دي، چې لږ/ډېر وخت وروسته که موږ غواړو يا نه غواړو، له ژونده/ له لاسه مو ځي او د يوازېتوب دنيا ته مو سپاري. په حقيقت کې هغوی د نورو وو او دي. له اوله نه زموږ وو او نه یې له موږ سره د پاتېدلو اراده وه. له موږ سره يوازې … نور ولولئ
افغانستان

د خوړو پروګرام: نړیواله ټولنه دې افغانستان ته د پیسو لېږد ته دوام ورکړي

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان ته د پیسو استول جاري وساتي. مري اېلین مک ګرووارټي پرون په بروکسل کې له اسوشیتېدپرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی. مک ګرووارټي یوځل بیا خپله هغه وینا تکرار کړې چې په روانه اوونۍ کې یې پر ټویټر لیکلې وه چې افغانستان د خوړو د پلور او پېر په بازار کې د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

امریکایي چارواکو یو ځل بیا د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه NBC ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي چې امریکا هڅه کوي د نړیوالې ټولنې په همکارۍ تر اړمنو افغانانو بشري مرستې ورسوي. بلېنکن ټینګار وکړ چې طالبان باید خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي. نوموړي ویلي، چې دوی له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د نړۍ له هېوادونو سره پر دې تمرکز کوي … نور ولولئ