خواړه

هغه مېوې چې زړي يې زهري وژونکي دي 

د بيولوژي پوهانو د ځينو مېوو يادونه کړې، چې زهري زړي لري او په هېڅ وجه بايد ونه خوړل شي. د العربيه په حواله، روغتياپال محمد ايهاب فواد، د مصر د چاپېريال پېژندنې څېړنيز مرکز رييس، وويل: “د ځينو مېوو زړي هايدروسيانيک لري، چې خطرناکه بې رنګه مايع او معدني اسيد دى، چې پروسيک prussic اسيد نومېږي او کولاى شي شديد مسموميت رامنځته کړي.” دا زړي د زردالو، الو، شفتالو، مڼې او ترخه بادامو دي. … نور ولولئ
افغانستان

قریشي:د پاکستان سیاست تغیر کړی، اوس موږ اقتصادي ګټو ته ګورو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د سولې ټینګېدو برخه کې همکارۍ ته چمتو دی. قریشي دغه څرګندونې نن د انتالیا ناستې په څنډه کې د مصالحې شورا له رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال کړې دي. قریشي ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د سیاسي حل لارې غوښتونکی دی او په وینا یې دغه هېواد په هېڅ صورت د پوځي حل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ځينو له خوا ولې نجونې ځورول کېږي او له کومو ستونزو سره مخ کوي؟

  د بشري حقونو یوې نړیوالې ډلې له افغان حکومته غوښتي چې د نجونو او ښځو د ځورولو او ازار ستونزه حل کړي. د بشري حقونو د څار ټولنې یوې څېړونکې په لارو کوڅو او دولتي ادارو کې د ښځو د ځورولو ستونزې ته د افغان ولسمشر اشرف غني پاملرنه پرځای بللې ده. د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې په نیویارک کې دی په یوه بیان کې د دې ټولنې د څېړونکې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان په «PSL» لیګ کې د ځوان افغان لوبغاړي د ځلېدو ورځ

د پاکستان سوپرلیګ په ۲۷مه لوبه کې پرون کراچي کینګز او لاهور قلندرز لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېدې، چې پکې کراچي کینګز لوبډلې په ۷ منډو توپیر لاهور قلندرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.   د یادي لوبې بشپړ جذیات   لومړی توپوهنه کراچي کینګز لوبډلې وکړه، چې په ټاکل شلو اورونو کي یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۶ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکی. کراچي … نور ولولئ
سپورټ

د نیوزیلنډ پر وړاندې ننۍ پایلوبې ته د هند ۱۱ کسیزه لوبډله

د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه   د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي. د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه به یې نن د جمعې په ورځ ماپښین ۲ بجې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا د القاعده د احتمالي ګواښ په اړه اندېښمنه ده

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال لوړپوړو امریکایي پوځیانو د القاعده شبکې د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن اعلان دا وېره پيدا کړې چې افغانستان به کورنیو جګړو ته ولاړ شي. د دې راپور پر بنسټ له دې ناکراریو سره دا اندېښنې هم دي چې القاعده … نور ولولئ
افغانستان

پوتین: جو بایډن ته مې افغانستان او عراق کې د ملکیانو د وژنې پیغور ورکړو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي چې بایډن سره یې لیدنه ګټوره وه. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بایډن ورته د قاتل ویلو له امله ورنه بښنه وغوښته او کنه وویل، ده په دې اړه چې په رښتیا قاتل څوک دی له بایډن سره خبرې کړې دي. پوتین د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، بایډن ته یې په … نور ولولئ
سپورټ

تیم‌سوتي: روهیت شرما په درې‌واړه فارمټونو کې فوق‌العاده لوبغاړی دی

د نیوزیلینډ د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي تیم سوتي تازه په یوې مرکه کې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي روهیت شرما په اړه څرګندونې کړي. تیم سوتي ویلي، روهیت شرما په درې واړه فارمټونو کې غوره لوبغاړی دی او هغه کولای سي، په درې واړه فارمټونو کې هر وخت لوبه په خپل کنټرول کې واخلي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې هند غوره توپوهونکي … نور ولولئ
سپورټ

سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي. د راپورونو له مخي د … نور ولولئ
سپورټ

په نړيوال يو ورځني کریکټ کې د هیوادونو په کچه تر ټولو ښه توپ اچوونه

ځيني توپ اچوونکې سته چې د خپل هیواد لپاره یې په نړيوالو یو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ښه توپ اچوونه کړې وي. د يو ورځنیو لوبو تاریخ اوږد دی خو په همدې تاریخ کې ځینو لوبغاړو تاریخ جوړ کړی او نومونه یې د هرچا پر خوله وي. شاید تاسو خبریاست چې په یوه نړيواله یو ورځنۍ لوبه کې د افغانستان لپاره کوم توپ اچوونکې ښه توپ اچوونه کړې ،خو موږ دلته د ١٢ هغو … نور ولولئ