ټولنیز ژوند

د غوسې د کنټرول لارې چارې او تخنیکونه

لیکنه: هیريفورډ ژباړه: غازي عابد غوسه د ناخوښۍ او خفګان یو قوي احساس دی، چې له امله یې انسان تر یوه سخت حالته رسولی شي. غوسه د فکرونو، احساساتو او رویو له یو ځای کیدو څخه هم هغه وخت رامنځته کیږي چې کله د بدو حالاتو او یا د نورو د ناوړه کړنو ځیني شخص متاثره شي. دلته د غوسې د کنټرول څو لارې چارې در ښييو: ۱- د ارام چل زده کړئ. د ارام … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د کوربه نیوزیلینډ داتلولۍ خوب په سیند لاهو کړ

د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې کوربه نیوزیلینډ ته په خپل کور کې تاریخي ماته ورکړه. د نیوزیلینډ په کوربه توب د پیل شوي د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې تر دویم پړاو پورې نیوزیلینډۍ لوبډلې هیڅ ماتې نه وه منلې او په همدې جام کې یې لوبغاړو د سلیزو ریکارډونه جوړ کړي و، خو افغان لوبډلې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که په دنده کې مو یواځې یو څه ته بدلون ورکولای شو، څه به و؟ موږ ځینې خلک راغږولي

سروې کوونکې: شیواني شرویستانه، هندۍ خبریاله په اوسنۍ دنده کې خوشاله یۍ؟ که ځواب مو “هو” او یا هم “نه” وي؛ خو د خپلې دندې په اړه حتماً څه شته، چې بدلول يې غواړئ. موږ د بیلابیلو ادارو له کارکوونکو سره غږیدلي یوو، او د هغوی ځوابونه مو دلته راخیستي دي: ۱ـ زما مدیر: یو ۲۲ کلن ځوان، چې خپل نوم نه راښيي، وايي، “که ما کولای شو، چې د خپلې دنده په تړاو یواځې … نور ولولئ
سیاست

د سولې خبرو له اوازو سره، بریدونه ولې زیاتیږي!؟ ۶ لاملونه

اوس خو به په دې د ټولو سر خلاص وي چې په افغانستان کې جګړه ولې او څوک کوي. ځکه د بریدګرو او هغو ډلو چې جګړې ته د هیواد نه ددفاع او دیني جنبه ورکوي، ددوی له ادرسه کیدونکي بریدونه یې د دوی هره دعوه باطله ثابتوي. ځه دا هر څه به پریږدو؛ دا به ووایو؛ اوس چې تازه په ترکیه او اسلام اباد کې د سولې په اړه د ځینو سرچینو له خوا … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د ازموينو پر مهال څه ډول مطالعه وکړو؟

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس د ازموينې په شپه درس ويل د زده کوونکو ترمنځ يوه تاريخي ستونزه ده، په ځانګړي ډول د هغه کسانو لپاره چې خپل کافي او ګټور وختونه يې له لاسه ورکړي وي او اوس د درسونو د زيات حجم سره ازموينې ته چمتووالی نيسي او وخت يې هم کم وي. د دې ستونزې لپاره د حل لار ه څه ده؟ غوره کړنلاره يې څه ده؟ د درسونو د ښه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه درې ډوله خلک چې ستاسې ژوند سبوتاژ کوي

لیکنه: ډاکټر هینري کلاوډ ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل ځینې وخت کله چې غواړې یو کار ترسره کړې، نو ستا په دوستانو، خپلوانو او یا هم همکارانو کې به داسې کسان پیدا شي چې غواړي ستا د کار په وړاندې خنډ وګرځي او ستا کار ورو کړي. دا ځکه چې ښايي د هغوی مطلب ستا د کار په وړاندې خنډ ګرځیدل نه اوسي، خو داسې نظریه به درکوي، چې هغوی ته به سمه وي، خو ستا … نور ولولئ
سپورټ

په څو ساعتونو کې؛ د کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان د کوربه نیوزیلینډ سره مخ کیږي

د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ په نړیوال کې افغان لوبډله د قوي حریف نیوزیلینډ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. د نیوزیلینډ په کوربه توب د ۱۶ لوبډلو په ګډون د پیل شوي کرکټ نړیوال جام سیالیو په کوارټر فاینل لوبو کې اسټرالیا د انګلستان، جنوبي افریقا د پاکستان، هندوستان د بنګله دیش او افغانستان د کوربه نیوزیلینډ سره په سیالیو کې مخامخ شوي دي، چې په لمړۍ سیالۍ کې اسټرالیا انګلستان ته … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا انګلستان، خو پاکستان افریقا له نړیوال جام څخه بهر کړه !

د کرکټ ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې د اسټرالیا کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې انګلینډۍ لوبډله د دغه جام د مخکې تګ څخه پاتې کړې، خو په ورپسې لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې د جنوبي افریقا د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو د نړیوال جام څخه کور ته ولیږله. د نیوزیلینډ په کوربه توب د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د ۱۶ ګډون کوونکو لوبډلو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه هیوادونه اعلان شول چې په نړۍ کې د ژوند لپاره ښه ځایونه نومول شوي

لیکنه: فیاض عزیزي د ملګرو ملتونو د بشري پرمتخګ په تازه راپور کې د هغو يوولسو هېوادونو نومونه راغلي، چې خلک يې اوږد او د روغتيا له پلوه ډاډمن ژوند کوي. يا په بله وينا هغه هېوادونه، چې د ټولې نړۍ په کچه د ښه ژوند لپاره تر ټولو ښه ځايونه نومول شوي دي. د ملګرو ملتونو دغه ريپوټ د نږدې 200 هېوادونو څخه د ارزونې پايله ده، چې بېلابېلې برخې په نظر کې نيول … نور ولولئ
کلتور او هنر

هندوستان: سبا پاډماوتي خپریږي؛ لاریونونه شیبه په شیبه زور اخلي

د پاډماوتي فلم معتریضین، بیګاه د احمداباد لارو کوڅو ته راوتي، مرکزي مارکیټ کې يې ځینې دوکانونه، موټرې او موټرسایکلې سوځولي او سیمه کې ځینې لویې او کوچنې سینماګانې زیانمنې کړې هم دي. ګجرات کې د پولیسو مشر د مظاهرچیانو د تیت و پرک کولو او په سیمه کې د وضعیت د کنټرول لپاره د پولیس شمیر زیات کړی. د معلوماتو له مخې، د تیرې شپې په لاریونونو کې تر ۱۵۰ ډيرې موټرې او موټرسایکلې … نور ولولئ