اقتصاد

جګړې د هلمنديو بزګرانو محصولات ليلام کړه

هلمند کې تر بل هر وخت د جګړې شدت ډېر سوی چې له امله يې بزګرانو ته هم زيان رسېدلی دی. هلمندي بزګران وايي چې پخوا به يې د څو ساعتونو په جريان کې د هيواد تر ګوټ ګوټ پورې کرنيز محصولات رسوله خو اوس مهال يې ټول حاصلات په کروندو کې خراب سوي او ياهم مجبور سوي چې ليلام يې کړي. محمدعيسی د لښکرګاه په درېمه حوزه بولان کې ځمکه په بزګرۍ نيولې،دی وايي … نور ولولئ
روانې سلامتي

ګډ کور، که د جنګ ميدان !

موږ او تاسې تل اورو یا مو لوستي چې ګډ کار کول او ګډ اوسېدل ډېرې ګټې لري، مګر په کمه استثنا په اکثره ګډو کورونو کې لانجې او زړه بدوالی موجود وي. له ګډو کورونو مې مراد هغه کورنۍ دي چې څو وروڼه له ودونو څو څو کاله پس او څو اولادو په درلودو بیا هم یو ځای اوسي او ښځې یې د کور کارونه، اخلی پخلی یا په شریکه کوي او یا یې … نور ولولئ
خواړه

انځر سرطاني حجرې له منځه وړي

ژباړه: عرفان لمر انځر يوه بشپړه غذايي ميوه ده چې په اسانۍ سره هضميږي. بقراط په څو ځايونو کې د انځر د خواصو او ګټو يادونه کړې او ويلي يې دي چې د بدن د التهابي ناروغيو لپاره يوه ښه ميوه ده. تازه انځر د سرطان مخنيوى کوي ځکه چې د بيتاکاروتين او وېټامين سي يوه ښه سرچينه شمېرل کېږي. پر دې سربيره فسفر، کلسيم، مګنيزيم او د A او B وېټامين درلودونکي هم دي. … نور ولولئ
خوندیتوب

چاغښت او د تخمدانونو ټنبلي؛ لاملونه او حللارې یې

ژباړه روغتياپالان چاغوالى او د تخمدانونو ټنبلي سره اړيکه کې بولي. هغه مېرمنې چې د تخمدانونو ټنبلي لري، معمولا د وزن په کمولو کې ستونزه لري. زياتره مېرمنې په يوه ډول د وزن له زياتوالي سره مخ دي. خو د تخمدانونو په ټنبلۍ اخته مېرمنو لپاره، د وزن کمول په يوه جدي ستونزه بدله شوې ده. د تخمدانونو ټنبلي(د تخمدانونو پولي سيسټيک سنډرو PCOS  په ښځينه‌وو کې تر ټولو عامه هورموني ګډوډي ده او کولاى … نور ولولئ
ادبیات

د معاصر ادب لیکوال طاهر افريدي شخصي او ادبي ژوند ته لنډه کتنه

راټولونه د پښتو د معاصر ادب د افسانو، ناولونو، راپورتاژ او سفرنامو نوموتی لیکوال طاهر افریدی د ۸۲ کالو په عمر ومړ. طاهر يه ۱۹۳۹ کې په دره ادام خېل کې وزېږېد. نوموړي رسمي زده‌کړې نه وې کړې، خو کله یې چې د شاعرۍ لومړنی اثر خپور شو، دا یې په خپل لومړني اثر سره ثابته کړه، چې طاهر د پښتو ادب لپاره ځلانده ستوری دی. طاهر افریدی هغه څوک دی، چې ۶۰ کاله یې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د هوايي بریدونو ارزونه کوو

امریکايي رسنیو ته ځينې حکومتي سرچینو ویلي په دې لټه کې دي چې د کابل ددفاع لپاره د هوایي بریدونو ارزونه وکړي. سرچینې زیاته کړې امریکايي نظامي چارواکي غواړي پر دې پلان کار وکړي چې که کابل یا د افغانستان نورو لویو ښارونو ته د طالبانو له لوري ګواښونه متوجه کېږي نو دوی وکړی شي پر وخت اقدام وکړي او هوایي بریدونه ترسره کړي. امریکايي سرچینو همدا راز ویلي دغه بریدونه به هغه مهال کېږي … نور ولولئ
خوندیتوب

شین چای د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره ګټور دی

  که څه هم افغانستان ته د کورونا وبا د رارسیدو سره سم د تور چای هر اړخیزې شخصي تجربې او یا هم کاذبي اوازي تودي سوژې وي، خو اوس تازه ځینې څېړنې د شین چای ګټې بیانوي. ـ د نړۍ ډېری هېوادونه لاهم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اخته کېدو کې دي او اوس یوې نوې څیړنې موندلې چې شین چای په دې ناروغۍ کې خورا ګټور کیدای شي. دا څېړنه په انګلستان کې د … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: بین الافغاني مذاکرات دې په لوړه کچه چټک کړل شي

ملګري ملتونه وایي باید په لوړه کچه د افغانستان د سولې خبرې چټکې کړل شي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي او ټینګار یې کړی چې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او باید د سولې خبرې چټکې کړل شي. د نوموړې په خبره ددې جدي اړتیا ده چې په لوړه کچه د سولې خبرې … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیزي لوبغاړي به د آی‌پي‌اېل په پاتې لوبو کې ونه لوبېږي

د هندوستان او ویسټ انډیز د کرکټ بورډونو ترمنځ خبرې روانې دي، ترڅو د ویسټ انډیز لوبغاړو ته د آی‌پي‌اېل په پاتې لوبو کې د لوبېدو اجازه ورکړي. د مې په ۲۹ مه د هندوستان کرکټ بورډ ځانګړې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د آی‌پي‌اېل د څوارلسم پړاو پاتې ۳۱ لوبې به په دوبۍ کې ترسره شي او دوی په دې اړه د بهرنیو کرکټ بورډونو سره په اړیکه کې دي، څو یې لوبغاړي په … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان لپاره د چهارشنبې ورځ ځانګړې وه

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو پاتې سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د افغان کرکټ ستوري راشدخان په بریالي مزل پیل شوې. د سه شنبې په ورځ یاران لیکنه خپره کړه، چې راشدخان په دوبۍ کې زیاتې لوبې کړي او ښې لاسته راوړنې لري؛ نو د چهارشنبې په ورځ به ریکارډي لوبه د اسلام اباد یونایټېډ پر وړاندې ترسره کړي، همداسې وشول. د راشدخان ۸۰ سلنه بریالۍ لوبې د لاهور قلندرز لوبډله د چهارشنبې په ماخستن … نور ولولئ