ځوانان او زده کړې

ولې اکثره انجونې زده کړې تر پایه نه شي رسولی؟ ۵ اساسي لاملونه یې

لیکنه: الما افغان په دې خو ټول سره پوهیږو چې په افغانستان کې کلتوري، امنیتي، اقتصادي او نورې ستونزې ددې لامل شوي چې انجونې یا بیخي زده ونه کړي، یا یې نیمايي کې پریږدي او یا یې که تر لوړو پوړو ورسوي، بیا ورته د کورنیو له خوا اجازه نه وي چې دنده اجرا کړي او له خپلې پوهې کار واخلي. ما هم له ځینو هغو انجونو سره خبرې کړي چې تعلیم او زده کړې … نور ولولئ
سپورټ

ډوهني: افغانستان په نړیوال کرکټ کې د رقابت ځانګړې نمونه ده

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی رسمي کپتان مهیندر سینګ ډوهني وايي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال کرکټ په سیالیو کې د ښه رقابت ځانګړې نمونه ده. هندوستان ټایمز د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او اوسني لوبغاړي مهیندر سینګ ډوهني تیره ورځ د نیپال لوبډلې ته د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د سټیټس یا دریځ اخیستلو مبارکي ورکړې ده او ویلي دي، چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

تر واده مخکي مو دا ۷ پوښتني له ځانو څخه وپوښتئ

د پلوشه فضلي راټولونه – ولي ډېر خلګ طلاق اخلي؟ ډېر زیات دلایل شته چې په شریک ژوند کې د طلاق اخستني یا ورکولو سبب کیږي. د مثال په ډول: اقتصادي مشکلات٫ په کړه وړو کښي ستونزه، اعتماد، خیانت او داسي نور دلایل دي چي د طلاق سبب کيږي. • ایا کله مو فکر کړی دئ چې د دې ټولو ستونزو یوازینۍ ریښه ناسم انتخاب وي؟ • ایا کولای سو چې د طلاق مخنیوی وکړو؟ بلې، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه کیدای شي چې له مخدره توکو او نشو ځان وساتو؟!

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس په مخدره توکو روږدي کېدل د نورو ناروغيو او عادتونو په څېر يوه ناوړه او ځوروونکې ناروغي ده. د دې ناوړې پديدې د له منځه وړلو لپاره مو دلته څو لنډې لارښوونې برابرې کړي دي، چې تاسو درانه لوستونکي يې لوستلو ته رابولم: ۱- تل باید په يو کار کې بوخت واوسو، ترڅو مخدره توکو ته مو هېڅ پام وانه وړي. ۲- داسې يو څوک بايد ځان ته وټاکو … نور ولولئ
سپورټ

له ډیرو هڅو سره سره بیا هم ځینو بهرنیو لوبغاړو پاکستان ته له ورتګ انکار وکړ!

د پاکستان د کورني کرکټ پاکستان سوپر لیګ یا «PSL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو دریم پړاو په متحده عربي اماراتو کې پیل شوی دی، چې پکې ۴ لوبډلې دویم پړاو ته رسیدلې دي. د «پي اس ایل» په نامه د کرکټ دغه لیګ سیالۍ پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي. خو د تیر دویم پړاو راهیسې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي او حکومت هڅه کوي، چې … نور ولولئ
خواړه

څنګه او کله خوراک ګټور دی؟ دا ټول په دې لیکنه کې

لیکنه: کرسټینا ریټر (د کلوریډو پوهنتون د روغتیا ډیپارټمنټ غړې) ژباړه او زیاتونه: حشمت الله رحمتي ۱. د غذا خوړلو تقسیم اوقات دې وګوره دا چې څه مونږ خورو او څنګه احساس کوو یقیناً یوه ډیره پیچلې مسله ده. ډیری وخت مونږ داسې خواړه خورو چې مونږ ته چاغ والی راوبښي، یا یواځې او يواځې زمونږ معده پرې مصروفه شي، چې د داسې خوړو استعمال د بدن د اعضاوو د رشد لپاره ښه په نظر … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوال کرکټ ۱۰ غوره ښځینه لوبغاړې، چې ځینې یې اوس هم مخکښې دي

ليکنه : مدثر دعوت له پيل څخه کرکټ د نارينوو په واک کې وو، لوبغالي، لوبي، لوبډلي، لنډه دا چې هر څه د نارينوو په خوښه ترسره کېدل. کله چې کرکټ پرمختګ وکړ، ښځينه نړيوال کرکټ هم رامنځته شو، ښځينه لوبغاړو ريکارډونه جوړ کړل او په خورا ښه تخنيک او جذباتو سره اوس هم دا دی لوبې ترسره کوي. د ښځينه کرکټ پرمختګ په کرکټ کې لوی بدلونونه راوستي. اوس يوازي نارينه کرکټران مينوال نه … نور ولولئ
کلتور او هنر

د کترینا کیف پلار څوک او چیرته د ژوند شپې ورځې سبا کوي؟

ژباړه: امین حسن دا خبره رښتیا هم حیرانونکې ده چې کترینا کیف پلار سره هیڅ کوم ګډ عکس نلري. پداسې حال کې چې د خویندو سره يې ګډ عکسونه لیدل شوي. د کترینا خپلې کورنۍ سره اړیکې ښې دي او په رخصتیو کې خپلې کورنۍ سره یوځای کیږي. په هانګ کانګ کې زیږیدلې انجلۍ یعنې کترینا کیف اوس مهال د بالیووډ د نوموتو ښځینه ممثلینو له ډلې شمېرل کیږي. د کترینا لومړنی فلم د « … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که د خوب له دې ګټو خبر شوۍ، په بې خوبۍ به پيښمانه شئ

ژباړن: محمد عزيز پردېس هر هغه موجود چې کار کوي، غړي يې په حرکت وي او ذهن يې بوخت وي، نو هرو مرو ستړی کېږي؛ د ستړيا د له منځه وړلو لپاره خوب کول د الله تعالی له لوري، انسانانو ته ستر نعمت دی. دلته مو د منظم خوب د ګټو او ښېګنو لپاره څو لنډې لارښوونې برابرې کړې دي: – په فرد کې تاوتريخوالی راکموي. – په ژوند کې د تعادل د رامنځ کېدو … نور ولولئ
سپورټ

بنګله دیش سریلنکا ته په خپل کور کې ماتې ورکړه

د هندوستان، سریلنکا او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلنکا په کولمبو کې د هیروو نیډاس ټراپي په درې اړخیز سیریز کې بنګله دیش سریلنکا ته په خپل کور کې ماتې ورکړه او پای لوبې ته ورسید. د پای لوبې ته د ورتګ په موخه په ننۍ سیالۍ کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې د کوشال پریرا د ۶۱ او تیسارا پریرا د ۵۸ منډو جوړولو سره په ټاکلو ۲۰ اورونو کې … نور ولولئ