سیاست

د کاناډا لومړی وزیر جسټین تروډو د ممبيي په یو ماښام کې له شاه روخ خان او نورو فلمي ستورو سره

د کاناډا ځوان لومړی وزیر د نړۍ د هغو ګوتو په شمیر چارواکو څخه دی چې د نړۍ ګوټ ګوټ کې زیات مینه وال لري. هغه کله له سوریايي کډوالو سره اوښکې تویوي او کله د کډوالو هرکلي ته په خپله هوايي ډګر ته ورځي. خو کله ناکله د سینمايي ستورو سره هم په غونډو کې راڅرګندیږي. نوموړې د سه شنبې په ورځ  د هندوستان فلمي او تجارتي ښار ممبيي ته تللی و. او هلته … نور ولولئ
اقتصاد

د ښې سوداګرۍ لپاره دا ۵ ټکي مرسته کولی شي

لیکنه: براین ټراسي ژباړه: غازي عابد لس هغه مهم او په ضمن کې جدي نقاط چې په پراخه کچه به ستاسې د کاروبار او سوداګرۍ بریالیتوب او ناکامي په ګوته کړي. په دغو ټولو برخو کې تر ټولو مهم فکټور د پریکړې کولو دی، که ښه پریکړه وکړې نو ښه پایله به ترلاسه کړی شې. راځئ چې لنډه لیدنه ترې وکړو: ۱- مهم هدف – د مشتریانو پيدا کول. ستاسې د سوداګرۍ اصلي موخه څه … نور ولولئ
په زړه پورې

که مصنوعي زکاوت لرونکي ټیکنالوژي د هایکرانو لاس ته ولویږي، نړۍ بربادوي

د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې د مصنوعي زکاوت یا Artificial Intelligence چټک پرمختګ د څیړونکو داسې اندیښې ټوکولي، چې ګنې شاید انټرنیټي غله، هایکران او سایبر مجرمین له دې پرمختګ څخه ناوړه ګټه پورته کړي او نړۍ له ګواښ سره مخ کړي. د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې د مصنوعي زکاوت په مټ اوس له موټر چلوونکي پرته موټرې چلیږي، ډرون الوتکې په هوا ګرځي، اتومات وسلې فعالې دي او روباټونه کارونه کوي. دا څیړنه، چې … نور ولولئ
په زړه پورې

سوفیا روباټ وايي، شارخ خان يې خوښيږي

سعودي تابعیت لرونکی روباټ، سوفیا؛ لومړنی هیمونایډ روباټ دی. سوفیا د نړۍ یواځینی روباټ دی، چې پوره کوښښ شوی، انسان ته څه نا څه نژدې جوړ شي. دا روباټ چې سعودي ورته تابعیت هم ورکړی، وړمه ورځ (سه شنبه) له خپل جوړونکي ډیوډ هانسن سره هندوستان ته تللی و. سوفیا چې د مصنوعي زکاوت لرونکی دی، په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی روباټ دی. نوموړې ددې توانايي لري، چې د انسانانو پوښتنې واوري او په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که کمپیوټر کاروئ، دا لارښوونې درته خورا ضرور او ګټورې دي

 ژباړه: محمد عزيز پردېس کله چې د کمپيوټر څخه ګټه پورته کوئ، بدن او شاوخو ته مو بايد پام وي، حتا که کمپيوټر مو خپل هم نه وي ( د دفتر يا د انټرنېټ کلب …. ) بيا هم بايد هڅه وکړئ چې د خپلې روغتيا او سلامتۍ لپاره، کاري چاپېريال مو په ښه ډول تنظيم کړئ. د دې لپاره چې د کمپيوټر څخه د ګټې اخېستلو پر مهال مو خپل روغتايي حالت ته څه … نور ولولئ
سپورټ

شاهد افریدي بیا نړیوال کرکټ ته راستنیږي

د پاکستان د کرکټ ملي او د نړیوال کرکټ مشوره لوبغاړی پښتون شاهد خان افریدي خبر ورکړی دی، چې غواړي یو ځل بیا په نړیوال کرکټ کې ولوبیږي. شاهد خان افریدي، چې د کرکټ په نړۍ کې بې شمیره مینه وال لري او په وروستیو کې یې د نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړې ده، خو وخت نا وخت د کرکټ نړۍ په بېلابېلو تجارتي سیالیو کې لوبیږي. د روان ۲۰۱۸ م کال د مۍ … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ ملي لوبډله زیمبابوې ته رسیدلې ده، لومړۍ لوبه به د مارچ په ۴مه وکړي

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې خلاف د دوه سیریزونو د ګټلو وروسته د کرکټ نړیوال جام سیالیو د غوراوي پړاو کې د ګډون په موخه زیمبابوې ته رسیدلې ده. د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ۲۰ اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ کې افغان لوبډلې بریاوې خپلې کړې. د دواړو لوبډلو … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان غوره لیګ سیالۍ نن پیلیږي

د پاکستان د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو غوره لیګ نن په متحده عربي اماراتو کې پيل کیږي. د دریم پړاو په دې سیالیو کې ۶ لوبډلې ګډونوالې دي، چې د پاکستاني لوبغاړو ترڅنګ پکې د کرکټ مشهوره پیاوړي لوبغاړي د لوبیدو په موخه متحده عربي اماراتو ته رسیدلي دي. د «PSL» یا پاکستان سوپر لیګ په نامه دا سیالۍ په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله د پاکستان پر ځای … نور ولولئ
اقتصاد

د مرکې په پای کې دا یوه ساده پوښتنه مو د استخدام چانس زیاتوي

لیکنه: ګري ګولډین ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل تر دې دمه ما د کاري مرکې لپاره په سلګونو زده کوونکي روزلي دي. په یوه وړوکي کالج کې درس ورکول په دې مانا ده چې ما له تاسې څخه زیات کالي زاړه کړي دي او زما له لوري د زده کوونکو لپاره دغه لارښوونه د دې لامل شوې، چې په کاري مرکو کې بریالي شي او په دندو وګومارل شي. راځئ چې یو ځغلنده نظر ورته وکړو. … نور ولولئ
اقتصاد

د بریالیتوب په اړه د مشهور چینايي میلیاردر او د علي بابا د ګروپ د مشر جک ما 8 د کار خبرې

  جک ما اوس د نړۍ د ۲۷ لویو میلیاردارانو په ډله کې دی. او په چین کې بیا دویم تر ټولو بډای کس دی. د فوربیز مجلې په ۲۰۱۷ م کال کې د نوموړې پانګه ۳۷ نیم میلیارده ډالر ګڼلې ده. خو دا هر څه نوموړې له پرلپسې ماتو او ردیدلو وروسته تر لاسه کړي. دوه پنځوس کلن جک ما وايي، لا په پوهنتون کې و چې د کار لټه یې پیل کړه، په … نور ولولئ