سپورټ

راشدخان د پي‌اېس‌اېل په ۱۷مه لوبه کې پنځه وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو

  د پنجشنبې په ورځ د جون په لسمه د پاکستان په سوپرلیګ کرکټ لوبو کې دوه سیالۍ ترسره شوې، لومړۍ لوبه مازیګر پنځه نیمې بجې د ملتان سلطان او کراچي کېنګز ترمنځ ترسره شوه. ملتان سلطان لوبډلې چې رحمان الله ګربز هم ورسره ولوبېد، په شل اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره د رحمان الله ګربز د درې منډو، د ریلي روسوو د ۴۴ منډو او د خوشدل شاه د ۴۴ ناسوځېدلو … نور ولولئ
افغانستان

لویډ اسټين: د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ ډېر ستونزمن دی

د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټين وایي د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوی دی. اسټین د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمېټې په استماعیه غونډه کې دغې پوښتنې ته د مشخصو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه وکړه چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو په واسطه د کابل او … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک ټایمز: بایډن او اداره یې هیڅکله د طالبانو واک ته رسېدل نه غواړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي چې طالبانو وروستیو څو اوونیو کې د یو شمېر سیمو د نیولو هڅې پیل کړې دي او داسې فکر کوي چې د زور له لارې واک ته رسېدلی شي. ورځپاڼه وایي، د جولای میاشتې تر نیمایي پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي خو دا په دې مانا نه ده چې افغانستان به یوازې پاتې کېږي. د ورځپاڼې په خبره، د امریکا ولسمشر جو بایډن او اداره یې هیڅکله … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: موږ سولې ته ژمن یو، طالبان جدي خبرو ته نه حاضرېږي

ولسمشر غني وایي، چې افغان دولت د سولې خبرو ته ژمن دی خو په وینا یې طالبان جدي مذاکراتو ته نه حاضرېږي. نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ کې د سره صلیب کمېټې له نوي رییس ایلوا فیلیون سره په لیدنه کې کړې دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سره صلیب پخواني رییس د نوي رییس د معرفي کولو تر څنګ وویل چې دوی په دوحه کې د جمهوریت او … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان ليګ په وروستي اوور کې د ۲ افغان لوبغاړو ريکارډ

د پاکستان کریکټ ليګ يو ځل بيا په عربي اماراتو کې پيل سويدی. سږکال د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو دی، چې د تېرو کلونو په توپير ډېری افغان لوبغاړي پکښې لوبېږي. محمدنبي هغه مهال پدې ليګ کې وو چې کله په پاکستان کې لوبو جريان درلودی خو چې دا ليګ د کرونا وېروس له کبله عربي اماراتو ته انتقال سو ، محمدنبي تر شا سو. نن په دوو لوبو کې څلور افغان لوبغاړي ،مجيب … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان، په شل اوریز کرکټ کې مې، د درېیوو سترو لوبغاړو سوځول نه هېرېدونکي دي 

د درېیوو لېجېنډز یا افسانوي لوبغاړو سوځول مې ستره لاسته راوړنه ده، راشدخان د شل اوریز کرکټ درې سترې وېکټې په ډګه کړې. راشدخان چې د خپلې ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې د ملا تیر دی، همداسې په شل اوریزو لیګونو کې چې هرې لوبډلې پیرلی، په اخیستلو یې پښیمانه شوي نه دي او تل یې د لوبډلې لپاره ۵۰ سلنه، ۷۰ سلنه او یا هم نوي سلنه لوبه کړې ده او لوبډله … نور ولولئ
سپورټ

د شپږیزه لیګ مینوالو ته بد خبر؛ دا لیګ هم وځنډول شو

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ د کورونا وبا د درېیمې څپې او د عامي روغتیا وزارت د ځینو لارښوونو او بندیزونو په اساس وځنډول شوې. اعلامیه کې ویل شوي، افغان کرکټ بورډ دا شل اوریزه سیالۍ په روانه جون او راتلونکې جولای میاشتې کې کولې، چې د کورونا له امله وځنډول شوې. افغان کرکټ بورډ په یاده اعلامیه کې ویلې: «د افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

شهزاد محمدي ۳۴ کلن سو؛ دلته مو یې لوبو ته کتنه کړې

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي نن پنجشنبه ۳۴ کلن شو، چې هغه ۳۴ کاله وړاندې د جون میاشتې په لسمه نېټه د هیواد په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی. افغان کرکټ بورډ شهزاد محمدي ته د کلیزي مبارکي ویلې او ددې ریکارډ یادونه یې کړې:   «د افغانستان چټک توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي محمد شهزاد ته دې ۳۴مه کلیزه مبارک وي. شهزاد د ۲۰۱۸م کال اسیا جام … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبغاړو د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته چمتوالی پيل کړ

د افغانستان کرکټ بورډ افغان لوبغاړو ته په کابل ولایت کي د چمتوالي ۱۵ ورځنی تمریناتي کمپ پيل کړ، چي ورڅخه موخه یې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو لوبو ته چمتوالی دی. افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، په یاد ۱۵ ورځني تمریناتي کمپ کې به افغان لوبغاړو ته د ملي روزونکو له لوري په توپوهنه، توپ‌اچونه او ډګر ساتنه کې ځانګړي تمرینونه ورکول سي. یاده اعلامیه کي راغلې، چي په … نور ولولئ
روانې سلامتي

د پاکستان د اسلامي همکاریو چارو وزیر: هیڅکله یو مسلمان بل هغه ته ضرر او درد نه رسوي

په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د اسلامي علماوو کنفرانس جوړ شوی دی. په دې کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان دیني علماوو ګډون کړی دی، همدا راز د سعودي عربستان چارواکي، دیني علما او د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان غړي هم ددې کنفرانس ګډونوال دي. دوی په یوه خوله په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتونکي دي او له ښکېلو لورو غواړي چې د سولې لپاره رامنځ ته … نور ولولئ