سپورټ

محمدنبي په ویتالټي بلاسټ سیالیو کې وځلېد او د لوبې غوره لوبغاړی شو

پرون جمعه د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې یو شمېر لوبې ترسره شوې، چې پکې د افغان لوبغاړي محمدنبي لوبډله «نورتامپټون شایر» د لنکاشایر لوبډلې سره ولوبېده او پکې نورتامپټون شایر لوبډلې د افغان لوبغاړي محمدنبي په مټ بریا خپله کړه.   د یادي لوبې بشپړ جذیات   لومړی توپوهنه لنکاشایر لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۰ منډې وکړې او نورتامپټون شایر لوبډلې ته … نور ولولئ
سپورټ

پي‌اېس‌اېل کې د لوبغاړو کارنامې

  د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ په تاریخ کې کامران اکمل له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ پورې په ۶۴ لوبو کې ۸۱ شپږیزې وهلي دي. اصف علي په ۵۱ لوبوکې ۶۰ شپږیزې، شرجیل خان ۳۱ لوبو کې ۵۲ او فخرزمان په ۴۷ لوبو کې ۵۱ شپږیزې وهلي دي. په غوره ایکانومي توپ اچونه سونېل نرېن په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو کې په ۶ اعشاریه ۲۲ ایکانومي توپ اچونه کړې، محمد حفیظ له ۲۰۱۶ څخه تر … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام ځای او نېټه اعلان شوه

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. د ایسفاین کریک‌انفو د راپور له مخې د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي. خو دې … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان له سریلانکا څخه شل اوریزه لوبلړۍ وګټله

  د سریلانکا کرکټ لوبډلې انګلستان ته د درې شل اوریزو او درېیوو یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی. لومړۍ شل اوریزه لوبه د جون په ۲۳ مه د تېرې چهارشنبې په ماخستن انګلستان په ۸ وېکټو وګټله او جاس بټلر د ۶۸ ناسوځېدلو منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو. دې لوبه کې سریلانکا، انګلستان ته ۱۳۰ منډې هدف ورکړی و. دویمه لوبه د پنجشنبې په ماخستن ترسره شوه، چې دې … نور ولولئ
سپورټ

ډیرین سمي د وېسټ انډيز د کرکټ بورډ نوی ډایرېکټر شو

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ویسټ انډیز لپاره د دوو نړیوالو شل اوریزو جامونو ګټونکی ډېرین سمي یې د کرکټ بورډ د خپلواک غړي په توګه منلی دی. ډېرین سمي د ویسټ انډیز لپاره ۱۴ کاله نړیوال کرکټ کړی، چې په دې وخت کې هم په کورنۍ او هم په نړیواله کچه خورا ستایل شوی او د کرکټ نړۍ ته یې په خپلې ښې لوبډلمشرۍ ویاړ وربښلی دی. … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: امریکا ته یې سفر له لاسته راړونو ډک و

ولسمشر غني په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې امریکا ته یې سفر ګټور و او له کانګریس یې د څه باندې ۳،۳ میلیاردو ډالرو مرستو غوښتنه کړې چې دوی ورسره منلې ده. نوموړي همدا راز ویلي چې د امریکا له دفاعي چارواکو سره یې … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

د نوي زېږېدل شوي ماشوم د وینځلو لارې چارې

ډېری میندې په ځانګړي ډول‌ هغه میندې چې د لومړي ځل لپاره مور کېږي په دې نه پوهېږي چې نوی زېږېدل شوی ماشوم څنګه او څه وخت و وينځي. لکه څنګه چې تر زېږون وروسته یو ماشوم خوړو او ساتنې ته اړتيا لرې ترڅنګ یې وينځلو ته هم اړتیا لري ځکه چې د ماشوم د روغتيا د ساتنې لپاره تر ټولو اړين ټکی د ماشوم پاکوالی دی. د يوه نوي زېږېدل شوي ماشوم د وینځلو … نور ولولئ
سپورټ

د PSL لیګ غوره یوولس کسیزه لوبډله او پکې د دوو افغان لوبغاړو شتون

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو او ګټونکې لوبډله یې د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو د پنجشنبې په ماخستن د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپير ماتې ورکړه. یاده پایلوبه کې لومړی ملتان سلطانز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او پېښور زلمي لوبډلې ته یې … نور ولولئ
افغانستان

هند: په افغانستان کې د پاکستان له کړنو ټوله نړۍ خبره ده

هندوستان وایي چې په افغانستان کې د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي او د ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ له ټولو ښکیلو اړخونو سره په اړیکه کې دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نړۍ ښه پوهیږي چې پاکستان په افغانستان کې کوم کارونه وکړل. په افغانستان کې د هندوستان د موجودیت په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تبصرې په غبرګون کې، د … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

نوی زېږېدل شوی ماشوم؛ د خوب وخت او د ساتنې لارې چارې یې

کېدای شي د هغو میندو په ژوند کې چې د لومړي ځل لپاره ماشوم زېږوي د ماشوم له زېږون سره سم يو توپان رامنځته شي او په خپل ژوند کې ډېر بدلونونه ومومي ځکه چې ډېری هغه میندې چې د لومړي ځل لپاره مور کېږي په دې نه پوهېږي چې له خپل نوي زېږېدل شوي ماشوم نه څه ډول ساتنه وکړي؟ يوه ښځه کله چې ماشوم زېږوي هم خپله ناروغه وي او درملنې ته اړتيا … نور ولولئ