افغانستان

د کابینې پرېکړه؛ له ازبیکستانه-مزار او پېښور ته دې د ریل پټلۍ سروې وشي

د افغانستان ا.ا کابینې ټولګټو وزارت ته سپارښتنه کړې ده چې له ازبیکستانه-مزارشریف او پېښور ته د ریل پټلۍ د پروژې ځمکنۍ سروې پیل کړي. د چارو ادارې د معلوماتو له مخې، د کابینې غونډه کې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په ګډون د ریاست الوزرا مرستیال وزیرانو او سرپرست وزیرانو هم ګډون کړی وو. په یاده غونډه کې پرېکړه شوې ده چې ریل پټلۍ پروژې په اړه دې سروې وشي تر څو په … نور ولولئ
افغانستان

پخواني ولسمشر له ناروې د مرستې ډېرولو غوښتنه کړې

پخواني ولسمشر له ناروې د مرستې د ډېرولو غوښتنه کړې ده. د ناروې سفیر او د افغانستان لپاره د ناروې د ولسمشر ځانګړي استازي انډرېس لینډ من په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان پر روان وضعیت خبرې شوې دي. حامد کرزي ویلي چې ناروې له اوږدو کلونو راهیسې له افغانستان سره په بېلو برخو کې بشردوستانه مرستې لرلې دي … نور ولولئ
افغانستان

د م.م کاروپوهان: افغانستان سره باید تعاملات ډېر شي

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي. په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې کارپوهانو په خپل راپور کې ویلي چې نړۍ باید د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي او دوی د بشري حقونو رعایت ته وهڅوي. سرچینه وايي چې همدا اوس په افغانستان کې هم له اقتصادي پلوه او هم له بشري پلوه وضعیت ترینګلی دی او د وضعیت کنټرول د … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: د افغانستان کشمکشونو کې موږ لاس نه لرو

روسیه وایي د تاوتریخوالي او جګړو پر مټ افغانستان ته دایمي ثبات نه شي راتللی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان او سیمه کې د جګړو د دوام ملاتړي نه دي. د نوموړې په وینا په افغانستان کې د جګړو او قومي کشمکشونو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د ټولې سیمې ثبات له خطر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ما لکه هندوه، په اووه ځلي جنمونو (زېږېدو) کې چې ژوند کړی وي

کله مې چې لومړنۍ دنده واخیسته، زده کوونکې وم. رییس مې اوس هم چې کله چېرته راسره مخ شي یا زما ذکر څوک وکړي؛ له ځانه سره مسک شي، د مسکا په علت یې پوهېږم، ځکه تل یې درېیم ګړي ته زما په لیدو داسې بیان کړی؛ مِهر چې کله زموږ دفتر ته راغله، سم دم الک و الک: مخ یې نه پټوه، ساده ټیکری به یې په سر او د هلکانو بوټونه به یې … نور ولولئ
افغانستان

نۍ: افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د رسنیو څخه د ملاتړ ازاد بنسټ، نۍ د رسنیو د تړل کېدل او د لسګونه خبریالانو وزګارېدل، د اندېښنې وړ بللې ده. د جدي/ مرغومې ٢٧ د دغه بنسټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې، د لسګونه رسنیو دروازې تړل شوي او ډېر شمېر کارکوونکي وزګار شوي دي. نۍ ټینګار کړی چې د ډېری رسنیو تړل کېدل او د خبریالانو بې کاره … نور ولولئ
افغانستان

په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله وتونکی دی

په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله وتونکی دی. د لوږې پر وړاندې د مبارزې د یوه نړیوال بنسټ مسوولینو له کابل له ان پي ار راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د نړیوالو لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده. سرچینه وړاندې لیکي چې ورو ورو په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله وتونکی دی او تر راتلونکي پسرلي د هېڅ ډول پرمختګ خبر … نور ولولئ
خوندیتوب

ولې ښځینه د تخمدانونو په سنډروم اخته او میاشتنی عادت یې ستونزو سره مخ کېږي؟

تخمدانونه کوچنۍ کڅوړې لري چې له مایع ډکې شوي، دا کڅوړې د فولیکل په نامه یادېږي. کله چې تخمه وده کوي، نو فولیکل چوي، تخمه ازادېږي او د تخمدان د ټیوب او رحم په لوري حرکت کوي. دا چاره د تخمې تولید نومېږي. د تخمدانونو په سنډروم اخته مېرمنو ”پولې سیسټیک“ تخمدانونه د تخمې د ودې لپاره د اړتیا وړ هورمونونه نه افرازوي. فولیکل وده کوي او مایع تولیدوي، خو تخمه نه پخېږي. په بدل … نور ولولئ
سیاست

ټرمپ: د امریکا د ژغورلو لپاره بېرته راګرځم

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په اریزونا ایالت کې د خپلو پلویانو یوې پراخې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا پر اوسني ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي. نوموړي زیاته کړې ده چې جوبایډن د امریکا د اداره کولو وړتیا نه لري. ټرمپ ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ټاکنو کې هم درغلي شوې ده او د دې درغلۍ په ترڅ کې د بایډن په څېر … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل په بت خاک څلور لارې کې د نننۍ چاودنې له امله درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد وزارت په وینا، دا چاودنه د بت خاک څلور لارې ته څېرمه رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې یو ماشوم وژل شوی او دوه نظامیان ټپيان شوي دي. د یاد وزارت په خبره، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. … نور ولولئ