سپورټ

مینوالو ته زیری؛ د حمید حسن او شهزاد په اړه ګنګوسې پای ته ورسیدې!

د افغانستان کرکټ بورډ د زیمبابوې خلاف راتلوونکو سیالیو ته ۱۵ کسیزه لوبډلې اعلان کړې، چې پکې د یو کلن بندیز سره مخ شهزاد محمدي او ټپي شوی حمید حسن هم بیرته په لوبډله کې شامل شوي دي. په ټولنیزه شبکو فیسبوک پاڼو کې د شهزاد محمدي په اړه اوازې وي، چې ګنې نوموړی به د زیمبابوې خلاف راتلوونکو سیالیو کې ونه لوبیږي، خو اوس د نوموړي راتګ یقیني شو. افغان کرکټ بورډ د زیمبابوې … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

زموږ د معارف څو اساسي ستونزې

د ننګیال وزیر لیکنه د پوهنې ستونزه په نویو ښوونځیو نه حل کېږي، په کنفرانسونو او خبرو نه حل کېږي زموږ ستونزه په سیستم کې ده. غني وای که ما د زړه خبرې وکړې پښتانه به مې په سر لرګي کړي مات دا یو څو درته بیانوم. ۱: د ټولې نړۍ سیستمونه او نصاب وګوره اول نه تر دریم ټولکي دوه یا درې کتابه وي چې موخه یې ماشومانو ته یوازې او یوازې لیک لوست … نور ولولئ
سپورټ

د شپږیزو ماسټر په بیګ باش کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی !

د کرکټ نړۍ پياوړی توپ وهونکی او د شپږیزو ماسټر ویسټ انډیزی کریسټپر هینري ګیل د اسټرالیا د کورني بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی دی. د پاکس سپورټز ڼړیوالې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې کریس ګیل، چې د کرکټ په ډګر کې د توپ وهنې یو خطرناک لوبغاړی شمیرل کیږي، په دغه لیګ کې به د ملبرن رینیګیډز لوبډلې په ګټه ولوبیږي. د بیګ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

استانبول ته له سفر وړاندې دا ۹ ټکي په یاد ولرئ

ژباړه: شاهین ناپیلون به ویل، که نړۍ یواځې یو هیواد وی، استانبول به يې پلازمینه وه. زه تازه له ترکیې راستون شوی یم. ترکیې ته دا زما لومړی سفر و. ما په استانبول کې یوه اوونۍ تیره کړه. استانبول ښکلی ځای دی او زما سفر هم ډیر خوندور و. خلک يې صمیمي او کلتور يې ښایسته دی. له ما سره یو کس د ژباړن او سفري لارښود په توګه ګرځیده. ټول استانبول مې ګز و … نور ولولئ
سپورټ

د سنرایز حیدر اباد روزونکی: راشد خان ډیر خریداران لري، باید ژر یې راخپل کړو

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره تجارتي کرکټ سیالیو کې د افغان لوبغاړي راشد خان په اړه د پخواني هندي لوبغاړي او اوسني روزونکي لکشمن اندیښنې را پیدا شوې دي. د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی لکشمن چې په تیر ۱۰ م پړاو اي پي ایل سیالیو کې د سنرایز حیدر اباد لوبډلې د روزونې دنده ترسره کوله وايي، د سنرایز حیدر اباد لوبډله دې ژر تر ژره راشد خان را خپل کړي، ګنې … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله د کرکټ نړیوال جام پیل د پاکستان خلاف کوي

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ پيل کیږي، چې پکې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي. د نیوزیلینډ په کوربه توب د نړیوال جام په دې سیالیو کې ۱۲ د پوره غړیتوب لرونکې او ۴ د دویمې درجې هیوادونو د کرکټ لوبډلې ګډون کوي، چې په څلورو ګروپونو ویشل شوې دي. د دې سیالیو په ګروپ کې نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا، کینیا، په دویم ګروپ … نور ولولئ
په زړه پورې

د جاپان د ونو هغه سمندر؛ چېرې چې خلک ځان وژنې ته ورځي

د مهر تاج ژباړه او راټولونه دنیا کې د ژوند په څېر بل هيڅ قيمتي نعمت او ډالۍ نشته، او نه یې هم د دنیا عیش و عشرت، شهرت، تخت او دولت ځای نیولی او نه هم انسان ته سکون ورکولای شي. خو له دې سره سره هم په دنيا کې ډېر داسې خلک شته چې د الله تعالی له لوري ډالۍ شوي ژوند په ختمولو کې ځنډ نه کوي. ځینو ته چې ژوند تیاره … نور ولولئ
سپورټ

ننګرهار:  د ۳۰۰ ځوانو ورزشکارانو ترمنځ دوستانه سیالۍ پای ته ورسیدې

د جدي میاشتې په ۱۵ نېټه ځوان ټولنیز بنسټ او د حامد سلیم ووشو او کنکفو کلپ ننګرهار کې د ووشو او کنکفو د ګڼو ورزشي کلپونو تر منځ د دوستانه  سیالیو پروګرام جوړ کړی و او کابو ۳۰۰ ځوانو ورزشکارانو پکې برخه اخیستې وه. د پروګرام په پیل کې د ځوان ټولنیز بنسټ د ورزشي څانګې مرستیال حامد سلیم سنګر په خپلو خبرو کې د دې سیالیو موخه د ځوانانو ورزشکارانو یووالی او هڅونه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د روښانه راتلونکي لپاره مو له ځانه دا پنځه پوښتنې وکړئ!

لیکنه: نیکولاس کول ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل ځاني پرمختګ هغه شیبه پیلیږي، کله چې له ځان نه سمې پوښتنې پیل کړې. خپلو اعمالو او افکارو ته کتنه د ځاني پرمختګ کیلي ده. خلک فکر کوي چې ځاني پرمختګ به د یوه ښه کتاب په لوستلو کې نغښتی وي، یاهم د نړۍ مشهور ویناوال ټوني روبین (Tony Robbins) په سیمینار کې وي، خو حقیقت دا دی چې ځاني پرمختګ په هره شیبه، هر وخت او هر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ښځه او خاوند ترمنځ د ښکلي ګډ ژوند څو اړینې لارښوونې

 ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل هره جوړه (ښځه او میړه) په خپل منځ کې له یو بل سره د ژوند په ځینو مسایلو شخړې کوي. خو که چیرې ستاسې مینه له خپل خاوند او یاهم د خاوند له میرمنې سره رښتینې وي او غواړئ چې تل ورسره رښتیني پاتې شئ، نو کولای شئ چې په زغم او پوهاوي سره د شخړو مخه ونیسئ. لاندې ځینې لارچارې په روښانه توګه بیان شوې دي: ۱-  یو بل ته … نور ولولئ