ټولنیز ژوند

د هیلې او موخې توپير؛ ایا موخه د ژوند یوه برخه ده؟

لیکنه: شریف ځاځی لیکنه د څو پوښتنو په ځوابولو پیل او پای ته رسوو، خو وړاندې له دې لوستونکي باید پوه شي، چې هیله او موخه سره توپیر لري. هیله: هیله په اصل کې یو خیال، خوب او تمې ته ویل کيږي، چې موږ د نه لرونکو شيانو په اړه له ځان سره لرو.امکان لري لاسرسی ورته پیدا یا یې ونه کړو او ډېری خلک د لاسرسۍ لپاره یې بېړه نه کوي. موخه: په ژوند … نور ولولئ
ټیکنالوژي

سامسنګ ګلګسي نوی فلګ شیپ زیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

لیکنه : احسان الله نوري سامسنګ د شنبې په ورځ رسما خپل نوي فلګ شیپ زیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ، ګلګسي ایس ۹ او ایس ۹+ که څه هم د جوړښت (ډیزاین) له پلوه ډیر ګلګسي ایس ۸ ته ورته دی، خو داسې ډیر څه نوي شته چې د پیرونکو پاملرنه ځانته اړوي، راځئ هغه ۹ اړینې ځانګړنې وڅارو چې ګلګسي ایس ۹ او ۹+ پرې نازیږي. ۱. کیمره ډیرې داسې ځانګړنې په دې … نور ولولئ
سپورټ

له ویسټ انډیز وروسته افغانستان د هالینډ پر وړانډې بخت ازمايي !

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو ۵۰ اوریزه سیالۍ چې د زیمبابوې په کوربه توب سره ترسره کیږي، پکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز خلاف په تمریناتي سیالۍ د بریا خپلولو وروسته نن په دویمه تمریناتي سیالۍ کې د هالیڼد هېواد د کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې په ډګر کې مخ کیږي. د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو … نور ولولئ
کلتور او هنر

د هندي سینما هغه ستوري چې د واده لپاره يې خپل دینونه پریښي

ژباړه او راټولونه: خالد عمر وايي چې زړه مئین شي، بیا هر ډول دیوالونه نړوي او هدف ته د ځان رسولو هڅه کوي، چې دا بیلګې تر ډیره په سینمايي لوبغاړو کې لیدلی شو. ځکه ځینې داسې فلمي ستوري شته چې د زړه له بایللو وروسته یې مذهب هم پریښی وي. تاسې به د هندي سینما د مشهورې او ښکلې ادارې کارې عایشه ټاکیه نوم خامخا اورېدلای وي، په ۲۰۰۹ میلادي کال کې يې چې … نور ولولئ
سپورټ

ریکارډ؛ راشد خان د رسمي کرکټ په تاریخ کې لومړی کم عمره کپټان شو

ليکنه: مدثر دعوت راشد خان د نړيوال کرکټ په تاريخ کې ترټولو کم عمره لوبډلمشر شو او په خپله لومړنۍ لوبډلمشرۍ کې يې د کريس ګېل په شتون کې ويسټ اينډېزۍ لوبډلې ته د نړيوال جام لپاره د غوراوي سياليو په تمريناتي لوبه کې د دولت ځدران په هيټريک سره ماتې ورکړه. راشد وروسته له هغې موقت لوبډلمشر ټاکل کیږي چې د اپنډکس د جراحۍ له کبله اصغرستانکزی په راتلونکو لسو ورځو کې د لوبې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د امریکایي پوهنتون استاده: د رضایت او نیکمرغۍ لپاره دا ۵ ټکي عملي کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس د امريکې متحده ايالاتونو د ييل پوهنتون د ارواه پوهنې څانګې استاده، اغلې لاري سانټوس وايي: علمي څېړنو ثابته کړې ده چې د ژوند څخه رضايت يوې ځانګړې پوهنيزې هڅې ته اړتيا لري. پروفيسوره سانټوس چې د ( ارواه پوهنې او ښه ژوند ) په نامه يو شمېر ټولګيو ته زده کړې ورکوي، وايي: په ناڅاپي ډول نېکمرغي نه راځي. تاسو بايد د نېکمرغۍ او رضايت لپاره تمرين وکړئ. اغلې سانټوس … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ځیرکو او لوړو احساساتو درلودونکو خلکو ۷ ځانګړنې

لیکنه: رهیټ پاور ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل که احساساتي وړتیاوې دې په خپل لاس کې نه وي، که شخصي پوهاوی نه لرې، که خپل سټریس زیږوونکي احساسات نه شې کنټرولولی، که پرته له خواخوږۍ ښې اړیکې لرې، نو اړینه نه ده که څومره هم چالاک او ځیرک واوسې، خبره دا ده چې ته په داسې یوه مسیر روان یې چې ډیر لیرې نه شې تللی. ځیرکتیا او لوړ احساسات څه شی دي؟ نننۍ اروا پوهنه … نور ولولئ
سپورټ

مورکل د خپلې میرمنې لپاره له نړيوال کرکټ سره مخه ښه کوي

ليکنه: مدثر دعوت د سويلي افريقا تېر توپ اچوونکی مورن مورکل به د اسټراليا سره د ټيسټ لوبو تر لړۍ وروسته نړيوال کرکټ پر‎ېږدي. سويلي افريقا به د روان کال د مارچ په لومړۍ نيټه د اسټراليا کوربه وي. مورکل وايي په ډېر خوشحال زړه سره کرکيټ پریږدم. که څه هم دده لپاره داپرېکړه ډېره سخته ده خو وايي وخت يې رارسېدلی چې د خپلې ځوانې کورنۍ او بهرنۍ مېرمنې سره د ژوند نوی پړاو … نور ولولئ
کورنی ژوند

له تشویش او خفګانه د ماشوم ژغورنې لپاره دا څو ګامونه پورته کړئ

لیکنه: شایلېن میلر ژباړه: غازي عابد ممکن تاسې ټول به په کوچنیوالي کې د تشویش له امله له درد، وارخطايي او فشار سره مخ شوي یاست لکه څرنګه چې ستاسې ماشوم له دغه ګډوډۍ نه ځوریږي. په داسې مهال باید یوه کورنۍ یا والدین د خپل اولاد د ژغورنې او له دې بد حالته د ساتنې لپاره تر وسه وسه هڅه وکړي. داسې لارې چارې شته چې پرې وشي، کولی له دې بد وضعیت نه … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د ویسټ انډیز په ماتولو نورو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د تیاریو په موخه په تمریناتي سیالیو پیل وکړ، چې په لمړۍ لوبه کې یې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه. افغان کرکټ ملي لوبډلې د رسمي لوبډلمشر اضغر ستانکزي په نشتون او د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې د ویسټ انډیز خلاف د تمریناتو لوبو د لړۍ پیل وکړ، چې په لمړۍ لوبه کې یې د دولت … نور ولولئ