خواړه

تور مرچ، د میکربونو پر وړاندې موثر خوراک

د تورو مرچو ګټې: د روغتیاپالو په اند په تورو مرچو کې د پیپرین په نامه ماده شتون لري، چې د تورو مرچو سره د خوند په ښه والي سربېره د ګڼو نورو ګټو په رسولو کې مرستندوی ثابتیدای شي، چې ګټي یې دا دي: ـ تور مرچ د انسان د معدې د تیزابو او قبضیت د ختمولو لپاره مرسته کوي. داسې چې د انسان د معدې تیزاب یعني د هایډرو کلوریک اسید د خارجولو … نور ولولئ
روانې سلامتي

کرونا ويروس د اضطراب او ژور خفګان سبب ګرځي

ژباړه او راټولوونه کرونا چې یوه جدي ناروغي او ویروس دی، چې اوسمهال ډېری انسانان ورباندې اخته شوي او له دې ویروس رنځ وړي، دا ناروغي سربېره پر نورو ستونزې نوري اروایي ستونزې هم پیدا کوي. له همدې کبله په لومړیو کې د اضطراب او ژوړ خفګان لامل کیږي، ځکه چې د نورو ناروغیو په څېر اروایي او بدني اړخونه لري. موږ ډېري د کرونا په هکله سم معلومات نه لرو او نه هم سم … نور ولولئ
اقتصاد

پاکستان په تیلیفون له پنځو دقیقو څخه په ډېرو خبرو باندې مالیه وضع کړي

د پاکستان فدرالي حکومت له پنځو دقیقو څخه ډېر په ګرځنده تلیفون خبرو کولو باندې مالیه وضع کړي. د ماليې وزیر “شوکت ترین” ویلي، چې د ملي شورا غونډې ته د ولسي جرګې د لومړي مرستیال “قاسم سوری” په مشرۍ د ملي شورا غونډې ته په خطاب کې وویل، چې حکومت له پنځو دقیقو څخه د ډیرې مودې لپاره په ګرځنده تلیفونونو خبرو باندې مالیه وضع کړې. شوکت ترین ویلي، چې په ګرځنده تلیفون د … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان شايد د پاکستان لوبډله وایټ واش کړي

د پاکستان کرکټ لوبډلې د شنبې په ورځ د جون په ۲۶ مه انګلستان ته سفر وکړ، هلته یې د کورونا ټېسټونه وکړل او ټېسټونه یې منفي راووتل. دا لوبډله په انګلستان کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې د جولای په ۸ مه نېټه پیلوي. ایا انګلستان به وکولای شي، چې په دواړو لوبلړيو کې د پاکستان لوبډله ماته کړي؟ ځکه له دې وړاندې انګلستان سریلانکا لوبډله په شل اوریز سیریز کې … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا کرکټ مینوال؛ خپلو لوبغاړو سره مینه نه کوو

د سریلانکا کرکټ لوبډلې ډېری سریلانکایي مینوال له خپلو لوبغاړو ناراضه دي او وایي چې نور خپل لوبغاړي په سوشل مېډیا کې نه فالو کوو او پرځای یې د ان فالو بټن وهي. FOLLOW ___UNFOLLOW ډېری سریلانکایانو اوس کمپاین پیل کړی دی، چې خپل لوبغاړي پر فیسبوک، انسټګرام او ټوېټر ان فالو کړي. دوی ځکه غوسه دي او وایي چې ولې د سریلانکا لوبډلې د شل اوریزو لوبو لړۍ درې د صفر پر وړاندې انګلستان … نور ولولئ
سپورټ

د زِمبابوې او اماراتو لوبډلې ولې نړیوال جام کې نشته؟

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې راتلونکی شل اوریز جام به د اکټوبر په ۱۷ مه په عربي متحده اماراتو کې پیل شي او د نومبر تر ۱۴ مې به وغځېږي. په نړیوال جام کې شپاړس لوبډلې شاملې دي، چې افغانستان پکې هم وجود لري. هغه لوبډلې چې کوالیفای یې کړې ده افغانستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش، ویسټ انډیز، سویلي افریقا او پاکستان کوالیفای کړې ده. نورې لوبډلې یې عبارت دي … نور ولولئ
روانې سلامتي

ايا پوهېږئ چې د وېښتانو سپینېدل د زړه له ناروغۍ سره تړاو لري؟

ليکنه: مريم صديقي د موټي په څېر جوړ د انسان زړه د هغه په عمر اوږدو کې تقریبا درې میلیارده وارې ځان راټولوي، چې دا چاره د حیرانتیا ده. زړه په یوه شپه او ورځ کې زموږ د بدن لپاره ۱۰ زره ليټره وینه پمپوي. او نه ستړى کېدونکى کار ترسره کوي. خو ښایي دا خبره تاسو ته نوې اوسي، چې د انسان زړه او د ویښتانو سپينېدل سره څه تړاو لري؟ د قاهرې پوهنتون … نور ولولئ
سپورټ

ټیسټ:هغه توپ اچوونکې چې تر ټولو ډېر توپوهونکې يې په صفر سوځولي

ټیسټ د کریکټ تر ټولو اوږد فارمټ دی چې د کریکټ د تاريخ بنسټ او ريښه بلل کېږي. د ټیسټ کريکټ لومړنۍ نړيواله لوبه په ١٨٧٧ز کې د اسټراليا او انګلستان ترمنځ ترسره سوه،چې لاهم دا لوبې جریان لري او تاسو خبریاست چې څو ورځې وړاندې نیوزلینډ د هندوستان څخه د ټیسټ لوبو اتلولي هم وګټله. د ټیسټ په دې کابو ١٥٠ کلن تاريخ کې خورا ډېر ریکارډونه ثبت سوي چې د هغو له ډلې … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت پاکستان ته: زموږ په څېر، ترهګرۍ سره مبارزه وکړئ

وروسته تر هغه چې پاکستان ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان، په افغانستان کې د دوی ضد فعالیتونه کوي، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یې ادعا رد کړې او زیاته کړې یې ده چې د ټي‌ټي‌پي هسته په افغانستان کې نشته ده. یاد وزارت ویلي چې دوی د خپل هېواد د ملي امنیت پالیسي له مخې، له ترهګرۍ سره بې توپیره مبارزه کوي او هیڅکله کومې ترهګرۍ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره … نور ولولئ
سپورټ

امارات د ٩٠ توپونو سیالۍ تاسیسوي

د عربي متحده امارات د کرکټ نړیوالې شورا په اډانه کې د نوي (۹۰) توپونو لوبې تاسیسوي او د ناینټي بېش په نامه به وي. په تېر کې شل اوریز کرکټ بیا لس اوریز کرکټ بیا هنډرېډ بالز یا سل توپونه او اوس نوي توپونه؛ دا د کرکټ په بڼه کې بدلون او لنډون دی، چې لوبې به جذابې کړي؛ خو ځېنې زیانونه هم لري، چې لږ وروسته به پرې وغږېږو. د عربي متحده امارات … نور ولولئ