سینما او موسیقي

اديتيا رای په يوه فلم کې په ۲ څېرو را څرګندېږي.

اديتيا رای کپور په هغه فلم کې راڅرګندېږي چې مخکې سيدارت ملهوترا ورته انتخاب سوی وو. دا فلم د “تادم” په نوم دی ،په ۲۰۱۹ز کې د هند په جنوبي سېنما کې په تامل ژبه خپور سو،پروډيسور يې اندر کمار وو،اروون ويجی،تانيا هوپ او ويديا پراديپ يې مرکزي لوبغاړي وه. هماغه فلم په سېنماوو کې د پام وړ وو او ښه پيسې يې هم وګټلې نو ځکه د باليووډ سېنما غواړي يو ځل بيا دا … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هند په فيسټوال کې د لينا علم مهم مسوليت

د افغان فلم مشهوره اداکاره او موډله د هندوستان له لورې په يوې معتبرې نندارې کې د قاضي په حيث را څرګندېږي. لينا علم چې په نړيواله کچه د افغانستان په نمايندګۍ نندارو کې ګډون کوي ، اوس د پرمختګ يو بل قدم اخلي. د امجن انډيا فلم په نامه دا ننداره د سپټمبر د ۲۴مې څخه بيا د اکتوبر تر نهمې د هسپانيې په مادريد ښارکې ترسره کېږي. ددې جشنوارې لپاره د ۱۷ هيوادونو … نور ولولئ
سپورټ

۳۳ کلن ایسورو اودانا له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکی ایسورو اودانا، چې په ۱۹۸۸م کال کې د فیبرورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه د سریلانکا په بلانګودا ښار کې زېږېدلی نن د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه یې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. اودانا د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې ته په ۲۰۰۹م کال کې راغی او تر ۱۲ کالو نړیوال کرکټ کولو وروسته یې نن خپله خدای‌پاماني اعلان کړه. ددې خبر رسمي تائید … نور ولولئ
سپورټ

نړیوالو درجه‌بندیو کې د افغان لوبغاړو شاه‌تګ او لاملونه

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي تېره اونۍ په شل اوریزه او یوورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو نوي درجه‌بندۍ اعلان کړې، چې د شل اوریزه سیالیو په درجه بندي کې راشدخان ارمان او د یوورځنیو لوبو په درجه بندي کې بیا مجیب‌ځدران شاه‌تګ وکړ. د شل اوریزه سیالیو د توپ‌اچونکو په درجه بندي کې راشدخان ارمان پخوا لومړی ځای درلود، بیا دویم ځای ته راکښته شو، خو تېره اونۍ یې یو قدم بل … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې افغان لوبډله کې تغیرات راځي

افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې دریو یوورځنیو لوبو ته نهه ورځې وړاندې د څلورو احتیاطي لوبغاړو په ګډون ۲۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې پکې داځلې ډېرو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی. بورډ د یادي لوبډلې د اعلانېدو پر مهال په یوې اعلان شوې خبرپاڼه کې ویلې وه، دغه لوبډله یې د څو اونیو تحلیل او تجزیې، بحثونو او د یو ـ یو لوبغاړي ټولو اړخونو سنجولو او همدارنګه ټولو اړوندو اړخونو … نور ولولئ
په زړه پورې

جو بایډن: هر کس چې د کرونا واکسین وکړي، سل دالره ورکول کېږي

امریکا کې د کرونا واکسین د اخیستلو لپاره لا هڅوونکې لارې غوره شوې دي. تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن امر کړی چې هر هغه کس ته چې د کرونا واکسین اخلي سل ډالره دې د هڅونې لپاره ورکول کېږي. ددې تر څنګ بایډن ویلي چې د کرونا واکسین په ځينو دولتي ادارو کې حتمي دي خو هغه ډله کسان چې کرونا واکسین نه اخلي نو دوی اړ دي چې په هرو دوو اونیو کې … نور ولولئ
روانې سلامتي

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان هغه کسان په نښه کوي چې پر دوی نیوکې کوي

د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي طالب جنګیالي بشري حقونه نقضوي. د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې د جنوبي اسیا مسوولې پاتریشیا ګاسمن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي سره له دې چې طالب مشران د بشري حقونو د ساتنې خبره کوي، خو ددغه ډلې جنګیالي هره ورځ بشري حقونه نقضوي او هغه کسان په نښه کوي چې پر طالبانو نیوکې کوي او یا دغه ډله نقدوي. د نوموړې په خبره … نور ولولئ
خواړه

ګېلاس د مفصلونو د درد او پښو پړسوب درملنه کوي

ګیلاس (الوبالو) چې اکثر تازه استعمالېږی، د ښه خوند ترڅنګ د مفصلونو درد او پښو پړسوب درملو په توګه هم کارول کېږي. په طبیعت کې ځینې داسې میوې دي چې د څو مرضونو لپاره ګټورې وي، لکه ګیلاس چې د مفصلونو د درد او پښو د پړسوب درملنه کوي، ورسره وینې په پاکوالي او د بدن په تازګۍ کې مهم رول لري. د ګېلاس یا الوبالو استعمال په بدن کې د اوریک اسیدونو کمښت راولي، … نور ولولئ
ژوند بڼه

د ښې مېرمنې ځانګړتیاوې

ليکنه او راټولونه دا یوه طبیعي خبره ده کله چې انسان له کور څخه بهر د کوم ناسم کار، یا خپلې موخې ته د نه رسېدو او یا هم د یو چا له لوري د ناوړې خبرې په اورېدو خپه شي نو چې په کور کې یې د ژوند شریک نېک خویه، د خپلې طبعي او حکم منونکي وي، نو کور ته په راتلو سره یې سم دباندې ټول غمونه ختم یا سپک شي. خو … نور ولولئ
سپورټ

وانېنډو حسرنګا په شل اوریز کرکټ کې لومړي مقام ته رسېدونکی دی

  د سریلانکا ۲۴ کلن لوبغاړي د هندوستان پر وړاندې درې شل اوریزو لوبو کې ځان وځلاوه، هغه په درې شل اوریزو لوبو کې ۷ وېکټې واخیستې. نوموړی په درېیمه شل اوریزه لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شو او د ټولې شل اوریزې لوبلړۍ غوره لوبغاړی هم شو. په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې یې د جولای په ۲۵ مه په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او ۲ وېکټې یې واخیستې. په دویمه … نور ولولئ