سیاست

امریکا کې د بېړۍ د ډوبېدو له امله ۳۹ کسان لادرکه شوي

په امریکا کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۳۹ کسان لادرکه شوي دي. د امریکا سمندري ځواک وايي دوی هغه مهال په دې پېښه پوه شول، چې له بېړۍ یوه پاتې کس د دوی په کېښتۍ پورې ځان ونښلوه. سمندري ځواک وايي ډېر احتمال شته چې دا به د انساني قاچبرو بېړۍ وه چې مسافرو یې یوه هم د ژغورنې واسکټونه نه لرل. دوی وایي د لادرکه شوو کسانو په اړه پلټنې روانې … نور ولولئ
افغانستان

د سي ای اې ۹ زره افغان عسکر امارات کې پراته دي

د سي ای اې زرګونه افغان قراردادي عسکر لا هم په اماراتو کې پراته دي. نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي، هغه افغان قرار دادیان چې له سي ای اې سره یې په مستقمه توګه کار کاوه او ددغه ادارې په لارښوونه یې عملیات ترسره کول له میاشتو راهیسې په اماراتو کې بې برخلیکه پراته دي. ورځپاڼه وایي دغه کسانو د امریکا په غوښتنه د خپلو خلکو پر وړاندې عملیات کول، ان ښځې او … نور ولولئ
افغانستان

امریکا واشنګټن کې د افغان سفارت بانکي حسابونه تړلي

امریکا د افغان سفارت بانکي حسابونه تړلي دي. په واشنګټن کې د افغان سفارت ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې امریکایي حکومت له یوې میاشتې راهیسې ددغه سفارت او دوو کونسلګریو بانکي حسابونه تړلي او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی وایي چې د مالي مسایلو په برخه کې دې چارې خنډ ورته جوړ کړی دی، خو هڅه کوي د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره په دې تړاو یوې پایلې ته ورسېږي. … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: له افغانستان وتل مو په ګټه و، پاتې کېدو مو جګړه اوږدوله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي، چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه له تېرې ادارې څخه دوی ته په میراث پاتې وه او دوی یوازې یو بل انتخاب لاره چې هغه اوږدمهاله جګړه وه. بلینکن د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې له دغه هېواد څخه د ځواکونو وتل په ګټه و ځکه بل انتخاب جګړه وه او جګړه یې ځکه نه غوښته چې نور هیڅ امریکایي د دې ناپایه جګړې … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: د عشر او زکات راټولو اداره جوړوو

د افغانستان سرپرست حکومت پرون په خپله شلمه غونډه کې د عشر او زکات د راټولو لپاره د ادارې جوړېدو پرېکړه کړې ده. د یادې غونډې په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه راز په یاده ناسته کې د بشري مرستو د وېش برخه کې پر روڼتیا هم ټینګار شوی دی. د دغې ادارې جوړېدو پرېکړه پر داسې مهال کېږي چې د چارو یو شمېر شنونکي د مالیې وزارت په موجودیت کې د … نور ولولئ
سیاست

پر اوکراین ناندرۍ؛ امریکا زرګونه عسکرو ته د تیار سی امر کړی

د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر د ناندریو له ډېرېدو سره هممهاله امریکا زرګونه سرتېرو ته د تیارسی امر کړی دی. د امریکا ددفاع وزارت ویاند وایي دوی په اروپا او اوکراین ته نږدې پرتو هېوادونو کې شاوخوا ۸۵۰۰ عسکرو ته د تیارسی امر کړی دی، خو تر دې دمه په اوکراین کې د عسکرو ځای پر ځای کول نه دي پيل شوي. جان کربي وایي همدا چې د ناټو غونډه اوکراین … نور ولولئ
افغانستان

متقي: د اوسلو غونډه مهمه لاس ته راوړنه ده

نوی حکومت وایي د اوسلو غونډه ستره لاس ته راوړنه ده. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي اسوشټېډ پریس ته ویلي چې د اوسلو غونډه د افغانستان د راتلونکې لپاره غوره او مهمه لاس ته راوړنه ده. دده په وینا په دې غونډه کې دوی پوه شول چې مرستندویه هېوادونه افغانان یوازې نه پرېږدي او له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د نړیوالو لیوالتیا ډېره ده. بلخوا راپورونه وایي چې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: افغانستان له نورو لارو څارو

امریکا وايي له افغانستان وتلو لا قوي کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هغه نیوکې رد کړې چې ګواکي امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده، نو له همدې امله ځينې هېوادونه هڅه کوي له امریکا سره ځان ښکېل کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس بیا وایي دوی خپله تګلاره لري او په خبره یې امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته قوي شوې ده. دده په خبره سره … نور ولولئ
افغانستان

حامد کرزی: پسرلي کې د ښوونځيو دروازې پرانیستې غواړو

راتلونکی پسرلی باید د ښوونځیو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې وي. پخواني ولسمشر حامد کرزي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د یوه پیاوړي افغانستان لپاره هڅې کوي او په خبره یې تمه لري چې ژر دلته دایمي ثبات او یو پیاوړی ټولشموله حکومت جوړ شي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دوی له نوي حکومت سره کار نه کوي او په خبره … نور ولولئ
افغانستان

مجاهد: مخالفین د ګواښ په حد کې نه دي؛ خو خنډونه باید ونه لرو

د افغانستان ا.ا د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د هېواد د څلورو کنجونو امنیت یې تر پوښښ لاندې دی او د نظام مخالفین ګواښونه نه شي جوړولی. د نوموړي په خبره، که چېرته د نظام پر ضد څوک پورته کېږي نو ځپل کېږي به خو ټینګار کوي چې د ستونزو د حل او د نظام د لا پیاوړتیا لپاره لومړی د علماوو ناسته او وروسته … نور ولولئ