سپورټ

نیوزیلینډ په خپل کوربه توب د پاکستان بدترینه میلمه پالنه وکړه 

د نیوزیلینډ په کوربه توب د پاکستان او نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پیل شوې وه، چې پکې میلمه پاکستان یوازې په لوبو کې د ګډون ننداره وکړه. نیوزیلینډ په خپل کوربه توب د کرکټ په تاریخ کې د پاکستان د ملي لوبډلې لپاره د ۲۰۱۸ م کال پیل کې بدترینه میلمستیا وکړه، چې د ۵ سیالیو په ټوله لړۍ کې یې پاکستان ته ماتې ورکړې. د … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان، سریلنکا د نړیوال جام څخه کورته ولیږله

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام په روانو سیالیو کې د پاکستان ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې د سریلنکا هم سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکول, د نړیوال جام کوارټر فاینل ته لار پیدا کړه، خو د سریلنکا مخکې تګ یې ناشونی کړی. د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو پاکستانۍ لوبډلې د افغانستان څخه د ماتې خوړلو وروسته په … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۹ کلنو دریمه لوبه وبایلله، خو د مخکې تګ مخه یې نه شي نیولی

د ۲۰۱۸ م کال په نړیوال جام روانو سیالیو کې افغان ۱۹ کلنو لوبډ‌له نن له ایرلېنډ سره مخامخ شوه، چې په له مقاومت وروسته لوبه د ایرلېنډ په بریا پای ته ورسیده. پچه یا ټاس افغانستان ګټلی و، خو د توپوهنې پر ځای یې، توپ اچوونه غوره کړې وه. د ایرلېنډ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې ۲۲۵ منډې جوړې کړې او ۸ لوبغاړي یې سوځیدلي ول. نن د تیر خلاف، دوو ځوانو افغان توپ … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

څنګه خپل ماشومان قدردانه او منندویه وروزو!

لیکنه: کریستا کټلر ژباړه: غازي عابد دا شکر ګذاره، منندویه او قدردانه اوسیدل، هم تاسې او هم نور خوښولی شي، ځکه په دې سره مو اړیکې ښه لوري ته ځي او د نیکمرغۍ احساس خپریږي. خو دا شکرګذاره او قدردانه اوسیدل، باید له ماشومتوبه زده ولرو، که چیرته موږ له خپلو ماشومانو سره ښه کوو، غوره به وي چې له ماشومتوبه یې قدردانه او منندویه وروزو. دلته یې درې لارې در په ګوته کوو چې … نور ولولئ
ژوند بڼه

م.م: د ترکیې په شمال کې ټکنالوژۍ "شپیلاقي ژبه" زیانمنه کړې

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل ملګرو ملتونو د هغې” شپیلاقي ژبې” د خوندیتوب لپاره د عملي ګام اخیستو غږ کړی، چې د ترکیې هیواد په یوې غرنۍ سیمه کې کارول کیږي. د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان یونیسکو دا موندلې، چې د الوتونکو د ژبې فرهنګي میراث په خطر کې دی. د یونیسکو سازمان خبر ورکړی، چې د ټکنالوژۍ پرمختګ، د ټولنیزو او اقتصادي بدلونونو له امله د دغې ژبې د ګړیدونکو او سیمو … نور ولولئ
سیاست

د کراچۍ پولیس ادعا کوي چې نقیب مسید ترهګر و- ريښتیا څه دي؟

وروسته له هغې چې په کراچۍ کې د یو مسید ځوان وژنې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو سخت عکس العمل راوپاروه، پاکستاني رسنیو د کراچۍ د پولیسو د چارواکي راو انور له خولې ادعا کړي چې وژل شوی نقیب الله مسید د پاکستاني طالبانو د تحریک غړی و. ایس ایس پي راو انور په یو تفصیلي راپور کې د نقیب الله مسید په اړه ویلي ” ترهګر و، نالوستی و، او د بهادر خیل … نور ولولئ
سپورټ

"زړه يې راته خوړین کړ؛ د لوبغاړو غلطیانې نورې د زغم نه دي"

د هندوستان د کرکټ د ملي ټيم پیاوړي لوبغاړي ویرات کولي خپل ټيم په ګڼو غلطیانو او نه ژمنتیا تورن کړ. هندوستان او سویلي افریقې ترمینځ د ټیسټ سیالیو دواړه لوبې سویلي افریقا وګټلې. ویرات کولي، چې پرون ناوخته يې د یو خبري کنفرانس پر مهال د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، د خپل ټیم په ژمنتیا شک وکړ او د لوبغاړو غلطیانې يې نه بښوونکې وبللې. ویرات کولي وویل: “لوبه ګټونکی او بایلونکی لري؛ او معمولا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په دې بوخت ژوند کې د ښه خوب ۵ لارې چارې

لیکنه: کریسټا کټلر ژباړه: غازي عابد د شپې ښه خوب؛ د سالمې غذا خوړلو او سپورټ کولو په څیر مهم دی. خو له بدمرغه دا خوب نه کول، خلکو ته یو ساده او بې زیانه کار ښکاري. ځکه موږ د ورځې په لسګونه کارونه کوو، خو دې ته پام نه کوو چې خوب هم مهم دی. که موږ ټول غواړو چې ښکلي او خوښ اوسو، دا خوښي او ښکلا مو خوب کې ده، ددې لپاره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د زیګ زیګلر څو ویناوې چې هر چا ته هڅوونکې دي

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل هیلری هینټون چې په زیګ زیګلر مشهور دی، یو امریکايي لیکوال، پلورونکی او هڅوونکی ویناوال دی. نوموړی د ۳۳ کتابونو لیکوال دی او ترټولو نامتو او زیات پلورل شوی کتاب یې د (See You At The Top) په نوم دی، چې (۱،۷) میلیونه کاپي یې پلورل شوي دي. ۱. ته د دې لپاره پیدا شوی یې چې ګټونکی شې، خو د ګټونکي کیدو لپاره باید پلان ونیسې، چمتووالی ونیسې او سترګې … نور ولولئ
په زړه پورې

پاکستانۍ اداکاره سبا قمر: پاکستان ترهګرو ته ځای ورکوي؛ نوم يې زموږ بد کړی

پاکستانۍ اداکاره سبا قمر وايي، چې په نړۍ کې د پاکستان نوم دومره بدنام دی، چې آن زور يې دوی ته رسي. اغلې قمر چې تازه هندي سینما ته راغلې او د عرفان خان سره يې تیر کال لومړی فلم (هندي میډم) هم خپور کړ، اوس یو مشهور نوم دی. میرمن سبا ویلي، چې د یوې پاکستانۍ په توګه دا تل په نړیوالو میدانونو کې له کلکې تالاشۍ او پوښتنو ګروېګنو تیریږي. نوموړې په یوه … نور ولولئ