افغانستان

افغان کډوال د ستونزو په ګرداب کې

د جون شلمه نېټه د کډوالو له نړۍ والې ورځې سره برابره ده، دا ورځ هر کال د نړۍ د بېلا بېلو هیوادونو له لوري لمانځل کېږي.دا په داسې حال کې ده، چې کډوال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي. افغانستان هم هغه هیواد دی، چې ډېری وګړي یې له خپلو مېنو څخه بې ځایه شوي، یا په کور دنننه کډوال دی او یا هم د هیواد پریښودلو … نور ولولئ
افغانستان

وکیلان: د ولسوالیو پر سقوط د حکومت چوپتیا د جدي اندېښنې وړ ده

د ولسي جرګې غړو په هېواد کې د طالبانو له لوري د ګڼو ولسوالیو نیول د جدي اندېښنې وړ مسئله بللې ده او امنیتي ادارې یې په بې کفایتۍ تورنې کړې دي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال د جګړو او نا امنیو په تړاو د حکومت چوپتیا هم د جدي اندېښنې وړ بللې ده او وایي چې ولس د ځواب په تمه دی. وکیلانو … نور ولولئ
سپورټ

بلاسټ لوبو کې نوین الحق، محمدنبي ته ماته ورکړه

د انګلستان د وېټلېټي بلاسټ شل اوریزو لوبو په دوام د شمالي ګروپ دوو لوبډلو لېسېسټرشایر او نارتمټن شایر سره مخ شوې. لېسېسټرشایر کې نوین الحق او په نارتمټن شایر کې محمدنبي عیسی خېل لوبېږي. لېسېسټرشایرلوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورنو کې د ۲ وېکټو په نقصان سره د جاش انګلېس د ۱۰۳ ناسوځېدلومنډو په مرسته پوره ۲۰۰ منډې وکړې. محمدنبي عیسی خېل په څلورو اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او د … نور ولولئ
ژوند بڼه

جنسي تاوتریخوالی او پر ټولنه یې ناوړه اغېزې

جنسي تاوتریخوالی په نړې کې هغه ستونزه ده، چې د نړې بېلا بېل هیوادونه له دې ستونزې سره مخ دي،چې د هغو هیوادونو له ډلې څخه افغانستان هم بې برخې نه دی، چې جنسي تاوتریخوالی په کې کېږي. او د جنسي تاوتریخوالي د ښکارډېره برخه میرمنې دي، چې د جنس په اساس دوی ځورول کېږي او ظلم ورسره کېږي. جنسی تاوتریخوالی بیا د نورو په پرتله په جګړه ځپلو هیوادونو کې ډېر وي، چې په … نور ولولئ
سپورټ

رحمن‌الله ګربز: راشدخان  سره اوسېدل راته د خوښۍ احساس راکوي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان، تکړه، توپوهونکي او ویکټ ساتونکي رحمن‌الله ګربز ویلې راشدخان سره اوسېدل راته د خوښۍ احساس راکوي. ګربز پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې یوه داسي ویډيو خپره کړې، چې پکې له راشدخان ارمان سره په خبرو بوخت دی، او د یادي ویډيو سره راشدخان ته په خطاب کې یادي څرګندونې کړې. هغه لیکلې: «راشدخانه رب دي ژوندی لره، ستاسره اوسېدل راته د خوشحالۍ احساس راکوي.»   ویډیو   https://fb.watch/6eLVBUQ_3l/   … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د وطن هنرمند ولاړی، خو وطن لاهم په اور کې سوځي

په وطن مئين سندرغاړی عبدالله مقری د څو اونیو راهيسې د ناروغۍ پر بستر پروت وو چې نن سهار د زړه د حملې له کبله وفات سو. لا څو تڼۍ د ګريوانه پاته دي وحشته ستا په زړه کي څه پاته دي ددې سندري هنرمند وفات سو ، خو وحشت به لا تر نامالوم وخته په افغانستان کې ژوندی وي. ارواښاد مقري تر څلور لسيزو اضافه د وطن لپاره د ميني،حماسې او انقلابي سندري وويلې،زارۍ … نور ولولئ
سپورټ

مجیب ځدران به ډېر ژر د انګلستان په کورني لیګ کې ولوبیږي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکی مجیب ‌ځدران، چې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې اخیستل شوی، د راپورونو له مخې هغه به سبا دوشنبه له خپلې لوبډلې «میډلیسکس» سره یوځای شي. دا لوبډله د انګلستان په یاد لیګ کې خپله راتلونکې لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره کوي، چې مجیب ځدران به هم په یاده لوبه کې ورسره ولوبیږي. راپورونه وايي، چې هغه څو ورځې وړاندې د انګلستان … نور ولولئ
سپورټ

ویراټ کوهلي د هند تر ټولو لوبډلمشرانو مخکې شو

د هند کرکټ ملې لوبډلې اوسنی لوبډلمشر ویراټ کوهلي، د هند ملې لوبډلې تر نورو لوبډلمشرانو د ټیست سیالیو په رهبرۍ کې مخکې شو. د نیوزیلینډ او هند ترمنځ د ټیسټ سیالیو اتلولۍ جام روانه پایلوبه د ویراټ کوهلي ۶۱مه لوبه وه، چې پکې لوبډلمشر دی او د هند تر بل لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني څخه مخکې شو. هند لوبډلې د ویراټ کوهلي په لوبډلمشرۍ کې د یادو ۶۱ لوبو په ترڅ کې ۳۶ ګټلې، … نور ولولئ
ادبیات

لندۍ او د ښځو نازک خيالي!

  لنډۍ د پښتو ولسي ادب روح دی؛ د ژوند ټول اړخونه پکې انځور شوي دي. ښځې چې په عنعنوي توګه له ډېرو پابنديو سره مخ دي او په ډېرو موضوعاتو کې د وينا، مشورې او پرېکړې حق نه لري نو خپل دا تاثرات په لنډېو کې څرګندوي. دا ډول څرګندونې بيا ډېر ژر په ټولنه کې خپرېږي. ښځو ډېری وخت خپل احساسات او نازک خيالي په لنډيو کې څرګنده کړې ده.دا نازک خيالي ښځو … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د ماشوم وهل ټکول کومې اروایي ستونزې رامنځته کوي؟ – مرکه

له استاد امرخیل سره د صدیقې پوپلزۍ مرکه؛ یوه ورځ په کوڅه کې روانه وم، یوه کور کې د ماشوم سختې چغې اورېدل کېدې، چغې دومره لوړې وې چې زه همغلته ځای پر ځای ودرېدم له څو دقیقو وروسته ماشوم پر دې بریالی شو چې د مور له لاسه ځان خلاص او د کور له ور څخه دباندې راووځي، زما په لیدو وشرمېده د بېرته ننوتلو هڅه یې وکړه خو ما ورته وویل نه نه … نور ولولئ