سپورټ

د IPL بولي ته ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې؛ ۳۰ پکې افغانان دي

لیکنه: محمدصابر حمیدي ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په چینای ښار کې ترسره شي. دې لیګ په یوې خبرپاڼه کې ویلې، چې بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې، چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي دي. خبرپاڼه کې راغلې، چې د یادو ۱۰۹۷ لوبغاړو له ډلې اته ګډونوالې لوبډلې یوازې ۶۱ لوبغاړي اخیستلای شي. https://www.facebook.com/69553328633/posts/10158006747603634/ د … نور ولولئ
سپورټ

د رونالډو ۳۶ کلن مزل ته لنډه کتنه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس نامتو فوټبالر کریسټیانو رونالډو پرون جمعه ۳۶ کلن شو. د رونالډو بشپړ نوم، چې کریسټیانو رونالډو ډوس سانټوس اویرا دی، په ۱۹۸۵م کال کې د پرتګال هیواد په فونچال ښار کې زېږېدلی. هغه په اته کلنۍ کې په فوټبال پیل کړی. د رونالډو لوبې او جامونه رونالډو د ملې لوبډلې پرتګال ترڅنګ سپورټینګ، منچسټر یونایټیډ، ریال ماډریډ او یوونټوس لوبډلو لپاره … نور ولولئ
سپورټ

نن د ټي ټین لیګ پایلوبه ترسره کیږي؛ یوازې به پکې درې افغانان وي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ۲۰۲۱م کال د کرکټ لس اوریزه لیګ پایلوبې ته ډهلي بولز او نارترن وایررز لوبډلو لاره پیداکړې، چې نن شپه ۸:۳۰ بجې به یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شي. په نارترن وایررز لوبډله کې کوم افغان نشته، خو په ډهلي بولز لوبډله کې بیا درې افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز، محمدنبي او وقار سلام خېل شتون لري. د ننۍ پایلوبې ترڅنګ د درېیم او څلورم مقام … نور ولولئ
سپورټ

ټي ټین لیګ سبا پای ته رسیږي؛ نن یې خورا مهمې سیالۍ ترسره کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د تېرې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شو، چې پرون پنجشنبه یې د لومړي پړاو لوبې پای ته ورسېدې. ډهلي بولز، نارترن وایررز، قلندرز، ابوظبۍ، بنګله ټایګرز، ډیکن ګلډیټرز، مراتا عربینز او پوني ډیویلز هغه اته لوبډلې دي، چې د دې لیګ په لومړي پړاو کې ولوبېدې. بنګله ټایګرز، ډیکن ګلډیټرز، مراتا عربینز او پوني ډیویلز هغه څلور … نور ولولئ
سپورټ

قیس احمد: تل هڅه کوم، چې خپل هیواد او هیوادوالو ته خوښي راوړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د کرکټ افغان لوبغاړی قیس احمد چې د نړۍ په ګڼو کرکټ لیګونو کې لوبېدلی وایي، تل خوارۍ کوي تر څو خپل وطن او وطنوالو ته خوښي وروبخښي. هغه چې د کرکټ سل توپونو په لیګ کې تازه د ویلش پایر لوبډلې سره یوځای شوی وایي، زه به په یاد لیګ کې هم د هیوادوالو د دوعاوو په مټ ښه وځلېږم. قیس احمد لیکلې: ‹‹لومړی د پاک رب ج ډیر شکر ادا … نور ولولئ
سپورټ

نوین الحق د ویسټ انډیز په کورني لیګ کې یوځل بیا له ګیانا امازون سره یوځای شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ په کورنیو تجارتې لوبو کې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکی نوین الحق د خپلې پخوانۍ لوبډلې ګیانا امازون وایررز لوبډلې سره یوځای شو. نوین الحق چې تېر کال هم په دې لیګ کې له ګیانا امازون لوبډلې سره لوبېدلی و، د سږ کال لپاره پر یوځای کېدو یې خوښي ښوودلې. هغه پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې لیکلې، ستاسو ریښتنی ورور خوښ دی، چې … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ غوره ډګر ساتونکي؛ یو افغان لوبغاړی هم پکې دی

د کرکټ په برخه کې ډګر ساتنه مهمه برخه ده، چې لوبغاړي باید د توپ اچونې او توپوهنې سره سره ښه فیلډر یا ډګر ساتونکی هم وي. په هره لوبډله کې چې کوم لوبغاړی توپوهونکی او یا هم ښه توپ اچوونکی وي، خو چې د ډګر ساتنې برخه کې کمزوری وي، نو بیا د غوراوي کمېټه د لوبو انتخاب لپاره د ډګر ساتنې برخه کې د کمزوري لوبغاړي په اخېستلو کې دلسچپي نه ښيي. په … نور ولولئ
سپورټ

د زِمبابوې او افغانستان لوبو ته د افغانانو غبرګون

کرکټ بورډ اعلان کړی، چې راتلونکې مارچ میاشت کې له زِمبابوې سره دوه ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې کوي. دوی د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۴ مه د لوبو د سپانسر لپاره هم په خپله رسمي فیسبوک پاڼه اعلان کړی، چې که کوم شرکت یا سوداګر دلچسپي لري، چې د افغانستان او زِمبابوې لوبلړۍ سپانسر کړي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه کرکټ بورډ ته وسپاري. دغه پوسټ ته د چهارشنبې تر مازیګره نږدې … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان راتلونکې لوبې

د کرېک سکېجول په نامه وېب پاڼې د افغانستان د راتلونکو لوبو مهالوېش داسې خپور کړی دی. د مارچ میاشت کې دوه ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې له زِمبابوې سره، له مارچ وروسته په اپرېل کې له هندوستان سره درې یو ورځنۍ لوبې لري. د جون په میاشت کې اسیا جام پیلیږي، چې یا به پاکستان او یا به هم سریلانکا کې وشي. جولای میاشت کې چې د عیسوي کال اوومه میاشت ده، افغان … نور ولولئ
رسنۍ

د سويلي افريقا او پاکستان دويمه ټيسټ لوبه

پاکستان د سويلي افريقا سره په خپل کوربتوب دويمه ټيسټ لوبه کوي. د کرونا نوي څپې د سويلي افريقا سره د بنګلدیش او اسټراليا لوبې وځنډولې خو پاکستان لاهم ورسره مصروف دی. د دوی ترمنځ لومړنۍ ټيسټ لوبه پاکستان وګټله خو که دا لوبه هم پاکستان وګټي نو سريز هم ګټي . دا لوبه سبا سهاره ۰۹:۳۰ بجې پيلېږي. تر ټیسټ لوبې وروسته پاکستان او سویلي افریقا دوې شل اووريزي لوبي هم لري چي د … نور ولولئ