سپورټ

بابراعظم یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې او ددې هیواد د کرکټ په روان سوپرلیګ کې د کراچي کینګز لوبډلې لوبډلمشر او تکړه لوبغاړي بابراعظم په یاد لیګ کې یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ. بابراعظم لومړنی لوبغاړی شو، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې یې خپلې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې. هغه دا منډې په ۵۵ انینګزونو کې کړې دي. بابر په یادو سیالیو کې ۲۰ پنځوسیزې وهلې، خو کومه سلیزه یې نه ده … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان؛ بابراعظم، ویرات کولي او کېن ویلیمسن د نړۍ غوره توپوهونکي دي

  راشدخان ویلي، چې دوی درې واړه د نړۍ تر ټولو کلاس یا غوره توپوهونکي دي او دوی هغه لوبغاړي دي، چې د لوبې حالت ته په کتو توپوهنه کوي. په رښتیا هم کله چې د دوی لوبډلې ته د ذمه وارۍ اړتیا وي، کېن ویلیمسن یا ویرات کولي او یا هم بابراعظم کریس کې موجود وي؛ نو د مقابلې لوبډلې بشپړه وېره په زړه کې وي، چې لوبه بایلي. د کېن ویلیمسن کلکوالی موږ … نور ولولئ
سپورټ

محمد نبي عیسی خېل د نوین الحق پر وړاندې

  په بلاسټ سیالیو کې نن دولس لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، چې په دې دولس لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم شامل دي. یوه لوبه چې د نارتمټن شایر او لېسېسټرشایر ترمنځ مازیګر شپږ بجې پیلیږي، پکې دوه افغان لوبغاړي د یو بل پر وړاندې لوبه کوي. په نارتمټن شایرکې محمدنبي عیسی خېل لوبېږي او لېسېسټرشایر کې نوین الحق اخیستل شوی دی. بل پلو په کېنټ لوبډله کې قیس احمد شامل دی … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ کې د راشدخان دې لوبډله بهر شوه

  د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو بیا ځل د جون په ۹مه په دوبۍ کې پیل شوې وې، په دې لوبو کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، حضرت الله ځاځی، نجیب الله ځدران، رحمان الله ګربز، ظاهرخان، نوراحمد لکڼوال او وقارسلام خېل ولوبېدل. محمدنبي او مجیب د دویم ځل پیل لپاره بیا په دې لیګ کې ونه لوبېدل او د انګلستان بلاسټ سیالیو لپاره یې ځان چمتو کړ. مجیب الرحمن لا هم د ویزې … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: د اغزن سیم لګولو چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوې

د پاکستان حکومت وایي، چې پر ډيورنډ د اغزن سیم د لګولو پروژه ۸۸ سلنه بشپړه شوې ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ددغه هېواد ملي اسمبلې ته د خبرو پر مهال ویلي چې دوی پر دغه کرښه د اغزن سیم لګولو ته ادامه ورکوي او ژر به یې چارې بشپړې شي. د هغه په وینا دمګړی د اغزن سیم د لګولو چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوې دي. پاکستان داسې مهال پر … نور ولولئ
کرونا

د روغتیا نړیوال سازمان په واسطه د کرونا څلور ډولونه پېژندل شوي

د روسیې د عفوني ناروغیو نظارت کونکی سازمان ریس انا پوپوا ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې دمه د کرونا ویروس څلور ډوله موندلي، چې بریتانیایي ویروس، افریقایي جنوبي ویروس، برزیلي ویروس او هندي ویروسونه دي. اوسمهال په نړۍ کې پر دې ویروس ډېر کسان اخته شوي او دا ویروس د تیتېدو په حالت کې دی. د هغه په وینا تر دې مهاله د روغتیا نړیوال سازمان څلور ډوله مهم ویروسونه پېژندلي، چې … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: پاکستان پر طالبانو کنټرول لري، سولې ته دې وهڅوي

بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې چې ویلي یې دي نړیوالې ټولنې د افغان سولې په خبرو کې د پاکستان رول په پراخه توګه منلی دی، له حقیقته لرې بللې دي. د هېواد بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له پاکستاني چارواکو څخه د افغانستان او نړیوالې ټولنې غوښتنه دا ده چې له خپل هغه نفوذ او کنټرول څخه چې پر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر ځان باور؛ تاسې لوړ موقف ته رسوي

ليکنه او راټولونه که ژوند کې هر څه تر سره کوئ، باید هر څه نه مخکې پر ځان باور ولرئ، څکه دا تر ټولو اړینه خبره ده. ته مې خوښېږې! ځانته ووایاست( ته مې خوښېږې ) هېندارې ته ودرېږه او ځانته بیا بیا دا خبره تکرار کړه، ترڅو باوري شئ. یوه ټکي ته مو پام وي دغه چاره هغه وخت ترسره کړئ کله چې خوشحاله اوسئ. په ځان باور ولرئ چې که د هر راز … نور ولولئ
سپورټ

بلاسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبې

د انګلستان وېټلېټي بلاسټ شل اوریزې لوبې د جون په نهمه د  اتلس لوبډلو په ګډون پیل شوي دي. په دې لیګ کې قیس احمد، نوین الحق او محمدنبي عیسی خېل تر دې دمه راڅرګند شوي دي. ډېری لوستونکو پوښتنه کړې، چې ایا رښتیا هم محمد نبي په بلاسټ سیالیو کې ۹۴ منډې کړي دي؟ ځواب یې نه دی، ځکه محمدنبي عیسی خېل د جمعې په ورځ له خپلې لوبډلې نارتمټن سره ملګری شوی او … نور ولولئ
ژوند بڼه

د مېرمنې هغه دوې کړنې چې خاوند یې نه خوښوي

په معمولي ډول نارينه د کورنۍ مشر او يا په عامه اصطلاح د کورنۍ ريس وي او په ټوله کورنۍ باندې ځانګړی سیاست لري، که یو سړی څومره هم ورين تندی او نیک اخلاق ولري بیا هم کورنۍ یې ورنه يوه ځانګړې وېره لري چې په اصل کې دا ويره نه بلکې د کور د مشر په توګه هغه ته احترام دی. خو په ټوله کورنۍ کې نارينه وو ته يواځينی کس چې ډېر نږدې … نور ولولئ