افغانستان

پاکستان: اسامه ترهګر دی، د عمران خان ژبه خطا شوې وه

وروسته تر هغه چې اسامه بن لادن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان شهید ویلو ګڼې پوښتنې را وپارولې د دغه هېواد د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري ویلي چې د پاکستان حکومت القاعده او اسامه بن لادن ترهګر ګڼي. نوموړي له مشهور پاکستاني ټلویزیون جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي چې اسامه بن لادن ته پر شهید ویلو د عمران خان ژبه خطا شوې، د ده مطلب دا نه و چې … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان د سریلانکا لوبډله کلین سويپ کړه

د سریلانکا لوبډلې چې انګلستان ته د دريو شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی، د شنبې په ماخستن یې درېیمه شل اوریزه لوبه هم په لوړ توپیر وبایلله او له دې سره کلین سويپ شوه. لومړۍ لوبه انګلستان د تېرې چهارشنبې په ورځ په ۸ وېکټو ګټلې وه، دویمه شل اوریزه لوبه یې په ۵ وېکټو پنجشنبې په ماخستن وګټله او درېیمه شل اوریزه لوبه یې د شنبې په ماخستن … نور ولولئ
روغه سټه

په کرونا ناروغۍ کې د شامې حس له لاسه ورکول د مغز د یوې برخې د تخریب ښکارندوي کوي

ژباړه: شبانه پوپلزۍ د اکسفورد پوهنتون څېړونکو په دې اړه، چې په کرونا ویروس اخته کسان ولې د شامې حس لا لاسه ورکوي، دا ډول نظر وړاندې کوي. د اکسفورد پوهنتون څېړونکو د خپلو څېړونو په پایله کې دا موندلې، چې په کرونا ناورغۍ کې د شامې حس د له منځه تلو لامل د مغز د خاکستري مادې تخریب ګڼل کېږي. د ځینې راپورونو له مخې ویل کېږي، چې څېړونکو د ۲۰۲۰ کال له اکتوبر … نور ولولئ
سپورټ

رحمان الله ګربز په پي‌اېس‌اېل کې له درېیوو منډو جوړولو وروسته کابل ته راغی

په شپږم پړاو پاکستان سوپرلیګ لوبو کې د افغان لوبغاړو له جملې څخه رحمن الله ګربز د ملتان سلطان په ګټه، حضرت الله ځاځی او وقار سلام خېل په پېښورزلمي کې، راشدخان په لاهور قلندرز کې، ظاهرخان په کوېټې کې، نجیب الله ځدران او نوراحمد لکڼوال په کراچي کېنګز کې ولوبېدل. له دې وړاندې قیس احمد او محمدنبي عیسی خېل هم په کوېټې او کراچي کې لوبېدلي وو. رحمان الله ګربز د جون په لسمه … نور ولولئ
افغانستان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: افغان طالبان دې پاکستاني طالبان نه پرېږدي چې پاکستان ته زیان ورسوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي. شیخ رشید احمد د شنبې په ورځ اسلام اباد کې رسنیو سره خبرو کې ویلي چې لومړي وزیر عمران خان امریکا ته غوڅ ځواب ورکړی چې خپله خاوره کې پوځي اډې نه ورکوي. شیخ رشید ادعا کړې چې ګواکي د پاکستاني طالبانو په ګډون ځینې ډلې د پاکستان ضد فعالیتونه ترسره کوي او … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ «PSL» مخکښ لوبغاړي

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو او ګټونکې لوبډله یې   د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو د پنجشنبې په ماخستن د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپير ماتې ورکړه. یاده پایلوبه کې لومړی ملتان سلطانز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او پېښور زلمي لوبډلې ته … نور ولولئ
افغانستان

صالح: د امریکا د لا ډېر ملاتړ په خپلولو بریالي شو

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي امریکا ته د حکومتي پلاوي وروستی سفر له لاس ته راوړنو ډک و. امرالله صالح پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې امریکا پر خپلو ژمنو ولاړه ده او بایډن ټینګار کړی چې دی د افغانانو د ملګري په توګه په سپينه ماڼۍ کې شته دی. امرالله صالح وایي چې د افغانستان د دوستانو له ډلې سره یې د دروازو تر شا اوږدې خبرې لرلې دي او دوی ټینګار کړی دی … نور ولولئ
سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ غوره یوولس کسیزه لوبډله

د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ په اړه جذیات   د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي وې، چې په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې وې. ددې سیالیو د جدول په لومړي ځای کې هند، دویم ځای کې نیوزیلنډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام کومو هیوادونو زیات ګټلی؟

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷م کال کې ترسره شوه، چې ددې جام لومړی پړاو کې هند کرکټ ملې لوبډلې اتلولې خپله کړه. په دې لیګ کې ویسټ انډیز هیواد دوه ځلې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶م کلنو کې لومړي مقامونه خپل کړي. دا لیګ دوه ـ دوه کلونه وروسته لومړی وار ترسره کېده، خو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه، چې باید څلورو کلونو کې یوځلې وشي. ۱ـ … نور ولولئ
سینما او موسیقي

ویدیت جموال د هالیوود لپاره تیاری نیسي

د باليووډ سېنما اکشن فلمي ستوری ویدیت جموال هاليووډ ته روان دی. جموال په افغانستان کې د کمانډو په هلک مشهور دی، ځکه د کمانډو فلمونو لړۍ يې بريالۍ ده او خلکو خوښه کړېده. هندي رسنيو خبر ورکړی چې ويديت په امريکا متحده ايالاتو کې د Wonder Street Entertainment کمپنۍ له لورې انتخاب سویدی. دی به د بروس لي،جګي چاين او جت لي په څېر د رزمي نړۍ د يو غوره اداکار رول کې خپل … نور ولولئ