بریا او پرمختګ

کاري کمپيوټر کې دا پنځه څېزونه مه ساتئ!

کله کله موږ په خپل کمپيوټر یا مبایل کې ځينې داسې څېزونه یا مواد ساتو چې باید ونه ساتل شي. خو که چېرې دغه ډول څېزونه زموږ په شخصي مبایل او کمپیوټر کې خوندي وي، نو دومره د اندېښنې وړ مساله نه ده. خو که موږ له کومې رسمي ادارې سره اړیکه ولرو او په خپل کاري کمپیوټر کې داسې مواد او څېزونه ساتو چې زموږ د شخصي ژوند او زموږ د عاداتو سره اړیکه … نور ولولئ
ژوند بڼه

یو ساده تمرین چې په سختو شرایطو کې مو پیاوړي کولی شي

ژباړه او زیاتونه : ډاکټر احمدجاوید داودزی د دوه دقیقو لپاره ځان پیاوړی ښودل(ځان غزول، ځان پراخول یا آمرانه دریځ غوره کول) ستاسې په روحي پیاوړتیا کې ژور او اغیزمن بدلون راوستلی شي. څیړونو ښودلې چې دا کار د بدن فزیالوژۍ کې د ځینیو بدلونونو لامل ګرځي د بیلګې په ډول که تاسې د پیاوړتیا احساس ځان کې راولئ نو ستاسې تستوسترون(یو ډول هورمون) کچه په بدن کې لوړیږي او کورتیزول(یو ډول هورمون) کچه ټیټیږي. … نور ولولئ
boy hid from his mother in the closein the wardrobe at night, plays with the phone
ټولنیز ژوند

پنځه شیان مو له خلکو پټ وساتئ

د جیم روهن لیکنهد همیانۍ ژباړهموږ په حیرانوونکې؛ خو ځيرکه او دوه مخې نړۍ کې ژوند کوو. کله کله د دې اړتیا شته ده چې خپله خوله پټه وساتو او د ځینو کسانود خبرو او تبصرو پر وړاندې یوازې یوه مسکا وکړو. د خپلې بریا او نېکمرغۍ په اړه له پوره ځرکتیا او پامه کار واخلئ.همدارنګه ځېرکتيا په نړۍ کې د ډېرو پټو رازونو د کشف لپاره مهم کار دی، خو ډېر داسې تور زړي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له هغو خلکو سره څه وکړو، چې تل ناوخته کوي؟! ۴ حل لارې

لیکنه: کریسټا کټلر ژباړه: غازي عابد موږ او تاسې ټول له هغو ملګرو سره مخ کیږو او لرو یې چې هرې غونډې، میلې او کار ځای ته په خپل وخت نه راځي. دغسې انسانانو سره خلک تنګیږي، ځکه هر وخت ورته انتظار کول سخت او د وخت وژل وي. په افغانستان کې بیا دا ستونزه خورا زیاته ده. له یوه مشر نیولې، تر کشره پورې تقریباً هره یو په خپل وخت یوې غونډې، کار ځای … نور ولولئ
کلتور او هنر

هغه ۱۰ هندي فلمونه، چې ۲۰۱۸ کې يې مینه وال په تمه دي

۲۰۱۷ کال د هندي سینما د ځينو وتلو فلمي ستورو لپاره د ناکامۍ او د ځينو نورو لپاره د بریا او کامیابۍ کال و. خو ۲۰۱۸ میلادي کال پورې د ډېرو وتلو فلمي ستورو هیلې تړلي دي. دا کال به هم د ګڼو نورو فلمونو تر څنګ د وتلو فلمي ستورو لکه شارخ خان، سلمان خان، امیر خان، اممتابچن، اکشی کمار او… فلمونه خپریږي؛ خو په دې کې ځينې داسې فلمونه هم شته چې مینه … نور ولولئ
کلتور او هنر

ښايي د (زیرو) په فلم سره د شاروخ خان بخت راویښ شي

لیکنه: ایمل مړوند د هندي سینما د پاچا شارخ خان د بخت ستوری د څه مودې راهیسې له هغه مرور شوی او د پخوا په شان نه ځلیږي. د ګینګ خان وروستی فلم (جب هیري میټ سیجل) د انوشکا شرما سره و، خو بازار يې سوړ و او ددې ترڅنګ چې د پام وړ پیسې يې ونه ګټلې، د لیدونکو او فلمي شنوونکو له خوا له نیوکو سره هم مخ شوی دی. نو خکه خو، … نور ولولئ
سپورټ

د IPL سیالیو راتلونکی پړاو او د لوبغاړو لپاره د پیسو ګرم بازار !

لیکنه: احسان الله ساپی د هندوستان د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه اي پي ایل تجارتي سیالیو ۱۱م پړاو په روان ۲۰۱۸ م کال کې ترسره کیږي، چې د دغې سیالیو لیلامۍ څخه وړاندې د لوبغاړو خپلولو لپاره شرایط اعلان شول. د اي پي ایل په نامه د دغه ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د راتلونکي پړاو د لوبغاړو را خپلولو په لړۍ کې به هره لوبډله د لیلامۍ وړاندې د ۳ هغه لوبغاړو د ځان … نور ولولئ
سیاست

په افغانستان د ټرمپ د ټویټ لنډ احتمالي اثرات

د خوشال خلیل لیکنه د ټرمپ پاکستاني ضد ټویټ د پاکستان ټول سټبلشمنټ لړزولی دی او تر اوسه چې د دغه هېواد د پوځ، ملکي ادارو او سیاسیونو کوم غبرګونونه مخې ته راغلي ټول له ګیلو ماناو او انکار ډک دي او داسې ښکاري چې پاکستان په اسانۍ د امریکې دوستي له لاسه نه ورکوي په ښکاره به ورسره ډغرې وهي خو په پټه به همکاري ورسره زیاتوي چې خپل خلک بې خبره وساتي او … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په نیوزیلینډ کې څلورمه بریا خپله کړه

لیکنه: احسان الله ساپي د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د تیاریو په موخه په نیوزیلینډ کې تمریناتي کیمپ پیل کړی دی، چې په څلورو مسلسل سیالیو کې یې د نیوزیلینډ ځایي کلب سنټرال ډېسټرېکټ اېلېون په نامه لوبډلې ته ماتې ورکړې دي. د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نیټه ۸ ورځې وروسته په نیوزیلینډ … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

یو اغیزناک او بریالی ښوونکی باید دا ۱۰ ځانګړنې ولري

لیکنه: کریج امپلمن ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل د باسکټبال د ټیم مشهور روزونکی او مشر جان وډین (John Wooden) د یوه روزونکي په توګه د ښوونکي په اړه داسې وايي: «ښوونکی باید په دوامداره توګه د داسې لارو په لټه کې اوسي، چې وکولای شي د ده سره د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي او له خپلو زده کوونکو سره هم په دغه برخه کې خپله پوره هڅه وکړي. ښوونکی باید په خپل ژوند … نور ولولئ