افغانستان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: له موږ پرته د نړۍ دال نشي پخېدای

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي په افغانستان کې اوس نوو طالبانو سر راپورته کړی او دا هغه طالبان نه دي چې د ټوپک په زور به یې فیصلې کولې. شیخ رشید په دې وروستیو کې منلې وه چې دطالب مشرانو کورونه په پاکستان کې دي او هغوی زیاتره دپاکستاني روغتونونو څخه خپل علاج کوي. څېړونکي وایي د افغانستان په هکله د پاکستاني مشرانو دا ډول خبرې د پاکستان دریځ ته زیان رسوي. … نور ولولئ
افغانستان

استرالیا وایي وروستی سرتېری یې هم له افغانستان ووت

د استرالیا ددفاع وزیر رسنیو ته ویلي چې په وروستیو اونیو کې یې په افغانستان کې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد او خپل وروستی سرتېری یې هم له دغه هېواد ایستلی دی. دده په وینا په افغانستان کې یې په وروستیو اونیو کې ټولټال اتیا سرتېري وو چې د سفارت او ديپلوماتیک ماموریت ساتنه یې کوله خو اوس دغه ډله له افغانستان وتلې ده او په دې توګه یې دلته ماموریت بشپړ شوی … نور ولولئ
سپورټ

نوین‌الحق: شل اوریزه لوبو کې قوي ټیم یو، د نړۍ هره لوبډله ماتولای شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي نوین‌الحق د امریکا غږ اشنا راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلې افغان کرکټ ملې لوبډله په شل اوریزه سیالیو کې قوي لوبډله ده او په خبره یې کولای شو، د نړۍ هرې لوبډلې ته ماتې ورکړو. نوین‌الحق په یاده مرکه کې ویلې، راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې به مو لومړنۍ هڅه دا وي، چې د ګروپ لوبې وګټو او دویم پړاو ته لاره پيداکړو. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر نجونو د پټ تعلیمي نصاب منفي اغيزې

  راټولونه/شپنه سلګۍ نا رسمي تدريس، ناپلانه او په ناپامه ډول د زده کوونکو په واسطه د ښوونځي د منځپانګې زده کول، زياتره د پټ تعلمي نصاب په نامه ياديږي. په پټ تعلمي نصاب کې هغه سلوک او نظريات راځي چې د ښوونکو، شاګردانو او ټول ښوونځي (پټوپيغامونو) ته يې دوام ورکړى دى. پټ تعلمي نصاب ښايي داسې هم تعريف شوى وي ” د حالاتو، د افرادو د شخصيت او ټولنيز ګروپ په اړه د … نور ولولئ
اقتصاد

اقتصاد څه دی؟

ژباړه/ موږ ټولو ته اړینه ده چې پوه شو، اقتصاد څه شی دی او دا زموږ په ورځني ژوند کې څه ډول اغېزه لري. اقتصاد کې تر ټولو لوی نومونه وپیژنو او د ځینو کلیدي بدلونونو په اړه معلومات ولرو په کوم کې چې اقتصادي او سوداګري فعالیتونه ترسره کیږي. د اقتصاد تعریف؛ د اقتصاد فلسفه، لکه د تصمیم نیولو زموږ د ورځني ژوند چارې اداره کوي. حتا که موږ په دې اړه پوه نشو. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په ماشومانو کې د زده‌کړې ګډوډي – مرکه

مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وم، په ټولګي کې به مو تل ټنبل او لایقه زده کوونکي یو بل ته برګ وو ځکه هرکله به چې لایقو زده کوونکو ښې نمرې اخیستې نو ټنبلو به کینه ورسره کوله، او کله ناکله خو به همدا کینه په جنګ هم بدلېده، د دې تر څنګ مو ټولګي کې یوه بله ډله زده کوونکي هم وو چې هېڅ یې نه زده … نور ولولئ
خواړه

پودینه؛ د وینې کولیسټرول کموي

ليکنه او راټولونه پودینه د کرواکرول په نامه مواد لري چې د فشار په ټیټولو کې ډېر مثبت اغېز لري. دغه بوټی د زړه درزا کموي یانې د وینې فشار په رګونو او زړه کې کموي. تاسې کولی شئ د مالګې پر ځای خپلو خوړو کې له پودینې څخه استفاده وکړئ؛ ځکه چې په مالګه کې موجود سودیم د وینې فشار لوړوي. د ترکیې روغتیایي څېړونکو د نوې څېړنې پر بنسټ، پودینه نه یوازې دا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د افغان مېرمنو پر وړاندې پراته خنډونه

کوم حقوق چې په اسلام کې مېرمنو ته ورکړل شوي دي له دې څخه يې نيمه سلنه هم افغانو ښځو ته نه دي ورکړل شوي. له خپل شته حقونو څخه بې برخې دي. له بده‌مرغه چې ناوړه دودونو ورڅڅه خپل حق اخيستی دی. هغه لويې ستونزې چې ښځې ورسره مخ دي لکه: ميراث، تعليم، ناوړه دودونه، د عقايدو غلط تفسير، اقتصادي ستونزې، محيطي ستونزې، باسواده ښځوته شک په سترګه کتل … ۱-ميراث؛ ميراث يوه پيچلې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: سیمه دې د خپلو ګټو لپاره له افغان سولې سره مرسته وکړي

د سیمې هېوادونه دې د خپلو ګټو لپاره له افغان سولې سره همکاري وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتېګوس په یوه مرکه کې ویلي دي چې امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي نو د سیمې د هېوادونو په تېره د روسیې او چین مسوولیت دی چې دغه هېواد ته د سولې په راتګ کې همکاري وکړي. د نوموړې په خبره د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده. اورتېګوس وایي چې … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې اسټرالیا ماته کړه 

اسټرالیا، ویسټ انډیز ته د پنځه شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی، لومړۍ شل اوریزه لوبه یې جولای په لسمه سهار څلور بجې په ډیرین سمي لوبغالي کې ترسره کړه. ویسټ انډیز لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۶ وېکټو په نقصان سره د انډری رسل د ۵۱ منډو په مرسته ۱۴۵ منډې وکړې. جاش هزل ووډ د اسټرالیا لپاره په ۴ اورونو کې یو مېډن کړ، … نور ولولئ