ټولنیز ژوند

د ښځو لپاره ۱۰ خطرناک هېوادونه!

ژباړن: حسیب الرحمن نورمل په نړۍ کې د ډېرو پرمختګونو سره سره ښځې په بد حالت کې ژوند کوي، د ښځو د امنیت خوندیتوب یوه مهمه مسله ده، خو لا هم په ځینو هېوادونو ورته هېڅ پام نه کیږي، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پر ښځو جنسي تېري کیږي، اختطاف او پلور کیږي دې ته ورته نور پرې زور زیاتی کیږي. دلته د هغو هېوادنو یادونه کوو چې ښځې په کې په بد حالت … نور ولولئ
سپورټ

کمیلاویکټورنیز او رانګپور رایډرز فاینل ته د رسیدو په تکل کې دي

د بنګله دیش د کورني ۲۰ اوریزه کرکټ غوره لیګ تجارتي سیالیو پنځم پړاو لوبو کې د کمیلا ویکټورینز او رانګپور رایډرز کرکټ لوبډلې پای لوبې ته د رسیدو په هڅه کې دي. د «بي پي ایل» یا بنګله دیش د کورني ۲۰ اوریزه کرکټ غوره لیګ سیالیو کې تیر ماښآم دواړه لوبډلې د لوبې دګر ته ولاړې، خو د باران د زیات اورښت له کبله لوبه د نن ورځې ته وځنډیده. د کمیلا ویکټورینز … نور ولولئ
سپورټ

ولې مو ایرلینډ ته لوبې وبایللې !؟ څو سببونه یې

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو سیریز یا لړۍ ترسره شوه، چې پکې افغان لوبډلې د ایرلینډ خلاف په سیریز کې ماتې وخوړه. افغانستان په اوسني وخت کې نسبت ایرلینډ ته یوه پیاوړې لوبډله ده، خو بیا هم ایرلینډ افغانستان ته ماتې ورکړې. ولې افغان لوبډلې ماتې وخوړې ؟ څو سببونه یې کیدای شي. ۱ – د کرکټ هره نړیواله لوبډله، … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د ایرلینډ خلاف سیریز کې ماتې وخوړه

   د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پیل شوې وه، چې پکې ایرلینډ د سیریز بریا خپله کړه. د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دغه ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د لړۍ په لمړۍ لوبه کې افغانستان، خو په وروستیو دواړو سیالیو کې ایرلینډ افغانستان ته ماتې ورکړې او د دغه … نور ولولئ
سپورټ

ډهاکه لوبډله د بي پي ایل سیالیو پای لوبې ته رسیدلې

یاران – د بنګله دیش د کورني کرکټ غوره لیګ ۵ م پړاو بي پي ایل سیالیو په روانه لړۍ کې د ډهاکه ډینامیټس کرکټ لوبډله د دغه لیګ پای لوبې ته ورسیده. د پنځم پړاو غوره لیګ په دغه سیالیو کې د ډهاکې ډینامیټس کرکټ لوبډله پای لوبې ته د رسیدو په موخه د کمیلا ویکټورینز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شوه، چې ډهاکې لوبډلې کمیلا ته په ماتې ورکولو سره د لمړۍ … نور ولولئ
په زړه پورې

نن ماښام به د نړۍ ګڼې مشهورې ودانۍ په ابي رڼا روښانه شي

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت او په نړۍ کې د بشري حقونو د تامین د هڅو سره د ملاتړ په خاطر به نن له نیویارک نیولې تر لبنان پورې د نړۍ ګڼې مشهوري ودانۍ په ابي نور روښانه شي. د بشري حقونو د څارنې نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي” په درسته نړۍ کې په نن ۲۴ مشهورې ودانۍ د بشري حقونو د ارزښتونو ( مساوات، درنښت او عدالت) ته د … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان او ایرلینډ د سیریز ګټلو په هڅه کې دي

د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغان او ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ، د تیرې سې شنبې په ورځ پیل شوه، چې په لمړۍ سیالۍ کې افغان او دویمې لوبه کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې بریا خپله کړه. د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دغه ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ ۱ د ۱ په مقابل کې برابره … نور ولولئ
خواړه

شپږ میوې چې ستاسو پوستکی ( جلد) بهتره کوي

لیکنه: ډاکټر موکیش باترا، د پوستکي متخصص ژباړه : شمیم اتل د بدن پوستکی د بدن لویه برخه ده. دا د انسان وجود له جراثیمو، میکروبونو او زهرجنو توکو سره د تماس پر مهال خوندي ساتي. پوستکی دی چې تاسو ته د بهرنۍ نړۍ احساس درکوي او ستاسو د وجود د تودخې اندازه په یو حال ساتي. د پوستکي ګڼو دندو ته په پام باید ددې ښه ساتنه وکړو. صحي خواړه او ځینې واړه واړه … نور ولولئ
سیاست

په سوله کې د حکومت انزوا؛ زیانونه او حل لارې یې څه دي؟

افغان سولې ته د امریکا متحده ایالاتو زیاته شوې پاملرنه او په دې برخه کې ځينې پرمختګونه څرګندوي، چې افغان حکومت له سولې بهیر څخه منزوي شوی او دا لړۍ ورځ تربلې لا پياوړې کیږي. په تازه ګام کې د وسله والو طالبانو ځینو سرچینو منلې، چې دوی د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په افغانستان کې د خپلو زرګونه بندیانو د خوشې کیدو په … نور ولولئ
سپورټ

بهیر محبوب په مسلسلو سلیزو سره د ۱۹ کلنې لوبډلې غړی شو

د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا سره د ثبت احمد شاه ابدالي د فرسټ کلاس پیل شویو څلور ورځینیو سیالیو د پیل څخه د هېواد د کورني کرکټ لوبغاړي بهیر محبوب د سلیزو په جوړولو سره پیل وکړ، چې په خپلې لمړۍ لوبه کې یې غبرکه سلیزه جوړه کړه. له هغې را وروسته بیا هم نوموړي د سلیزو لړۍ روانه وساتله، چې په خپلې دویمې لوبه کې یې په دوه پاڼیو کې … نور ولولئ