بریا او پرمختګ

د ځان قدر وکړئ؛ تاسې له ویاړونو ډک تاج پر سر لرئ!

خدای(ج) انسان ته د یوه شهکار کولو وړتیا ورکړې او بیا یې ویلي چې هېڅوک د انسان تقدیر نشي بدلولی، پرته له خدایه او د انسان خپل زیار. موږ په ټولنیز ژوند کې له داسې خلکو سره مخ کېږو، چې دوی به د ملګرو، خپلوانو او یا هم لاروي په څېره کې وي، د دوی خبرې به منفي اړخ لري، او په دې خبرو او مفکرو سره غواړي چې په موږ کې د حقارت حس … نور ولولئ
سپورټ

نوین الحق د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې ۳ وېکټې واخیستې

  د انګلستان وېټلېټي بلاسټ سیالیو نوولسم پړاو سیالۍ د جون په نهمه د اتلس لوبډلو په ګډون پیل شوي دي. په دې لیګ کې تر اوسه د نوین الحق لوبېدل تثبیت شوي دي او لانکا شایر پر وړاندې لوبه کې یې د جون په لسمه په ۴ اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه. پرون د جمعې په ورځ په دې لیګ کې اته لوبډلې د اتو نورو پر وړاندې … نور ولولئ
افغانستان

د پنټاګون یو چارواکی: ممکن امریکایي پوځیان بېرته افغانستان ته ستانه شي

د امنیت او استخباراتو په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) مرستیال رونالډ مولټاري ویلي چې ممکن امریکایي پوځیان بېرته افغانستان ته وګرځي. نوموړي د امریکا د استازو جرګې په یوه استماعیه غونډه کې ویلي چې د نوموړي دفتر افغانستان ته د پوځیانو پر احتمالي بېرته تګ کار کوي. په ورته وخت کې د امریکا د استازو جرګې یو تن غړي او پخواني پوځي مایک والټس هم ټینګار کړی دی چې افغانستان ته … نور ولولئ
سپورټ

زلمي خلیلزاد قطر کې د افغان فوټبال ملې لوبډلې لوبه له نژدې وکتله

د افغان سولي لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پرون شپه د افغان فوټبال ملې لوبډلې لوبه له نژدې وکتله او افغان لوبغاړي یې وهڅول. افغان فوټبال فدارسیون وايي، چې د زلمي خلیلزاد ترڅنګ د یادي لوبې لپاره هیواد د مذاکره کوونکي پلاوي غړې فوزیه کوفي او په دوحه کې افغان ډیپلوماټانو لوبغالي ته تشریف وروړی وو.   https://www.facebook.com/affofficial/photos/pcb.4170045739729592/4170030323064467/?__cft__[0]=AZXZUYT8WIxpGBg9o74hfWCDcvTwcKcfCAE5P9SQwMgg7yq9Y4laX2vKSdMMZ5dvCKKZ1rLkgPDeslCCE87xQg9R5zzowdICRBclsVWP793QWFLSxB9dHptDcZeW3Lm3zLnx0cciCKd9U1s-u1hd9krz&__tn__=*bH-R   د افغان فوټبال ملې لوبډلې پرونۍ لوبه   افغان فوټبال ملې لوبډلې د اسیا … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبغاړو په نشتون کې کوېټې لوبډله د اسلام اباد لخوا په اوپننګ ماته شوه

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو اتلسمه لوبه د جمعې په ماخستن د اته نیمې بجې پیل شوه. کوېټې لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د جېک وېترالډ د ۴۳ منډو په مرسته ۱۳۳ منډې وکړې او اسلام اباد یونایټېډ ته یې ۱۳۴ منډې هدف ورکړ. د اسلام اباد لپاره حسن علي، محمد وسیم او محمد موسی دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې. اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې یاد هدف په لسم اوور … نور ولولئ
پوهنه

ميرويس نيکه؛”افغانان خپلواک دي، یا به مرو او یا به سرلوړی او ازاد ژوند کوو”

  میرویس خان هوتک په ۱۰۸۴ه ق یا ۱۶۷۳م  کې زېږېدلی دی. پلار یې شالم خان نومېده، چې د هوتکو د قوم یو منلی مشر وو. مور یې نازو انا وه چې په پښتونولۍ یې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه. میروېس خان په زلمیتوب کې د وخت مروجه علوم لوستي وه او وروسته په سوداګرۍ بوخت وو. له خراسانه به یې مالونه هندوستان او د هغه ځایه به یې هېواد ته راوړل، … نور ولولئ
سینما او موسیقي

پټان؛ هنګامه اچوونکی فلم په بشپړېدو دی

د بالیووډ د سلطان او د بالیووډ د پادشاه د فلم( پټان) جوړېدو ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی ده، او ویل شوي ول چې د ۲۰۲۱م په جنورۍ میاشت کې به د سینما په پرده خپور شي، خو له دې نیټې ورسته هم تراوسه د(( یش راج)) فلم جوړونکي شرکت په رسمي توګه د دی اعلان نه ده کړی، چې پټان فلم به کله خپور شي. په پټان فلم کې چې سلمان خان له شاه … نور ولولئ
سپورټ

شکېب الحسن د ډاکه ډېوېژن پرېمېئرلیګ لوبه کې دوه ځلې وېکټې وهلي او لفظي شخړه یې کړې

  شکېب الحسن په بنګله‌دېش کې د ډاکه ډیویژن لیګ لوبوکې د محمدان سپورټېنګ کلب په نامه لوبډلې لوبډلمشر دی او د اباني لېمېټېډ لوبډلې پر وړاندې لوبه کې یې خپله غوسه ښکاره کړې ده. د شپږم اوور یو توپ شکېب الحسن ترسره کړ او په مشفق الرحیم یې اېل بي ډبلیو اپيل وکړ، لوبڅار د ده اپیل رد کړ. نو شکېب الحسن غوسه شو او نان سټرایک وېکټې یې په لغته ووهلې او وې … نور ولولئ
افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره کړې اعلامیه کې په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر کارکوونکو برید هم په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې د هغو کسانو په نښه کول ستر بشري جنایت دی چې بشردوستانه خدمات ترسره کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان نن د رسنیو د سر ټکی وو

راشدخان چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د پاکستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې په پرله ډول د اسلام اباد یونایټېډ او پېښور زلمي لوبډلو پروړاندې د غوره کارکرده ګۍ له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو؛ نو اوس د نړۍ ډېری فیسبوک پاڼو، وېب پاڼو او ټویټراکاونټونو باندې د هغه غوره کارکرده ګي لیکل شوې ده. د سپورټ ۳۶۰ په نامه یوې فیسبوک پاڼې په خپل پوسټ کې د راشدخان داسې … نور ولولئ