ژوند بڼه

ولې یو شمېر نجونې په سترو کورنیو کې واده کولو ته زړه نه ښه کوي؟

نن سبا ډېری نجونې هڅه کوي چې په داسې کورنۍ کې واده وکړي چې کوچنۍ او يا د وګړو شمېر یې لږ وي، دا ډول نجونې په کوچنیو کورنیو کې خپل ارامښت ويني او ګومان کوي، که چېرې په سترو کورنیو کې واده وکړي ارامښت به یې له منځه لاړ شي. د دې ترڅنګ چې نجونې نه غواړي په سترو کورنیو کې واده وکړي د نجونو کورنۍ هم دا نه خوښوي چې لوڼې یې په … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: ۳۰۰ زره افغان پوځیان دې له خپل هېواد ساتنه وکړي

امریکا وایي د درې سوه زره افغان پوځیانو دنده ده چې د خپل هېواد ساتنه وکړي. د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي په افغانستان کې د وروستي وضعیت په اړه د وضاحت لپاره د امریکا سنا ته بلل شوی و. نوموړي ویلي چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د طالبانو ګواښ هم په هومره حد کې نه دی چې د اندېښنې وړ وي. دده په باور طالبانو ځینې ولسوالۍ نیولې دي، … نور ولولئ
سپورټ

د ټیسټ سیالیو په نوې درجه بندي کې یوازی یو بدلون راغلی

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي په ټیسټ سیالیو کې د توپوهونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې پکې یوازي یو بدلون راغلی. د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستي توپوهونکي کوینټن ډیکوک ته په یاده درجه بندي کې د نړۍ په مخکښو لسو لوبغاړو کې ځای ورکړل شوی. هغه پخوا په ۱۲م ځای کې شتون درلود، خو اوس ۷۱۷ نمرې ورکړل شوي او د جدول لسم ځای ته یې ځان … نور ولولئ
سپورټ

نیوزیلنډ د ټیسټ سیالیو نړیوالې اتلولۍ اتله لوبډله شوه

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي وې، چې په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې وې. ددې سیالیو د جدول په لومړي ځای کې هند، دویم ځای کې نیوزیلنډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ انډیز، اووم ځای کې سویلي افریقا، اتم ځای … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د سیمو نیول لویه فتحه ده – حکومت: طالبان نیول شوي ځایونه الوزوي

طالبانو په یو تازه بیان کې ددې ډلې له خوا د پرلپسې څو ولسوالیو او سیمو نیول لویه فتحه بللې ده او ویلي، په هغو ولسوالیو کې به چې د دوی تر واک لاندې راغلي ، مدرسې، ښوونځي، روغتونونه او نور عام المنفعه ځایونه بیرته پرانیزي. طالبانو هغو کسانو ته چې د دوی په وینا د پاڅونوالو په نوم اربکیان وسلوال کوي هم خبرداری ورکړی چې په وړاندې به یې جدي چلند وکړي. په دې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

داسې ژوند وکړه! چې تېر شي پسې خپه نشي او د یو ځل بیا د راګرځېدو ارمان درنشي

د ژوند پړاوونه؛ ـ له پلاره میړه غوښتل (میړه مو نه پیژانده، کله به چې ښار ته تللو، نو زما فرمایش به د میړه غوښتو و) د میړه په نامه د نړۍ قسم قسم نعمتونه خوړل او ډالۍ ترلاسه کول (هر څه به یې چې راوړل، ویل دا دی میړه مې درته راوړ). ـ د مور په نوم، میړه نه کوم، تا هېڅکله یوازې نه پرېږدم، ډایري (یادښتونو کتاب) لیکل. لومړنی د ماشومتوب لوبې مې … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو نور د افغانستان په هره برخه کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ولسي پاڅونوال له طالبانو سره په جګړه کې دي. د ولسوالیو سقوط طالب وسله والو ادعا کړې چې تر څلویښتو ډیرې ولسوالۍ یې نیولي، خو بیرته … نور ولولئ
سپورټ

شعیب اختر د ځاځي په اړه: زموږ پټان ورور بیخي ښه لوبه کوي+ویډیو

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي شعیب اختر په پاکستان کورني لیګ کې د حضرت‌الله ځاځي تر پرونۍ لوبې وروسته ویلې، حضرت‌الله ځاځی د پاکستان سوپرلیګ یو له لویو لوبغاړو څخه دی او زموږ دغه پټان «پښتون» ورور ډېره ښه لوبه کوي.» شعیب اختر، چې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې یې د خپلو څرګندونو ویډيو د ځاځي د شاټونو له ویډيو سره یوځای کړې، پکښي یې د پورتنیو څرګندونو ترڅنګ ویلې، چې حضرت‌الله ځاځي … نور ولولئ
سپورټ

په نړیواله کچه غوره لوبډلمشر یو بل ویاړ خپل کړ

د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر کین ویلمسن د نیوزیلنډ ملې لوبډلې لپاره په ټیسټ سیالیو کې دویم زیاتې منډه جوړونکی لوبغاړی شو. هغه د ټیسټ نړیوالي اتلولۍ په پایلوبه کې د ټیسټ سیالیو ټولیزي منډې ۷۱۷۸ ته ورسولې او تر ټایلر وروسته د نیوزیلنډ په تاریخ کې د ټیسټ سیالیو دویم زیاتې منډه جوړونکی لوبغاړی شو. کین ویلمسن، چې په نیوزیلنډ لوبډله کې یې د ټیسټ سیالیو پیل په ۲۰۱۰م کال کې کړی، … نور ولولئ
سپورټ

ویاړ؛ بلاسټ سیالیو کې نوین‌الحق ترټولو زیاتې ویکټې اخیستې

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان او چټک توپ‌اچونکی نوین‌الحق، چې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې لوبېږي، د ۱۳ ویکټو په اخیستلو سره ترټولو ډېر ویکټ اخیستونکی لوبغاړی دی او د لیست په سر کې شتون لري. نوین‌الحق چې په یاد لیګ کې د لیسټر شایر لوبډلې سره لوبیږي، یادي ۱۳ ویکټې یې په ۷ لوبو کې اخیستې دي. لیسټر شایر لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د افغان لوبغاړي نوین‌الحق پر ځلېدو … نور ولولئ