کلتور او هنر

عامرخان دا ځل د اوبو په سم مدیرت ټلویزوني خپرونه پیلوي

د هندي سینما ریکارډ جوړونکی ستوری عامرخان دا ځل د اوبو د مدیرت او ساتنې په پار د مرهټي ژبې ویونکو سره ګډه تلویزوني خپرونه پیلوي. دا خپرونه چې توفان الایا (دلته توفان دی) نومیږي د مارچ په ۳۱ مه خپریږي. خپرونه کې له عامرخان سربیره، د مرهټي ژبې ځينې سینمايي ستوري هم برخه لري. ددې خپرونې د شوټينګ چارې ان دوه اوونۍ مخکې پیل شوي، خو د عامرخان برخه لا هم تشه ده. بل … نور ولولئ
سپورټ

د افغانانو خوب په ریښتیا شو؛ افغانستان د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورسید

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انګستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته په حیرانونکې توګه لاره ومونده. د ۲۰۱۸ م کال د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې خپل پیل ډیر خراب وکړ او په مسلسل ډول یې د پیل ۳ لوبې وبایللې، چې په دې ماتو سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

په څو شیبو کې د افغانستان او ایرلینډ برخلیک ټاکونکي سیالي پیلیږي

 په زیمبابوې کې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د کرکټ غوراوي جام لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې خلاف بخت ازمايي.  د دواړو لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ برخلیک ټاکونکې لوبه د افغانستان پر وخت د ورځې په ۱۲ بجو سره پیل کیږي، چې ورته میلونونه افغان او ایرلینډي کرکټ مینه وال په تمه دي. په سیالۍ کې … نور ولولئ
سپورټ

نن د راشد خان لپاره د نړیوال ریکارډ جوړونکې سیالي ده

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ځوان لوبغاړي راشد خان چې په «لیټل ګوګلي ماسټر» هم مشهور دی، د ایرلینډ خلاف ننۍ د کرکټ سیالي ورته د یو نړیوال ریکار ماتولو او جوړلو لوبه ده. نوموړي چې په ډیره کمه موده کې يې د نړیوال کرکټ ستر ستر ریکارډونه مات کړل او لا یې هم تعقیبونکی دی، د ایرلینډ خلاف د کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ لپاره برخلیک ټاکونکې لوبه ورته د یو بل … نور ولولئ
سپورټ

برینډن ټایلر د کرکټ په غوراوي جام کې مخکښ توپ وهونکی

 د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان برینډن ټایلر چې په ۲۰۱۵ م کال کې د نړیوال کرکټ څخه تقاعد شوی و، د زیمبابوې ملي لوبډلې ته په بیرته راتګ سره یې دغه لوبډله بیا را ژوندۍ کړې ده. نوموړي د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د غوراوي پړاو لوبو کې تر دې مهاله ۴۴۲ منډې کړې دي، چې پکې دوه سلیزې او یوه نیمه سلیزه هم شامله ده.  برینډن … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

۱۳۹۷ د پوهنې کال دی؛ باید له زده کړو د ملاتړ ملي حشر پيل کړو

لیکنه: مریم محمدي د نوي کال د پسرلي خوږې وږمې او د طبيعي زړه راښکونکې هوا او موسمي تغير انسان ته د سترذات (ج) د قدرت عظمت نښه څرګندوي. له دې نعمت په ګټې اخیستنې سره یو همدا کار وکړئ چې خپل اولادونه یعنې لوړې او زامن مو مکتبونو کې شامل کړئ، راتلونکي کې به ترې ښه ځوان او ځوانه جوړه شي، ځکه همدا ماشومان د سبا ورځې ګلان دي. هر کال ته یو نوم … نور ولولئ
سپورټ

د زیمبابوې په ماته افغانستان او ایرلینډ ګټه وکړه؛ د سبانۍ لوبې ګټونکی به نړیوال جام ته ووځي

د ۲۰۱۸ م کال د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې کوربه زیمبابې لوبډلې د متحده عربي اماراتو څخه د ماتې په خوړلو سره د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورتګ څخه بهر شو او پر ځای افغانستان او ایرلنیډ ته ستر چانس ور ډالۍ کړ. د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ لپاره په دې مهمه سیالۍ کې زیمبابې لوبډلې په سیالۍ کې … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان او بنګله دیش خپلو کې درې پنځوس اوریزې لوبې کوي

د بنګله دیش ګرګټ بورډ اجرایوي مشر نظام الدین چوهدري د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو خبر وکړ. نوموړي ( د کرک بز ) ویپاڼې ته په خبرو کې ویلي، د پلان له مخې دواړه افغانستان او بنګله دش د کرکټ ملي لوبډلې به په راتلونکې جون میاشت کې درې پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ ترسره کړي. بنګله دیش کرکټ بورډ په داسې مهال د افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیوال جام ته په ورتګ کې د افغانستان او ایرلینډ برخلیک نن په ډاګه کیږي

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ لپاره د کرکټ غوراوي جام سیالیو څخه د لوبډلو غوراوي کې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو برخلیک نن ټاکل کیږي. د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې نن کوربه زیمبابوې لوبډله د متحده عربي امارتو سره په سیالۍ کې مخامخ ده، چې په ګټلو سره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

فیسبوک او افغان نجونې

لیکنه: مریم محمدي فیسبوک یوه خواله رسنۍ ده. کاروونکي یې له ټویټر او نورو خواله رسنیو زیات دي. پر فیسبوک تاسو کولای شئ د یو پروفایل په شکل ځانته اکاونټ (حساب) خلاص کړئ او یا هم یوه ځانګړې پاڼه جوړه کړئ. دا پاڼه کیدای شي چې د یوه کس او یا هم د یوې ادارې او ټولنې هم وي. د هرې ورځې په تېرېدو سره خواله رسنۍ زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ګرځي، فیسبوک … نور ولولئ