افغانستان

استرالیا ۱۵ زره افغانانو ته ویزې ورکوي

د استرالیا حکومت اعلان کړی چې پنځلس زره افغانان به د څلورو کلونو په موده کې د بشري خواخوږۍ او کورنیو د ویزو د پروګرام له لارې ومني. لس زره کسانو ته به استرالیا ته د بشري دلایلو له وجې د مهاجرت پروګرام له لارې او پنځه زره نورو ته په استرالیا کې د کورنۍ د غړو او خپلوانو له خوا د مالي تضمین له لارې ویزې ورکړل شي. د استرالیا د مهاجرینو، تابعیت، د … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: ترکیې او قطر سره د هوايي ډګرونو په اړه هوکړې ته نږدې شوي یو

په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشرۍ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له ترکیې او قطر سره د کابل په ګډون د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په تړاو یوې عمومي هوکړې ته نېږدې شوي دي. د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي وویل، په دې اړه کابل کې د تېرې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د اسلامي امارت، ترکیې او قطر ګډو پلاويو ترمنځ … نور ولولئ
ادبیات

پټ استعداد مو وغوړوﺉ؟

انتوني برجس څلوېښت کلن و، چې روغتیاپالانو ورته وویل یو کال نور ژوند کوي، ځکه په خپل مغز کې تومور لري. هغه له ځان څخه زیات خپلې مېرمنې ته اندېښمن و، چې وروسته له ده ورته هېڅ نه پاتې کېږي. انتوني وړاندې تر دې تکړه لیکوال نه و، خو په باطن کې یې داستان لیکلو ته لېوالتیا لرله او پوهېده چې بالقوه وړتیا په وجود کې لري. نو له همدې امله یې خپلې مېرمنې ته … نور ولولئ
خوندیتوب

له زېږون وروسته ژور خفګان

له زېږون وروسته ژور خفګان، د زېږون څخه وروسته دورې ته ویل کېږي، چې مور  پکې بېلابېل احساسات، ګډوډيو او یا  دماشوم پر وړاندې بې میلي تجربه کوي. ډېری وختونه د ځان رټلو په حس بدلېږي او مور تل د ګناه احساس ته وړي او د ماشوم له راوړلو پښېمانه کوي. له زېږون وروسته ژور خفګان لاندې نښې لري: ١ – د ګناه احساس ٢ – د ماشوم له زېږولو پښېمانتیا ٣ – ماشوم ته … نور ولولئ
افغانستان

طا لبانو د جو بایډن وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې

د ا.ا.ا د امريکا د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګواکې افغانستان د يووالي وړتيا نه لري. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، ویشلي ملتونه نه بلکې یواځې متحد ملتونه کولای شي د یرغلګرو او امپرتوریو د زوال سبب وګرځي. بلخي ویلي د اشغال له پای ته رسېدو وروسته، اسلامي امارت په لږو سرچينو او کم وخت سرتاسري امنيت ټينګ، او ولس يې سره متحد کړ. د ده په … نور ولولئ
افغانستان

الکوزی: ا.ا دې د زیربناوو په برخه کې له خصوصي سکټور سره مرستې وکړي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي په افغانستان کې د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په اړه د ا.ا د چارواکو د څرګندونو هرکلی کوي خو وايي، چې باید عملآ د زیربناو په برخه کې خصوصي سکټور سره مرستې وشي. ا.ا وايي چې په لنډمهاله اقتصادي پالیسي کې يې خصوصي سکټورځانکړی ځای لري. د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې حکومت باید عملآ د خصوصي سکټور د پرمختګ په مخ کې پراته خنډونه، چې … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: د جنايي جرمنو پېښې صفر ته راټيټې شوې دي

کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دوی د ځواکونو په هڅه غلا، اختطاف او جنايي جرمونه صفر ته راټيټ شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند عقیل جان عزام ویلي، چې په افغانستان کې د جرایمو کچه صفر ته را ښکته شوې ده. نوموړي هغه جرایم چې په هېواد کې پېښېږي، عادي وبلل او ټینګار يې وکړ چې ورته جرمونه په پرمختللو هېوادونو کې هم کېږي. عزام خلکو ته ډاډ ورکړ، چې غله او د … نور ولولئ
افغانستان

د کابینې پرېکړه؛ د ولايتي رییسانو ټاکنه د وزارتونو صلاحیت دى

د ا.ا مرستيال ویاند انعام الله سمنګاني وايي چې د ولايتي رییسانو او د مستقلو ادارو د مسؤولينو د ټاکلو صلاحیت د اړونده وزارت او مستقلې ادارې صلاحیت دى او د واليانو موافقه په کې شرط نه ده. د سمنګاني په وينا د کابینې د پرېکړې له مخې د ولایتي رییسانو او مسوولينو د ټاکلو صلاحیت وزارتونو او مستقلو ادارو ته ورکړل شوى دى. د نوموړي په خبره چې د ولايتي رییسانو او ولايتي مسوولينو … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: ملي ارزښتونو سپکاوی نور د زغم وړ نه دی

د افغانستان ا.ا د استخباراتو ریاست وایي چې ځینې کسان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه دیني او ملي ارزښتونه تر پښو لاندي کوي، دې ارزښتونو ته سپکاوی کوي او پر ا.ا بې بنسټه تورونه لګوي. د یاد ریاست په خبره، په دغه برخه کې یو شمېر رسنۍ هم بې بنسټه تورونه رسنیز کوي. دوی زیاته کړې ده چې نور افغان ولس ته د دیني او ملي ارزښتونو سپکاوی د زغم وړ نه دی. … نور ولولئ
افغانستان

امریکایي استازو د کنګل شوې شتنمۍ ازادول غوښتي

درېیو نورو امریکایي استازو هم له بايډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادول غوښتي دي. درېیو امریکایي استازو جیس کرو، تام مالینوفسکي او پیتر مایجر په یوه ګډ لیک کې د امریکا له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ ستره برخه ازاده کړي. یادو استازو ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکا دې په غیر قانوني توګه د عامو وګړو شتمني نه کنګل کوي. … نور ولولئ